سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496724

اياتاسو سوله غواړئ که جنگ؟


2019/11/02

  ديوې خبرې سپيناوې غواړم کلونه کلونه مودعاگانې کولې چې خدايه سوله راوله اوس چې دسولې خبرې اوسمسکې خواته روانه ده ستاسوفيسبوک پاڼوکې عجيب اوغريب پوستونه گورم چې کله مو ښاغلی کرزی کله هم ښاغلی غني اوکله ناکله ښاغلی ستانکزی نه موکاريکاتورونه جوړ کړی وي  بی ادبي دی معاف وي کله موخر اوکله موسپی پوری تړلې وي ماشومان خو نه پوهيږي کله کله مشران هم گورم چې دا کارونه کوي دبيان ازادي ده دا منم خو تر هرڅه دمخه تاسو امنيت اوسولې ته ضرورت لرئ دعا وکړئ خپل انرژي مو مثبت وکاروئ ظلم خو پرمونږ اوتاسوباندی زمونږ دهيواد مشرانو کړی غل چې دکوره نه وي پردی غلا نه شي کولې خو اوس وخت ددی رسيدلی چې تير هيرکړئ کڼواله شوي کورنه به بيااباد شي خومړي نه ژوندي کيږي بخښنه وکړئ بخښنه وغواړئ چې قانون دلمړيتوب حق پيداکړي بياهيڅ چاته بخښنه مه کوئ غلطي چې بيا تکراريږي هغه بياکفر متلق دی خاين،قاتل اوگنهگار بيامه بخښئ زمونږ هيواد دشوروي او امريکادبزکشيو قرباني شوې دوې زمونږ دژوند ټوله هستي تباه کړی وخت ددی دی چې همدا دواړه هيوادونه بيا زمونږ هيوادته سوله راولي دا دجنگ اورونه دوې بل کړي اوس همدودې  دې بايد دجنگونودااور ونه مړه کړي او مونږ ته سوله راولي په دی هيله چې خوا موبد نه شي.  خوشحاله ورځ ولرئ دژوند په ټولوچاروکې بريالي اوسئ.

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته