سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408846

د ماشومانو احساسات


2012/08/02

د ماشومانو احساسات يوه ورځ ماسپښين مهالې کور ته له دفتر نه لږ وختي راغلم او کور ته له رارسېدو سره مې خپل کشر ورور په ژړا وليد، د ژړا لامل مې يې وپوښت، خو داسې له ده مې تر پوښتنو اښتنو وروسته هېڅ ترا يا واضح ځواب مې ونه موند. خپله په دې لټه کې شوم، چې ولې ماشوم ژاړي، تر ډېرې څېړنې وروسته پوه شوم، چې ماشوم د مرغۍ د بچي د راغورځېدو لامله ژاړي او همدارنګه د ژړا پر مهال وخت ناوخت په څنګزن ډول د مرغکۍ ځالې ته ورګوي، دا ځاله زموږ په کور کې دننه په يوه ونه کې ده او د ساعت تېرۍ پر مهال یې توپ وار کړی او له هاغې ځالې د مرغکۍ بچی رالوېدلی او دی فکر کوي، چې هغه مړ شوی او زما ورور يې د وژلو اصلي لامل ځان ګڼي. کله چې د مرغۍ د بچي خوا ته ورغلم او ومې ليدل، چې لا ورکې ساه شته او يوازې يې ضربه ليدلې او لاندې پروت دی، ورغږ مې کړ چې دا دی د مرغۍ بچی ژوندی دی، له دې خبرې سره مې د خپل کشر ورور په څېره کې يو ډول بدلون وليد او احساس مې کړ، خو لا هم هغه ژړل، ځکه چې هغه فکر نه کاوه، چې د مرغۍ بچی دې ژوندی وي، د مرغۍ بچی یې خپله ليدلی دی، چې پرځمکه راوغورځېد او شټلکې يې وهلې او د هغه وړوکی او سپېڅلی زړه دا نه شي منلی، چې یو بېګناه او بې ژبې حیوان دې ووژل شي. کله مې چې د مرغۍ بچی بېرته خپلې ځالې ته پورته کړ او په ډېرې مينې مې له خپل ورور نه وپوښتل چې آيا تا د هغه د رالوېدو يا وژل کېدو په اړه د ګناه احساس کاوه، د سر په ښورولو يې راته د هو ځواب راکړ او په سلګو سلګو يې ځان زما خوا ته رانږدې کړ، ما هم تر هغې په غېږ کې ونيو، چې غلی شو. له دې سره مې وکړای شول، چې هغه ته په ناخوداګاه يا څان ناخبري ډول باندې دا ور زده کړم، چې د ونې يا بلې خوا ته چې د وراني امکان لري د توپ ویشتل ښه کار نه دی او بايد د توپ وارولو نه دمخه هغه ځای وليدل شي، چې هلته خو به څوک نه وي او کوم ورانی خو به نه پېښوی. دا وخت دی، چې د ماشوم د احساساتو په اړه باید فکر وکړو، هغوی هم خپل احساسات لري او که لږ فکر وکړو، موږ به د هغوی د احساساتو د درک کولو سره سره هغوی ته دا هم ورزده کړي وي، چې هغوی هم ځينې مسؤليتونه لري او د مسؤليت منلو قوه به مو په ماشوم کې پياوړې کړې وي. په ماشوم کې د ګناه احساس د هغه د مسؤليت منلو د زده کړې لپاره يو فرصت دی. د ماشوم د خطا يا تېروتنې او يا هم غلطۍ په اړه د مور او پلار عکس العملونه کولای شي، چې د ماشوم په وجدان، د سمې يا ناسمې يادګيرۍ په وړتيا، ټولنې سره د مينې يا لېوالتيا او مسؤليت منلو په برخه کې منفي يا مثبت اغېز ولري. هغه ماشومان، چې کولای شی او يا هم اجازه لري خپل احساسات درک کړي او ورسره دا احساس هم وکړي، چې مور او پلار يې ورسره مرسته کوي، ترڅو خپل احساسات وپېژني او له هغوی څخه زده کړه وکړي يا درس واخلي؛ هغوی کولای شي، چې د ژوند ټولو مسايلو ته د مسؤلانه ځواب ويلو او رفتار کولو مهارت زده کړي. که د ماشومانو احساسات ورټل شي او هغوی ته ورخت ورنکړل شي، چې خپل احساسات وپېژني؛ نو هغوی د بېلابېلو لارو او غلطو کړنو په ترسره کولو سره خپل احساسات بيانوي. ځينې هغه لارې چارې، چې مور او پلار يې په نا خبري توګه د خپل ماشوم د احساساتو د خپک کولو لپاره کوي:1.ساتنه: (زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې د مرغۍ بچی الوتی دی او هېڅ يې په اړه اندېښنه مه کوه.)
