سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9941
ټول لیدونکې
1526511

دمرحومې غوټۍ خاورې مړينه دافغانستان ښځينه ادبياتو ډگرکې ستره ضايع ده


2019/06/04

مرحومې غوټۍ خاورې     په ژورې خواشینې سره مې خبر ترلاسه کړه چې د علومو اکاډمۍ غړې سرڅیړونکې غوټۍ خاورې دحمل (وری) دمياشتې ۱۶ - ۱۳۹۸ چې داپريل دمياشتې څلورمې نيټۍسره سمون لري خپل روح حق ته وسپاره انالله و انا اليه راجعون.  څيړونکې غوټۍ خاورې په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت دروداتو په ولسوالۍ کې زېږېدلې وه. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ له پښتو څانګې فارغه وه او بیا یې خپله ماستري هم تر سره کړې وه. اغلې غوټۍ خاورې چې د پښتو ژبې وياندې، فوکلوريستې، خبريالې ، ليکوالې، څيړونکې ، تکړه مديرې ، د کابل مجلې او زيري د اونيزې پخوانۍ مسولې ، د علومو اکاډيمۍ غړې او د اداري اصلاحاتو د کميسيون لويې کميشنرې پاتې شوې وه ماغوټۍ خاورې دنژدی  نه پيژانده خودکتابونو اوميډياله لارې مې ښه پيژانده په دی ورستيوکې دشمشادتلويزون دښځه اوټولنه په برخه کې دهغې يوه مرکه مې هم اوريدلې وه چې دمرکې نه وروسته مې لاښه وپيژنده چې دزړه نه پرې وياړمې کاوه اوريدلې مې ده چې دوخت مشهورې څيهرونه يوه هم  ارواښاده غوټۍ خاورې وه چې دپښتنو په فرهنګي غونډوکې دميرمنو برخه مشهوره وه اغلې کبرا مظهري ملورو، محبوبه حقوق مل، ارواښاده مستوره شال، زرغونه رشتين ،صفيه صديقي ،غوټۍ خاورې او پروين ملال هغه پيژندل شوې ښځينه ليکوالې وې چې دهر ادبي محفل يو ميز يا يوه څنډه به پر دوی ښکلی وه، ځکه خو دوې دوخت مشهورې څهيرې وې اوځنې لاهم ژوندي دي اوږدعمراوښه صحت ورته غواړمه

 

 دمرحومې غوټۍ خاورې مړينه دافغانستان ښځينه ادبياتو ډگرکې ستره ضايع ده  غوټۍ خاورې په تيرو درې څلورو لسيزو کې دافغانستان په رسنيو او علمي ، فرهنګي کړيو کې د ګوتو په شمير فعالو قلموالو ميرمنو او ليکوالو څخه وه. ارواښادې غوټۍ خاورې د پښتو فکلوریک ادب په برخه کې څېړنې کړي دي چې په همدې برخه کې يې    ۶ غوره اثار خپاره کړي او یو بل یې لا هم د خپرېدو لار څاري ميرمن غوټۍ خاورې په هغه عمرکې نه وه چې مړه شي خودالله (ج) دامرنه سرکشي نه شوکولې څه چې دالله رضاوه هغه دنيا دې الله ورته گل اوگلزارکړي داغلې خاورې څخه لاندې اثارمونږته پاتې ده     1. د پښتو شفاهي ادبیات-بڼه او مضمون د ۱۳۶۶ کال چاپ.  ۲:د پښتني فوکلور جامع کتابښود.  ۳: د ننګرهار نکلونه.  ۴:پښتو لنډۍ له یوې څيرنیزې سریزې سره.  5:په پښتو شفاهي ادبیاتو کې د ښځې د ټونیز دريځ انعکاس. ۶:کجاوي د لنډو کیسو ټولګه.  ۷:غوټۍ، د مقالو او خورو ورو ليکنو مجموعه.   روح يې ښاده او ياديې تلپاتې 

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته