سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9919
ټول لیدونکې
1476041

لومړنی نوملړ او د حق غوښتنې مبارزه


2018/30/12

 
زه دا ما ته نه ګڼمه چې له ننګرهاره د ولسي جرګې په لومړني نوملړ کې نه یمه راغلې. موږ مخکې مزل لرو او په‌ دې مزل کې د حق‌ غوښتنې څو اپشنونه او د استېناف دعوې لرو. که څه هم د شکایتونو څېړلو او د نهایي نوملړ بررسي لا پاتې ده؛ خو زه او زما ټاکنیزه ډله به تر وروستۍ شېبې هڅه کوو چې پر ما د ولس کړي اعتبار او د هغوی د رایو ساتنه وکړو. 
زه د ۲۵۴۱ رایو په لرلو سره له نوملړه غورېځېدلې یمه. موضوع یوازې په نوملړ کې د نه راتګ نه‌ ده، بلکې زما شاوخوا ۱۰۰۰ رایې له خپلې اصلي شمېره راکمې شوې‌ دي. د پوښتنې وړ موضوع دا ده چې زه په ۲۵۴۱ رایو په نوملړ کې نه یمه شامله؛ خو ځېنې په ډېرو کمو رایو د نوملړ برخه شوې‌ دي. 
زه له لومړیو په دې باوري یمه، مبارزه هغه وخت کېږي چې ستونزې دې مخې ته دېوال شي، ما ته همدا د مبارزې اصلي وخت دی او زه له دې مبارزې د حق غوښتنې د ښو پایلو تمه لرم.
زه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کاري بهیر او بې‌ پرۍ وروسته خبرې کومه؛ خو اوس مهال د ټاکنیزو شیکایتونو له کمېسیونه هیله لرمه چې د ټاکنو قانون په رڼا کې د یو ډیمکراټیک اصل په توګه د ټاکنو روڼتیا ته درناوی وکړي او زموږ د حق په راسپارلو کې همکاري وکړي. 
ننګرهار مېشتو خویندو، میندو او وروڼو! زه باوري یم چې تاسو په ډېرو سختو امنیتي او ټولنیزو شرایطو کې له ما ملاتړ کړی، زه مو د خپلې خادمې په توګه غوره کړې یمه او دا هغه احسان دی چې وروسته له دې یې هم ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی؛ خو تر ټولو ډېر کار زما دی، زه ژمنه کوم چې د حق غوښتنې په دې سنګر کې به د خپلي نهايي خوارۍ په ډاډ ځان د بریا تر ځایه رسوم. دلته هم ستاسو لاسنیوی ځکه ضرور ګڼم چې د یو ولسواک اصل په توګه ستاسو رایې ضایع نه شي. 
په پای کې له خپلو ټولو حق غوښتونکو او رایو راکوونکو هیله کومه چې د حق غوښتنه پرمهال هېڅ ډول ټاکنیزه تخطي ځکه ونه کړي چې کوچنۍ تېروتنه د یو غټ فرصت د لاسه ورکولو زمینه برابرولی شي. موږ به خپل مزل تر معلوم منزل په انساني برخورد مخې ته وړو او په هېڅ صورت له خپل حقه نه تېرېږو. 
د حق غوښتنې له‌ پاره مې لاسنیوی وکړئ او دا خپله و ارزوئ چې زه د شاوخوا ۱۰۰۰ رایو د کمښت د پوښتنې حق لرم؛ که نه یې لرم؟

مقدسه احمدزی

بېرته شاته