سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496570

اوښکې


2019/15/01

 

دسترګونه مې اوښکې د باران په شان تويږي

ماشوم زړه مې په دې خبره ولې نه پوهيږي

جانان راځينې بيل شو زه يواځې پاتې شومه

نادان جانان مې هيڅ په نې خبره نه پوهيږي

يارمې چې نه پوهيږي ما تا سپارلى خدايه

کله چې پوهيږي زما زړګى ورنه توريږي

ړندې مې شولې اوښکې دې ګريوان ته مې تويږي

زما جانان د اوښکو په ارزښت کله پوهيږي

لطيفه وردګ

بېرته شاته