سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9827
ټول لیدونکې
1357861

ځوانان همدا (نن) باید (علم) ته مخه کړي!


2012/07/04

ځوانان همدا (نن) باید (علم) ته مخه کړي که په قرآن کریم کې د کهف (غار) سورت ته په ځېر سره وګورو د غار د څښتنانو په کیسه کې د ځینو ځانګړو خاصیتونو ذکر شوی لکه ایمان، هدایت، رحمت، صبر، له شرک څخه بیزارۍ، دور اندیشي، فراست، سیاست او عقلانیت. په دغه کیسه کې د حضرت موسی علیه السلام او خضر علیه السلام په ملګرتیا او د کشتۍ د سوري کولو، د کوچني ماشوم د وژلو او د کوږ دیوال پرته له مزد سمولو په اړه د موسی علیه السلام پوښتنې او تشویشونه موږ ته د حضرت خضر علیه السلام سیاسي او علمي تدبر او درایت را په ګوته کوي. اما دسیاسي تدبر او عقلانیت لپاره (علم) ته ډېر زیات ضرورت دی. الله جل جلاله خپل پیغمبر موسی علیه السلام ته دخضرعلیه السلام د ټولو کارونو تر شاه د (علم) اهمیت ورپه ګوته کړ. الله جل جلاله چې کله ملایکو او پېریانو ته امر وکړ او ملایکو د انسان د خلافت په اړه په دې سبب تشویش څرګند کړ چې دوی به پر ځمکه کې فساد کوي او وینه به تویوي او موږ بې ګناه او داسي مخلوق یو چې ستا ذکر او تسبیح وایو. الله جل جلاله ورته وفرمایل: چې زه پر هغه څه (علم) لرم چې تاسو یې نلرۍ او آدم علیه السلام ته مې دهغو شیانو (علم) ورکړیدی چې تاسو یې نلرۍ. د طالوت د رهبریت لپاره هم د (علم) او د (جسم د سلامتیا) ځانګړتیا باندی استناد وشو او لومړۍ وحي، اخرني پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته هم په (ولوله) پیل شویده. د غار د څښتنانو په کیسه کې هم بنیادي درسونه او عبرتونه د (علم) د اهمیت په اړه دي لکه: ۱.علم زده کول او په هغه څه چې نه پوهیږو د علم له څښتنانو څخه پوښتنه کول لازمي دي حتی د یوه رهبر او مشر لپاره هم. دهمدې په خاطر موسی علیه السلام له خپل شاګرد یوشع علیه السلام سره د خضر علیه السلام د شاګردۍ او زده کړې لپاره الله جل جلاله موظف کړل. ۲. په علم مغروره کېدل نه دي په کار کنه د خضر علیه السلام د کارونو په اړه چې د الله تعالی په امر یې سرته رسول د موسی علیه السلام تشویشونه او دهغو ټولو کړنو چې ظاهرا بدي ښکارېده د خضر له خوا ورته د هغوی دحکمت له بیانولو څخه وروسته نوموړی قانع کړ. ۳. په یوه رهبر، مشر او عالم فورا انتقاد نه دی په کار، ځکه چې عالم رهبر تر هرچا زیات د ټولنې د ناخوالو په اړه حساس وي او ټولنې ته ورپيښ تهدیدونه اټکلولای شي. دمشرانو او عالمانو سیاستوالو د کړنو په اړه باید دقیقه څېړنه وشي، ترڅو د هغوۍ په حکمت پوهه شو. ۴. د سیاست او عقلانیت د مشرتابه له لارې د ټولنې د رهبري کولو لپاره، د (علم) زده کول حتمي دي. څرنګه چې په سیاسي نظام کې دولس ګډون یوازې ددوی حق نه، بلکې شرعي دنده ده نو: ځوانان همدا نن باید د (توري او ټوپک) پر ځای (قلم او کتاب) ته مخه کړي ځوانان همدا نن باید د (وینو تویولو) پر ځای (خولو تویولو) ته مخه کړي ځوانان همدا نن باید د ( سنګر) پر ځای (پوهنتون) ته مخه کړي. ځوانان همدا نن باید د (احساساتو) پر ځای (عقلانیت) ته مخه کړي. ځوانان همدا نن باید د (ناپوهۍ) پر ځای (پوهې) ته مخه کړي. ځوانان همدا نن باید د (جنګ) پر ځای (سیاست) ته مخه کړي ځوانان همدا نن باید د (وژلو) پر ځای (ژوند ورکولو) ته مخه کړي. ځوانان همدا نن باید د (بل د مدرسې او منبر) پر ځای (خپل منبر او مدرسې) ته مخه کړي. پورته کارونه هغه وخت امکان لري چې زموږ ځوانان همدا (نن) علم ته مخه کړي ځکه د علم زده کول نه یوازې یو حق، بلکې یوه شرعي دنده هم ده. هغه ولسونه او قومونه به کله هم بری و نه مومي چې تل په ماضي او مستقبل کې نښتي وي او (نن) یې له یاده ویستلي وي، ځکه همدا (نن) زموږ ماضي او مستقبل هم ټاکي! البته هغو ځوانانو چې د قلم او کتاب ، خولو تویولو، پوهنتون، عقلانیت، پوهې، سیاست، فراست، ژوند ورکولو او د منبر او مدرسې لاره نیولې ده، هم دخپلې کورنۍ، کلی، ولسوالۍ او هېواد په درد خوړل شوي او هم یې خپل نن جوړ کړې دی.
 

محمد حلیم فدایي

بېرته شاته