سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509853

په قلم بنديزاودټوپک ازادی


2019/05/01



نن سبا په افغانستان کې په قلم اوژبه بنديزدی ټوپک اوکوتک ته ازادی ده که ټوپک اوکوتک لری حکومت قانون امريکايان طالبان اوملايان ټول ستا په خدمت کې دي اوستاټولي غوښتنې به منل کيږی اوته چې هره نارواکوی تاته عام وتام ازادی ده دټوپک اوکوتک خاوندانودولتی اوشخصی جايدادونه غصب کړو په رڼاورځ قتل قاچاق اوهرډول ناروا کوي لوی څارنوال لوی قاضی لوی مفتی لوی پوليس لوی قانون اولوی ريس جمهور ورته خړی خړی ګوری حتا جرم يي پټوی کمک ورسره کوی ٠

ژوندون ټلويزون چې اصلاژوندپه ټولنه کورنی اوفردی لحاظ تشريح کوی دژوند ارزښت اوقدر بيانوی دژوند څخه دفاع کوي هغه بيا ديوڅو تنو ټوپکمارو اولوټمارو په شخصی سپارښتنواوشخصی غرضونوپخاطريي په نشراتو بنديز لګيږی اودروښنفکرانو په مترقی اوملی مفکوره بنديزلګيږی ټوپک اوکوتک اوس هم کولی شی چی قلم مات کړی اوژبې پريکړی دغرب دموکراسی بدنامه کړی اوبه ټولنه کې ملی شخصيتونه وځپی چی دلوی څارنوال اوداطلاعاتو او کلتور لوی وزيرپه امر دژوندون ټلويزون يي بيله هرډول مستند سندڅخه بند کړيدی حال داچی دلوی څارنوال څخه نوری ډيری اصلی وظيفي پاتی دي چی عبارت دملی شتمنيو چور اوغصب دی دغيری قانونی سلاح ګرځول دی په هغو جرمی دوسيو کاردی چی داداری فسات ضد کميسيون څخه ورته ليږل شويدي دځمکی اوهوادلاری دمخدره موادو قاچاقبری ده هغه چې مخنيوی يي دده اصلی وظيفه ده دهغو مخ نيولوته يي ملا ماته ده پخپل مټ اوبازو ښه خوله لګوی دپښتنوپه تلويزون بنديز لګولی شی هغه تلويزونونه او ورځپاڼې چې دخارجی سفارتخانوغوښتنی اوسپارښتنی بيانوی اودهغوی په مادی کمک مستقيمی چليږی هغوی ته يي سترګې خمی دې داطلاعاتو وزير هغه څلور لارې او واټونه چې دايرانی جاسوسانو په نومونو غيری قانونی اودټوپک په زورنومول شويدې څه اجراات وکړه ؟هغه ورځ پاڼی اوتلويزنونه چې ايران ته خدمت کوی څه وکړه؟د هغو ژورنالستانواتحادې چې دايران په سفارت کې جوړی شويدي څه وکړه ؟

پښتانه که ننګ وکړی خپل حق دزمری دخولی څخه بيرته را ايستلی شی نن سبا پښتانه پښتنو مات کړيدي هغو پښتنو چې په پښتنو اوپښتوسياسي سوداګری کوي اوپښتانه دخپلو شخصې ګټو څخه قربانوي دافغانستان په تاريخ کې ډيرو پښتنو داسياسي سهوې کړيدي چې ويل به يي پښتانه څه کوم هزاره ګان تاجکان او ازبکان دي خدای راته ژوندي لري اخريي داسی سبق ورکړوچې استادانو اوشاګردانو ټولويي لکه دمچانو لاسونه مروړل وخت دوخت څخه تير وه وائی لوښې دقوم سپکه غوښته بيخ يي په اوبوکې سريي وچ شوودژوندون ټلويزون بنديدل ټولو پښتنوته اوټولو روښنفکرانوته اخطاردې پښتانه دي په ژوندون ټلويزون ننګ وکړي اودخپل روښنفکر ورور پلاس کې دي بيرته قلم ور کړې دادپښتنوپه ضد دسيسه ده يوه دبلی پسی را روانه ده ٠

که د ژوندون ټلويزون چلونکي امرين اوليکوالان مسلکې خلک وي دخپل حق څخه به قانونی حقوقی او منطقی دفاع وکړي٠

پښتنو بيدارشي دمغل چاړه ستاسو ترستونی رارسيدلی ده٠ زه شخصا دژوندون ټلويزون بنديدل غندم دا بی عدالتی ده داظلم دی دا دبی اتفاقی اورته پکې وهل دي دابه د ډيرو دپاره بده نتيجه ولری٠
په درنښت

ميامحمد بشريار

بېرته شاته