سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509766

طالبان بایدخپل سیاسي او پوځي موقف نورهم غښتلی کړي


2019/09/01

 

له هرڅه مخکې له مخلصو، اتلو، په دین او ګران افغانستان میینو طالبانو مننه کوم، چې د خپلواکي اوغزا بیرغ یې په مېړانه رپانده ساتلی، ورځ تربلې سیاسي اوپوځي بریاوې خپل مظلوم او ستم ځپلي ولس ته ډالۍ کوي.

دطالبانو له مشرتابه څخه په ځانګړي ډول منندوی یم، چې هم یې خپل اتل جنګیالي په پوځي ډګرکې خپل ولس او هیواد ته منظم اوژمن ساتلي اوهم یې په سیاسي ډګر کې دغلیم مورچلې وردړې وړې کړې.  

نږدې ده چې طالبان سیاست او جګړه دواړه وګټي خوخطرلا له مینځه نه دی تللی.

له یوې خوا په سپینه ماڼۍ کې تور تورماران هره شیبه خپل سیاست بدلوي او له بلې خوا زموږ دخپل لستوڼي ماران دهرذلت په منلو دخپل طفیلي ژوند اوږدول غواړي.

طالبان له خپل ننني موقف څخه باید اعظمي ګټه پورته کړي هغه دا، چې:

طالبان دمسکوغونډه کې په داسي حال کې په نړیوال رسمیت وپېژندل شول، چې خپلوغلیمانو یې دهیواد په ۷۰سلنې د دوی واکمني ومنله.

په عین وخت کې دمسکو په غونډه کې ۱۲ بهرنیو هیوادونو هم ګډون درلود، چې طالبان پکې ډېر ښه وځلېدل مانا په رسمیت وپېژندل شول.

ورپسې په نړیواله کچه دطالبانو د اړیکو او ناستو راپورونه خپرول هم د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا دي.

 تر ټولو مهمه دا چې دعمران خان دلاپو شاپو په خلاف نه یوازې دا، چې طالبانو داسلام آباد په ځای په ابوظبۍ کې غونډه وکړه او خپله خپلواکي یې عملأ په ثبوت ورسوله، بلکه کابلي ګوډاګيانو ته یې هم دلیدلو چانس ورنه کړ.

که طالبانو د ارګ له خماریانو سره لیدلي وای یا وویني نوخپل اوولس کلن مقاومت به په سیند لاهو او د اشغالګرو مرستندویان به وبلل شي.

دا چې لا کلونه مخکې مې په اکثرو لیکنو کې یادونه کړې وه، چې لاس په لاس لګیږي مانا خبرې باید یوازې له امریکا سره وشي اوبس.

دطالبانو دې کور ودان وي چې زما دا ارمان یې راپوره کړاو ورڅخه بیا هم هیله کوم، چې دکابل له ادارې سره هیڅکله ونه ویني.

دکابل اداره باید تسلیم او توبې وباسي نه دا چې په قدرت کې شریکه شي.

پاته د نه وي، چې دابوظبۍ له غونډې وروسته ټرمپ پېریانو واړاو له سورې څخه یې دخپلو پوځیانو دایستلو خبر ورکړ.

له افغانستان څخه یې هم دخپلو نیمایي سرتېرو د ایستلو اوازه خپره کړه، چې په نتېجه کې یې ددفاع وزیراستعفأ وکړه.

خوپه کانګریس کې جمهوري پال سناتور ګرهام چې ګمان کوم دسادیزم ناروغي لري، له وینو تویولو اوخلګوځورولو څخه خوند اخلي ټرمپ یې دې ته اړیست چې له خپل تصمیم څخه واوړي اوامریکایي سرتېري په سوريه کې تر یوې نامالومې مودې پرېږدي.

 

ټرمپ هم چې په اصل نا اصل دی د ګرهام فشار ته تسلیم او داعش یې یوځل بیا پلمه کړ چې تر پوره نابودي به یې امریکایي سرتیري په سوریه کې پاته وي.

 دخندا او حیرانتیا وړ ده چې دټرمپ سرتیرې په سوریه کې له داعش سره جنګیږي خو په افغانستان کې چې کله طالبان له داعش سره جګړه کوي د ښاغلي ټرمپ سرتیري د داعش په ځای په طالبانو بمونه اوروي.

نومحترمو طالبانو!

نور نو زموږ د ولس حوصله په ختمېدو ده تاسوهم په بهترین موقف کې قرارلرئ.

زه دحقوقو د یو کوچني شاګرد په حیث مشوره درکوم، چې همدا سبا سبا چې تاسو په قطرکې له خیره سره ناسته کوئ ستاسوله تحریک څخه دوه نورسیاسي اوپوځي هیئتونه یو پیکینګ اوبل مسکو ته ولېږئ.

دا دوه هیئتونه باید سره مختلط وي ما نا درۍ سیاسي غړي او درۍ پوځي غړي ولري چې جمعأ ۱۲نفره شي.

دا باید داسې کسان وي، چې په پاکستان کې هستوګنه ونه لري.

دوی باید له چین او روس سره داسې پوځي تړونونه لاسلیک یا یې لاسلیک کېدو ته تیار کړي، چې که د۲۰۱۹ کال په جریان کې امریکایان ونه وځي نو دا دوه هیوادونه چین او روس به رسمأ طالبانو ته پوځي مرسته ورکوي.

زما په غالب ګمان به چین او روس دا تړونونه په پراخه ټنډه درسره لاسلیک کړي.

روس خو هسې هم په غوسه دی ځکه، چې په سوریه کې امریګایان نور هم پاته کیږي.

