سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526454

پسرلی شو


2019/20/03


اوس به د ویران ښونځي د ګوګنو دیوالونو منځ کې د هغه نوي ماشوم اواز چې اول ځل ښونځي ته راغلی انګازې وکړي وایي به 
الف 
انار 
ب 
بابا

پسرلی شو نن وي، که سبا، د علم ګل کاکا میږ به په رمه کې شپانه ته ور لنګه شي، غبرګ وري به وزیږوي، مازدیګر به د شپونکي ماشوم زوی غبرګ وري خپله غیږ کې راوړي او د علم ګل کاکا میرمن به د واړه شپونکي جیب له خوږې ګوړې ورډک کړي 
پسرلی شو 
سبابه تیزه هوا چلیږي، په ګودر ناستي نجونې به په یوو لاس منګي ډکوي په بل به یي د سر ټکري کلک نیولی وي پسرلی شو 
نن به یو زلموټی د ټولو بندیزونو زنځیر وشلوي 
د ګودر په لار به خپلې کوژدنې ته د چنار له تنې سره ځان پټ کړي د غاټول ګل به ورکړي، سل زړونه به یو کړي 
په تمبیدلې لهجه به ورته ووایي، خوښه مې یې، نوی کال دي مبارک شه!
د پېغلې له هیلو ډکې سترګې به د حیا تر بار لاندي زمکې ته ټیټې شي، په خپ اواز به ورته ووایي، له دې ځایه لاړشه که چاولیدې رسوا کیږو هیڅوک نه شي کولای چې زما د وطن ښکلا رد یا لچنه کړي 
دا زما دود دی 
نوی کال مو مبارک شه ټول کال مو ګلورین اوسه

عبدالرحمن غضري

بېرته شاته