سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509791

وژړيدم


2018/28/12

دژوندون پاڼه رژېده ور باندې وژړيدم

زندګي غم کې تيريده ورباندى وژړيدم

يوه انجلۍ مى لاتراوسه زړه کې اوسي خدايه

دموره لرى وديده ور بندى وژړيدم

بې پامه ما مخ په هنداره کې سهار ليدلى

څهره مې نوره بدليده ور باندى وژړيدم

دا دوطن زلمي دښمن ته ماتې نه ورکوي

پښتنه پيغله ژړيده ورباندى وژړيدم

دګلاب رنګ راته په وينو باندى سور شو ځکه

دګودر غاړه ړنګيده ورباندى وژړيدم

ماښام په کلي کې په توره شپه جابره ګرځي

چورلکه ډيره ګرځيده ورباندى وژړيدم

زه بهادوري ورته دمينې فکر وړى يمه

شمع له غمه ويليده ور باندى وژړيدم

بهادره وردګ

بېرته شاته