سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526500

غمه


2019/30/03

  ما د اوښکو له بارانه کله باسې 
درد دزړه مې له فغانه کله باسې ارادې دي راته بل رنګه څه ښکاري 
وایه خرپ مې له ارمانه کله باسې

خپلوې مې که رټې مې زړه دي څه دی
کشمکش د شک له میانه کله باسې زړه مې کله د بڼو واري ته سپر کړم
تیره غیشي له کمانه کله باسې بیا به کله په کږو کتو راګــــــورې 
یو ځل بیا مې له ایمانه کله باسې راته وایه توره بخته کله کــــــــېږي 
ستړی ژوند مې له هجرانه کله باسې غضري ستا په میراث ختلی نه یم
غمه لاس مې له ګریوانه کله باسې

عبدالرحمن غضري

بېرته شاته