سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496716

د پښتو ژبې تکړه او غښتلې شاعره اغلې تورپېکۍ ولي قاضي زاده مړه شوه


2019/15/01

پسرليه راځه ! ما ځان سره بوځه ؛ ګُلستان ته پسرليه ! وروسته پاتې ، جنګ ځپلي ؛ هېواد ګران ته پسرليه ! امريکا جنتي مُلک دی ! نړۍ وال خلک پکې ډېر !
بوځه ! ما ، له : دې جنت ؛ افغانستان ته پسرليه ! زما : کور ، کلی يادېږي ! له : کابل ، تر: ننګرهاره !!
مېلمنه ځم در سره زه ؛ شين ـ لغمان ته پسرليه ! پسرليه ! لار راښيه ! مخکې : غرونه ، دريابونه !
څنګه لاړه شم ؟ ته وايه : بدخشان ته پسرليه ! کندهار ، مزار مې خوښ دي ! کابل جان پسې خفه زه !
راځه ! لاس نيولي لاړ شوو ! بيا : پغمان ته پسرليه !! پسرليه ! زه خفه يم ! خپلو خلکو پسې ډېره !!
زړه مې غواړي ، شم روانه ؛ غور ، پروان ته پسرليه ! په زړګي مې را اورېږي : سالنګونه ، ماهيپر لوړ !
يم روانه ، تصور کې : هسک باميان ته پسرليه !! له : بغلانه ، ور تېرېږم ؛ د : ايبکو ښار ته رسم !
د : بادامو او انځرو ـ سمنګان ته پسرليه !! خوست،هرات،هلمند مې زړه کې!هم:بادغيس،نيمرو؛ فراه تل!
زړه مې غواړي ، چې شم لاړه : اُرزګان ته پسرليه !! پسرليه ! ګرځندويه !« تورپېکۍ ـ قاضي » سره شه !!
شه لارښود يې : سرپُل ، فارياب ؛ جوزجان ته پسرليه !!!
۱۴/۴/۲۰۱۸ م. کال = ۲۵/۱/۱۳۹۷ ل.ل. کال
کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات

بېرته شاته