سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496633

دسولې دپاره اوازپورته کړئ


2019/17/01

دسولې دپاره اوازپورته کړئ  گرانوهيوادوالو:-خويندو وروڼوسوله زمونږ دمظلوم اوبيدفااولسونوحق اواوازدی دادهغوخلکواواز دی چې دوې ميډياته لاس رسې نه لري مگرهره ورځ قرباني ورکوي کله چې مادسولې اوازپورته کړه نورنوومې نه شوکړای چې ټولوولاياتونوکې ځوانانوته مخصوص جامې وکړم داستاسوهيله وه چې داهڅې بايديواځې سپينوجاموته مخصوص نه شي دابايد ازادشي ترڅواولسونه په کې په هررنگ جاموکې گډون وکړي اوداکارهم وشونن چې اولسونه اواز پورته کوي ولې تاسې چوپ ياست اياتاسونه گورئ چې ستاسوبچيان،خويندې ،ميندې مو روزانه وژل کيږي دبارتوپه لمبوکې يي غوښې ورتيږي زه دجنگ په ټولواړخونو باندی يوار بياغږ کوم چې دسولې په اولسي حرکتونو باندی ټاپې مه لگوئ دا دخلکو اواز اومرسته ده  زه دافغانستان ټولوخلکوڅخه هيله کوم چې دخپل شته امکانوته څخه کار واخلئ قلمونه مو په کار واچوئ اوازونه موپورته کړئ دسولې اولسي حرکت سره په هرولايت کې مرسته وکړئ دسولې په پروگرامونوکې برخه واخلئ مونږټولو دپاره سوله غواړو حتی تاسوته چې همدا اوس په جگړه کې بوخت ياست سوله هرانسان دپاره حياتي اهميت لري اياتاسو پوهيږئ چې نن سبادغه بمونه که دالوتکي نه غورځي اوياموټربم انفجارکوي څومره مضراثرات له ځانه پريږدي سرطانونه،معيويبت، ميړنه ،بيکوري دسويشکل ماشومانوپيدايښت اودی ورته نور اثرات چې زمونږ په ميډياگانوکې هيڅ تبصره پری نه کيږي        (مونږسوله غواړو) (جنگ بس دی ) (مونږدجنگ نه ستړي يو) اوزمونږدسولې ترانه به هم دسوله پالوماشومانو اواز وي په دی هيله چې سوله راشي اوجنگ دتل دپاره ورک شي.    

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته