سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496628

غزل


2019/15/01

 

      

څومره مزه چې په کارونوکې ده

کړي يې وجودوس په لاسونوکې ده

دژوند داستان مې بې مزه شوراته

چې کله هېر، کله يادونوکې ده

زه چې دژوند ترخه کيسه ليکه مه

داهسک همت په قلمونوکې ده

زه خودا وايمه خپل ځان سره تل

دغم ټاټوبى خوپه زړونوکې ده

چې راته يادشي دژوند تورې تيارې

بيا مې تصل په دې بيتونوکې ده

څه له ليمو مې رابهيږي اوښکې

لکه باران په آسمانونوکې ده

له ډيرغمو مې اوس ټپي شو زړګى

ځکه مې درد په پرهارو نو کې ده

که موپکار وي د مژګان غزلې

په پاڼې، پانې کتابونو کې ده

مژګان

بېرته شاته