2. رټل: ( ديوې مياشتې لپاره نور د لوبو کولو څخه محروم يې)3.د مسلې حل: ( ولې خوښ نه يې؟ موږ دا دی دباندې ځو، چې خريداري وکړو، نور نو د هغه په اړه فکر مه کوه).4.اخلاقي پايله اخیستل يا درس اخيستل: (تا غوندې ښه هلک څنګه کولای شی، چې داسې بې مسؤليته اوسي! کله خو چې زه ستاسې په منګ يا عمر وم ما هېڅکله هم داسې کار نه کاوه او د لوبو پر مهال يا توپ غورځولو يا وارولو پر مهال مې اخوا دېخوا کتل او ځان مې ډاډمن کاوه تر هغه وروسته مې بيا توپ واروه.)5.انکار: (نور نو د ګناه احساس مه کوه، ته ملامت نه وې!)6.سپکاوی: (زه هېڅ باور نه کوم، چې ته داسې کار وکړې تا ولې داسې کار وکړ، ته باید وشرمېږې، زه به دې ملګرو ته ووایم، چې تا داسې کار وکړ، چې بیا داسې کار تکرار نه کړې. )7.ترحم يا زړه سوی: (اې ګرانه، هغه مرغۍ ملامته وه، چې هلته په ونه کې يې ځاله کړې وه، هغې بايد هلته ځاله نه وای کړې.)8.وينا کول: (اوس نو بايد په خپل کار کې هر وخت دقت وکړې او له تا غواړم، چې تل د يوه کار دترسره کولو دمخه بايد فکر وکړې او وګورې، چې....)د ماشومانو د احساساتو د خپک کولو يو څو نمونې وې. کله چې موږ غواړو، خپلو ماشومانو ته د درس ترڅنګ نور څه هم ورزده کړو، کېدای شي ځينې وخت مختلفې پايلې ولري. د دې پر ځای چې ماشوم له خپلې تېروتنې زده کړه وکړي ډېری وخت دېته پام کوی، چې موږ څومره بې انصافه يو او يا هم څومره بد يو. که غواړو، چې زموږ ماشومان له خپلو تېروتنو څخه يو څه زده کړي؛ بايد لومړی د هغوی له احساساتو خبرې وکړو او ځان ورباندې پوه کړو او ورپسې يې بيا د موقيعت یا ځای سره سم درک کړو او ورنه ګټنه وکړو. د ماشومانو د احساساتو د ملاتړ ځينې لارې چارې: 1. همدردي يا خواخوږي: (زه ستا احساسات درکوم، ما هم پخوا همداسې احساس کاوه.)2.احساساتو ته اعتبار ورکول: (دا ستاسې حق دی، چې داسې احساس ولرې، که داسې کار له ماسره هم شوی وای؛ نو کېدای شي ما هم همداسې احساس لرلای.)
3. د احساساتو پېژندنه: (آيا د ناآرامۍ احساس کوې؟)4.غوږ نيول يا اورېدل: د ماشوم سترګو ته وګورئ او هر هغه څه چې هغه وايي وايې اورئ، داسې لکه چې يو ډېر نږدې ملګری مو درسره خبرې کوي. (زه درته غوږ يم، مينه لرم، پوه شم، چې تاسې څه واياست)
5. ځيرکي: (جالبه خبره ده، زه غواړم د هغې پېښې په اړه ستاسې د احساس په اړه نور هم پوه شم.)
6. د احساساتو تصديق: (ته رښتيا هم ناآرامه ښکارې او يا زه پوهېږم، چې څومره عصباني ښکارې يا يې.)
7. د احساساتو د بيان لپاره بلنه: (زه غواړم نور هم پوه شم، چې څه حال لرې او څه احساس لرې.)کله مو چې د ماشوم د احساساتو تصديق وکړ، هغه ته دا احساس وربښئ، چې تاسې ورسره ډېرې نږدې اړيکې لرئ. دا وخت درته له خپل ماشوم سره د اړيکو جوړولو يا نږدې کېدلو او يا هم نږدې احساس لرلو لپاره يو هېښنده فرصت درکوي او همدا وخت به تاسې احساس وکړئ، چې د يو او بل خبرو ته غوږ ياست او د يو او بل خبرې په ډېر غور سره اورئ. که مو له دې لارې وکولای شول، چې له خپل ماشوم سره نږدې اړيکې جوړې کړئ اويا نږدې اړيکې ولرئ؛ نو د خپل ماشوم په افکارو او احساساتو به مو تر ډېره اغېز لرلای وي او حتا هغوی به له تاسې څخه د خپل ژوندانه په ډېرو برخو کې مشوره اخلي او درنه به يې په اړه پوښتي، چې بايد تاسې يې هم په ډېرې مينې ورځواب کړئ. د ماشوم د ښې روزنې په موخه مې يو څو لارښوونې او تجربې درسره شريکې کړې، کېدای شي ډېرې نورې لارې وي، چې لامله یې کولای شو، د خپلو ماشونو احساسات درک کړو او د هغوی په سالمه روزنه کې مو خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې وي.

رفيع الله ستانکزی

بېرته شاته