چین هم د تایوان مسئله را ګرمه کړې ده بس نوهمدا یې وخت دی.

همدا ډول  له قطر ور اخوا خپلې سیاسي نمایندګۍ په نورو بهرنیو هیوادونولکه چین، ترکمنستان، روس، ایران او حتی هند کې هم پرانیزئ ترڅو نړیوال نور هم ستاسو په بې طرفي، حوصله او وړتیا مطمئن شي.

البته یادې نمایندګۍ باید دقطر دسیاسي نمایندګي تر امر لاندې وي.

که زما پورتنۍ مشوره مو ومنله باور وکړئ، چې امریکایان به ډېر ژر لار درسره یوسي هغه متل دی وایي، په مرګ یې ونیسه، چې طبې ته راضي شي.

دا مې هم واورئ، چې که زه دتاسو دتحریک مشر وای ما به لا څو کاله مخکې له چین او روس سره نه یوازې يوځي تړون لاسلیک کړای وای، بلګې عملاأ مې دچین په پوځیانو دګوادر خوا ساتله ځکه هلته چین د پانګونې پلانونه لري او روسان مې په اټک ځای په ځای کول.

ما به یو لوی افغانستان د دوی په شتون سره جوړ کړای وای.

بیا به دلر او بر خبرې نه، بلکې دلوی افغانستان خبرې کېدې.

درنولوستونکو ته دې مالومه وي، چې موږ هم انسانان یو دخپل حق تر لاس کولو لپاره هر ممکین عمل باید وکړو.

دا چې ما پاس ولیکل، چې ما به چینایي او روسي پوځیان د ګران افغانستان په پخواني رسمي سرحد ځای په ځای کړي وای تاسو ته باید دتعجب وړ نه وي.

کله چې ببرک کارمل دهیواد داشغال لپاره په داسې حال کې له روسي پوځیانو سره تعهد کوي چې دهیواد یوه لوېشت خاوره یې هم په ولکه کې نه وه او په بله پېښه کې بې له کوم تعهد څخه امریکایان زموږ په پاکه خاوره یرغل کوي او وطن مو اشغالوي نو زه چې طالب مشر  او ۷۰ سلنه خاوره مې په خپل کنترول کې وي ولې دا حق ونه لرم چې له بهرنیو پوځیانو دخپل هیواد دخپلواکي او خاصتأ دلوی افغانستان په جوړولو کې کار واخلم؟

که زه په پورتني کار بریالی شم نو دا د انګریزي ډیورنډ توره کرښه ، دغني اتمر او انګریزانو اغزن سیمونه به له واره لمبه لمبه کړم.

ستاسودرنو لوستونکوپام دې ته هم رااړوم کله، چې خاشقجي په ترکیه کې ووژل شو نو لمړی امریکایانو په سعودي مشرتابه ډېر فشار راوړ.

دسعودي مشرتابه چې ځان دحرمینو خادمین هم بولي په یوه رسمي اعلامیه کې یې امریکا ته ګوت څنډنه وکړه، چې که څوک موږ ګوښه کوي موږ به له هرې ممکنه مرستې ګټه واخلو حتی روسي پوځیان به په تبوک ښار کې ځای په ځای کړو.

نو کله چې دحرمینو خادمین دببرک کارمل په رول کې لوبیږي اوهغه مقدسه خاوره په روسانو اشغالوي نو زه ولي دلوی افغانستان دخپلواکي لپاره ورڅخه کار وانه اخلم؟

په بله بېلګه کې به دا دالخواره پنجابیان دریاد کړم، چې دجهاد په نوم یې زموږ له ولس او هیواد سره څومره جفاوې وکړي حتی زموږ له وجې د اتومي وسلې څښتنان شول او ځان ته تر ټولو کلک مسلمانان هم وايي نو چې هغه دخپلو ملي ګټو لپاره له روس سره پوځي تړونونه لاسلیکوي دا زه ولې حق نه لرم؟

یوڅوګیلې:

ګیله له دوسته کیږي هغه دا، چې لامخکې مې څوڅوځلې په لیکنو کې طالبانو ته اشاره ورکړې وه، چې خپل نوموتي کسان مو دپنجابیانودتسلت له ساحې وباسئ خو نه پوهېږم ولې ددوی مشران بې له قطر څخه په نورو هیوادونو کې سر نه راپورته کوي؟

دمحترم منصورصاحب له شهادت څخه مخکې مې په یوه لیکنه کې یاده کړې وه، چې ژر تر ژره خپل مخور کسان له پاکستانه بهرملکونوته وباسئ خو چا مې غږ وانه ورېد.

لنډه دا، چې یو ځل بیا له طالبانو څخه هیله کوم، چې:

۱ـ بې له پاکستانه دګاونډیو هیوادونومرستې جلب کړي.

۲ـ دسولې خبرې هیڅکله هم په سعودي عربستان اوپاکستان کې ونه کړي.

۳ـ که رښتیا هم دملګرو ملتونو سازمان بې پرې او بشر پال وي نو په افغانستان کې دې یوه سیمه یا ولایت دسولې دخبرو لپاره ځانګړی کړي تر څو طالبان دهرچا له اغېزه مسئون اوهلته دسولې خبرې په ښه وجه تر سره کړي.

په یاده اراضي دې هر ډول پوځي تحرکات که ځمکني یا هوايي وي بند کړل شي.

۳ـ دکابل له ادارې سره هیڅکه هم ونه ګوري.

 

 

دګران هیواد دخپلواکي په هیله    

محمدامین بسمل

بېرته شاته