سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408867

دبچيانوپه منځ کي عدل اومساوات


2012/16/07

دبچيانوپه منځ کي عدل اومساوات زمونږاسلافودې نکتې ته په پوره پام سره دخپلوبچیانوپه منځ کي دعدل اومساوات چلندکاوه،تردې ځایه چي دهغوئ په مچولوکي به یې هم دعدل خیال ساته،ترڅوچي درسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دامراطاعت شوی وي، لکه چي رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دزوئ اولورپه منځ کي دمچولوپه هکله دعدل اومساوات ساتلوته پام لرنه کړې ده. لکه څرنګه چي امام بیهقي رحمة الله تعالی علیه له حضرت انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کوي چي:”یوسړی دنبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په مجلس کي ناست ووچي زوئ یې راغلی نوهغه یې مچ کړ اوپه غیږ کي یې کښېناوه،بیالور راغله نوهغه یې خپل څنګ ته کښېنوله(ددې په لیدلوسره)رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل ”تاد دوئ په منځ کي عدل ونه کړ.“ امام طاؤوس رحمة الله تعالی علیه وايي چي: ” داکار روانه ده،هغه که سوې ډوډۍ هم وي،ابن المبارک رحمة الله تعالی علیه هم په همدې نظرده،امام مجاهدرحمة الله تعالی علیه اوعروة رحمة الله تعالی علیه هم همدامعنی نقلوي. “ (تحقیق القضیة في الفرق بین الرشوة والهدية:ص:218) ایادټولې زمکې پرسرداسي یوه روزنیزه (تربیتي)اداره شته چي هغه دبچیانودمچولواهغه په غیږاواړخ کي دکښېنول په اړه هم دعدل اومساوات لارښوونه ورکوي؟ دایوازي دنبوت ډېوه ده چي هلته داسي روزنه ترلاسه کیږي. ډېرځله دبچیانوترمنځ جنګ جګړه پیښیږي نوپه داسي وخت کي له حسداوکینې څخه دهغوئ دلیري ساتلوپه خاطر دهغوئ په منځ کي عدل اومساوات کول اودحق خبرې ثابتول اودغلطې هغې باطلول ضروري وي. وګورئ ! رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم د داسي دوو ماشومانو چي په خپلوکي سره جنګيدو په منځ کي توپیروکړاو دهغوئ یې وپوهول اودهغوئ مشرانوته یې په بیلابیلوطریقودظلم دمخنیوي لارښوونه وکړه،ځکه چي کله ظلم له منځه لاړشي نوځای یې پخپله عدل نیسي. لکه چي امام مسلم رحمة الله تعالی علیه له جابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت نقلوي چي هغه وفرمایل: ”دوه هلکانوپه خپلوکي سره جګړه وکړه،یوهلک له مجاهرینوڅخه وو اودوهم له انصارو،مهاجرهلک چیغه کړه چي مهاجرو!زماکومک ته راشئ، او انصاري هم چیغه کړۀ چي انصارو! زماکومک وکړئ،په دې وخت کي نبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم بهرتشریف راوړی او وه یې فرمایل چي ”دا څه پېښه ده،دجاهلیت دوخت غوندي اوازونه! “ صحابه کرامورضي الله تعالی عنهم عرض وکړ:یارسول الله ! داسي خبره نده،بلکه دوه هلکانو په خپلوکي سره جکړه کړې،یوه هغه بل پرکوناټیووهلی ده،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي : ” دویرې څه خبره نه ده،سړي ته پکارده چي دخپل ورورکومک وکړي،هغه که ظالم وي که مظلوم،که ظالم وي نوهغه له ظلم څخه منعه کړي،چي دا دهغه سره کومک ده،اوکه مظلوم وي نودهغه سره کومک وکړي.“ ماشومان چي کله په خپلوکي سره جګړه کوي نودهغوئ په منځ کي فرق کول هم عدل بلل کیږي؛ځکه هرو مروپه هغوئ کي یوظالم اوبل مظلوم وي،په دې وجه امام ترمذي رحمة الله تعالی علیه فرمايي چي(یوه ورځ)ماابوعبدالله(احمدبن حبنل رحمة الله تعالی علیه)ولیدچي دمکتب دماشومان په ځنګ کي تېریدی،دهغوئ خ سره جنګړه وه،نوهغه یې په مینځ کي فرق وکړ (چي داظالم او دامظلوم دی).(الآدب الشریعة والمنح المرعیة:1\182) په آخرکي مونږانصاف کوونکوموراوپلار او روزونکوته په دنیاکي دروزنې موخو(اهدافو)دلاس ته راوړنې ترڅنګ دقیامت په ورځ داخروي اجراوثواب زېری هم ور او رووو،چي هغوته به دنورمنبرورکول کیږي،الله تعالی دې مونږټول له دغه خلګوڅخه وګرزوي اودعدل اوانصاف پربنسټونومودې قائم پاته کېدوتوفیق راپه برخه کړي. لکه چي امام مسلم رحمة الله تعالی علیه له عبدالله بن عمربن العاص رضی الله تعالی عنه څخه روایت کوي چي هغه وفرمایل چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ”دالله تعالی په وړاندي به انصاف کوونکي دنورپرمنبرونوناست ځلیږي،چي په خپلوحکمونواوپه خپل اهل اوعیال اونورو کارونوکي به یې له عدل اوانصاف څخه کاراخیستيی.

مولوي اطیب

بېرته شاته