سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426721

غزل


2010/03/07

شمې دواړه  يـــوو رازدار ه  

ته هــــم ژاړه  زه هـــم ژاړم  

د چا  يــــاد کـــې ترسهاره    

 ته هــــم ژاړه   زه هــــم ژاړم  

چې د سترګو په  چينوکې

 مې يوڅاڅکی نم پرېنږدې 

را په   غــاړه  شـه  سېتاره 

ته هــــم ژاړه  زه هــــم ژاړم    

دا  زما  په زړه  هم ستا په

 شان يادګاردی ليکل شوی 

د ګــــودر  د  ســــر چناره       

 ته هــــم ژاړه زه هــــم ژاړم 

توتکـۍ  درته  را نه  غلې 

نــــه دې   وسپــړل  ګلونه 

په  لمبو  کـې  وريت  بهاره    

 ته هــــم ژاړه   زه هــــم ژاړم 

چې ګلزار دې لـه طوطيانو

 نه  کــارغانـــو دی  نـيولی 

د اټک  نــــصيبه  خــواره    

ته هــــم ژاړه زه هـــم ژاړم

اټک يوسفزی

بېرته شاته