سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088426

د جانان په هکله ټپې-----راټولونکی ولايت خان ځدران


2012/17/06

د جانان په هکله ټپې
 جانان لکه ځنګه یې چې نوم خوږ لږي همداسې د شاتو په شان خوږ دی
د جانان د نوم په اوریدلو سره مین زړونه بې واره شي او په ګُګل کې لکه
 
د تاند سرلی یو خوا او بل خوا ټوپونه وهي او په همدې ناقرارۍ کې په خپل
ټول توان سره د اوجود په رګ رګ کې د جانان نوم بهوي او دا چې زړه د ټول
 
اوجود بادشاه دی همدا بادشاه بیا د سترګو په لښکرو د تیارسئ غږ وکړي
او غواږونو ته هم د څک کیدو امر وکړي تر څو د جانان غږ او لیدل ورځنې
 
قضا نه شي ٬ زړونه به پریږدو چې د جانان د راتلو لارې څاري مونږ به په  
جانان مې ځي نه پاتې کیږي *** زما نه غواړي د سرکو شونډو سرونه
 
جانان په هیڅ نه راضا کیږي *** د دروغجن مُلا د ورک شي تعویزونه
جانان مې لاړو اسماني شو *** اسمان چې مڅکې ته راځي قیامت به وینه
 
جانان زما زه د جانان یم *** که په بازار مـــې خرځوي ورســــره ځمـــه
جانان په ټوکـــــــو نه پوهیږي *** په تورو ذلــــفو مې واهه مرور شونه
 
جانانه ډیر را باندې ګــــــران يې *** چې ته راوان وې زه د شمارم قدمونه
جانان به لــــــــــرې له ما نه ځي *** که یې د زړه وليې زما له باغه وینه
 
جانان زما نه مرور دی *** په څه خــــــــبره به په خولا راســـــــره شینه
په سیــنه یو لـــــونګ ځایږي *** زه لــــونګین او جانان دواړه ځایه ومه
 
ما له وړوکي جانان ځار کړې *** یو خوښایسته دی بل زما په راضا ځینه
پریږده چې خړ سیلاب مې یوسي *** په لامبوزن جانان مې ډیره نازیدمه

راټولونکی ولايت خان ځدران

بېرته شاته