سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9919
ټول لیدونکې
1476174

دملنګ چوټۍ


2018/31/12


سهارلمرڅرک چي هغه ورو بنګړوته شرنګ ورکړي

زمــادژونـد دنــوې ورځي پيـل ته رنـګ ورکــړي
لکه سنځله چارچاپېر ترې خوشبويي خوره شي

چي په امېل کي يوځونډى نوي لونګ ورکړي

زمادميني دورخانۍ پرنڅېداراولي 
ستاادم حسن دفېشن رباب ته ترنګ ورکړي

ښکلي نوهله فرعونيان شي هيڅ سلام نه کړي چي
يو دلوى کورشي بل چيټۍ ورته ملنګ ورکړي

پرجمالياربه نوهغه وخت پام نه وي کړى
چي ښايسته ورته دسپيني خولې قلنګ ورکړي

اجمل جماليار

بېرته شاته