سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526438

د پښتو ژبې تکړه او غښتلې شاعره اغلې تورپېکۍ ولي قاضي زاده مړه شوه


2019/15/01

 

 

د پښتو ژبې تکړه او غښتلې شاعره اغلې تورپېکۍ ولي قاضي زاده د غښتلي شاعر ،ليکلوال او ژورنالست ښاغلي عزيز تحريک مېرمن د پاتې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې

ګور يې د نورونو ډک شه 

انا لله و انا اليه راجعون

اغلې تورپېکۍ ولي قاضي زاده دې الله وبخښي کورنۍ اودوستانوته يې صبرجميل دالله پاک څخه غواړو.

 

راځه ! ما ځان سره بوځه ؛ ګُلستان ته پسرليه !
وروسته پاتې ، جنګ ځپلي ؛ هېواد ګران ته پسرليه !

امريکا جنتي مُلک دی ! نړۍ وال خلک پکې ډېر !
بوځه ! ما ، له : دې جنت ؛ افغانستان ته پسرليه !

زما : کور ، کلی يادېږي ! له : کابل ، تر: ننګرهاره !!
مېلمنه ځم در سره زه ؛ شين ـ لغمان ته پسرليه !

پسرليه ! لار راښيه ! مخکې : غرونه ، دريابونه !
څنګه لاړه شم ؟ ته وايه : بدخشان ته پسرليه !

کندهار ، مزار مې خوښ دي ! کابل جان پسې خفه زه !
راځه ! لاس نيولي لاړ شوو ! بيا : پغمان ته پسرليه !!

پسرليه ! زه خفه يم ! خپلو خلکو پسې ډېره !!
زړه مې غواړي ، شم روانه ؛ غور ، پروان ته پسرليه !

په زړګي مې را اورېږي : سالنګونه ، ماهيپر لوړ !
يم روانه ، تصور کې : هسک باميان ته پسرليه !!

له : بغلانه ، ور تېرېږم ؛ د : ايبکو ښار ته رسم !
د : بادامو او انځرو ـ سمنګان ته پسرليه !!

خوست،هرات،هلمند مې زړه کې!هم:بادغيس،نيمرو؛ فراه تل!
زړه مې غواړي ، چې شم لاړه : اُرزګان ته پسرليه !!

پسرليه ! ګرځندويه !« تورپېکۍ ـ قاضي » سره شه !!
شه لارښود يې : سرپُل ، فارياب ؛ جوزجان ته پسرليه !!!
۱۴/۴/۲۰۱۸ م. کال = ۲۵/۱/۱۳۹۷ ل.ل. کال
کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات

بېرته شاته