سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526420

دایې هم تاسو ته د نوي کال ډالۍ


2019/20/03

دایې هم تاسو ته د نوي کال ډالۍ دمیناګل پيژندنه :
مینال ګل China aster یو کلن بوټی چې علمی نوم Callistephus chinensis د Compositae یا Asteraceae په نباتي کورنۍ پورې اړه لري ، د پیدایشت ټاټوبی یې چین او چاپان دی . دابوټی په بیلابیلو رنګونو سره ګلان باسي، پاڼې یې په متناوبې په بیضوی شکل او څنډې یې وتلې و ننوتلې دي . معمول دګل رنګ سپین، شیرچایی، بانجاني ، آبي دي تر ډیره ارغواني رنګ ت پکې غالب وي. لوړ قدي ډولونه یې په پټیو او ټیټ قدي لرونکي بوټی یې په ګل لوښې کې روزل کیږي.

ګل باسنه:
د اسداو سنبله میاشتو کې منځ ګل باسنه کوي.ِ د چټکې ګلباسنې لپاره بوټی د ۱۳-۲۰ درجې تودوخې ته اړتیا لري ،
دروزنې لپاره ښې حاصلخیزه خاورې چې په ښه ټول زهکشي شوي وي اړتیا لري. په هغه سیمو کې چې د تودخې درجه تر لس سانتي ګراد نه را ښکته کیږي د بشپړ کال په اوږدو کې دا ګل روزل کیدای شي. دسړې هوا په وړاندې حساس دی. که څه هم سیوری تحمل کولای شي ولې زیاته روښنایي خوښوي. داچې د ګل بوټی سطحي ریښې لري باید د اوبو له کمښت سره مخ نشي. د مړاوې شویو ګلانو لرې کونه د ګل باسنې موده اوږدوي. د میناګل د ځینو ډولونو د سر پریکونه که څه هم ګل باسنه څنډوي ولې د جانبي څانګو او ګلانوپه زیاتوالي کې مرسته کوي . ډیرونه:
ددې ګل زیاتونه د تخم په واسطه ترسره کیږي. د حمل په میاشت کې کرنه ترسره کیږي. ، د ګل نهالي چې کله څلور پاڼې ولري کولای شو له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدو. د نهالیو له لیږد وروسته باید زر تر زره اوبه لګونه تر سره شي. دنیالو د کینولو وخت کې که تودوخه زیاته وي غوره ده د څو ورځو لپاره د تازه کینول شویو ګل بوټو د پاسه سیوری جوړ کړو.

رحمت رحيم

بېرته شاته