سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526509

د طالبانو په لېست کې څوک د کوم ظرفيت له مخې ټاکل شوي؟


2019/04/04

  طالب مشرانو د هغو دوه سوه تنو نومونه روښانه او نشر کړل څوک چې به د روانې عیسوي میاشتې(اپریل)پر پنځلسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره په جوړېدونکې مذاکراتې غون‌‌‌‌‌نډه کې ګډون کوي.   د دواړو یا مقابلو لوریو ترمنځ له مخامخ ناستې ،جوړ جاړي او دئمي سولې څخه د هېواد د ښې راتلونکې لپارت موږ په کلکه ملاتړ کوو او په یوه مثمر او نېک فال یې نیسو.  هر هغه څوک چې د افغانستان او افغان ولس د خیر او فلاح په خاطر یوه تېږه پر بلې ږدي هم موږ یې درناوی کوو او اتل یې بولو. افغانان نور د خپلو او پردیو له لوري وژ ل کېدلو،د کافر،ملحد ،جاسوس ،نوکر او قسماقسم ټاپو له لګولو څخه او په دې تور له کورونو څخه له اېستلو تنګ او ستړي شوی دی،دوی  نور لوږه او تنده زغمي خو جنګ نشي زغملی ، یوه ورځ ژوند غواړي خو په سوله او امنیت کې یې غواړي.  څو اړين ټکي: موږ د طالبانو لخوا د انعطاف او ځينو موردو کې د انشعاب هرکلی کوو خو ځينو اړینو مسایلو ته یې اوس هم توجه را اړول غواړو چې شاید لابه هم د دوی ورته فکر نه وی او یابه سترګې ورباندې پټې او غوګونه کڼوي.  اول: ددوی له لوری په اعلان شوي لېست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې هغوی ته دین،ایمان،وطن ،ناموس،ازادي او ژوند یوازې پيسې دی چې که پيسې ورته و ښودل شي له کلیمې هم انکار کوي،چې داسې خلک نه په سوله اونه په مخالفت کې پرمختګ کولی شي او نه هم د ولس او هېواد لپاره ګټور وي.  دوهم. داسې کسان هم پکې دې چې همدا اوس د هېواد او خاورې په پلورلو بوخت دی او خپله روزي ورڅخه په لاس راوړي،کله چې څوک خپل کور په پرديو پلوري هغه به د بل د کور څه پروا وکړي.  دریم: په دې لېست کې هغو خلکو ته هم برخه او ونډ‌‌‌ه ورکول شوې څوک چې همدا اوس د افغانیت او اسلامیت له نوم او اصلونو څخه منکر دی.  څلورم:داسې اشخاص هم پکې لیدل کېږی چې همدا اوس عملاً له دولت او طالب دواړو سره په جګړه بوخت دي .  پنځم: لېست له هغو کسانو څخه هم مشتمل دی څوک چې هره ورځ ددې هېواد د میندو نازولي اولادونه اختطاف کوي اوبیا یې د څو پيسو لپاره وژني او همدارنګه هغه خلک هم پکې دي چې انساني قاچاق کوي او هر ‌‌‌‌‌‌ډول جرم ته لاس اچوي.  حل لارې: نو که چېرې طالبان په حقیقت کې سوله کول غواړي او د هېواد او خلکو د ښې راتلونکې لپاره فکر کوي په دغه لېست دې یو ځل بیا هم تجدید نظر وکړي لا هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورزې لري.  له بل طرفه دې د تلپاتې سولې لپاره جګړه ودروي او دواړه لوري دې عاجل اوربند اعلان کړي داسې خو امکان نلری چې دوی په ارام او اسوده ځایونو کې د بندو او یا خلاصو دروازو تر شا یوازې د سولې چیغې وهي او دلته دې پردي اولادونه قتلوي اوربند حتمي او د مثبو پایلو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین دی.  نوره باید افغان وژنه او ورور وژنده بس شي او ټول د یوه ملي فکر او رېښتینولۍ پر بنا عملي ګامونه واخلي او د خلکو د ارام ژوند لپاره ټينګې ارادې او قوي هو‌‌‌‌‌‌ډ وکړي.  ټول باید د ټولو لپاره جامع فکر او ملي دریځ ولري ، ملي ګټو ته باید کار وشي او شخصي او ګوندي مسایل او خبرې دې شاته او لېرې و غورځول شی.  په ټوله کې بايد د افغانستان او افغان ولس د ارامښت او په امنيت کې کېدولپاره ګډې هلې ځلې وشي او له داسې اقداماتو اوعملي ګامونو څخه باید هر اړخيز ملاتړ وشي ،ځکه چې سوله هغه اړتيا ده چې ټول يې لري. که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو  دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي  

رفيع الله روشن

بېرته شاته