سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360947

دبچيانوپه منځ کي عدل اومساوات: (1)


2012/16/07

دبچيانوپه منځ کي عدل اومساوات: (1)   دموراوپلارلپاره داولاددروزنې په بنسټیزواصولوکي درېیم اصل دبچیانوپه منځ کي عدل اومساوات ساتل ده،همداڅه داولادپه نیک خویي اوفرمان برداري کي ستررول لري.زمونږدپاره په دې ځان پوه کول پکارده چي دماشوم یوازي داشعوراوخیال چي ګواکي دهغه له موراوپلارڅخه یودهغه دیوه ورورخواته ډېرفام کوي اودهغه ډېرعزت کوي،داماشوم بدمزاجه اوبدخویه کوي،اوپلاربیادهغه مقابله نشي کولای،اودحسدپربنابیاموراوپلاردهغه مخنیوی هم نشي کولای،لکه څنګه چي دیوسف علیه السلام دورڼوحال ده،چي کله هغوئ ولیدل چي ددوئ پلار دزړۀ میلان دیوسف علیه السلام خواته ده،نوهغوئ پرخپل پلاردغلط چلن تورولګاوه، لکه چي ارشاد ده: إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ (8) سورة يوسف”(یاده کړه)هغه وخت چي وویل دغو(لسووروڼویوبل ته)خامخایوسف او وروریې(بنیامین)ډېرګران دی پلارزمونږځني حال داچي مونږډله یوقوتناکه(دمینې وړ)،بېشکه پلارزمونږخامخاپه خطاښکاره کښي دی“.دیوسف علیه السلام دوروڼوددې خیال پایله(نتېجه) داشوه چي هغوئ دخپل پلاراو ورور په حق کي یوناخوښه عمل ترسره کړ،لکه چي ارشاد ده :اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضاً يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْماً صَالِحِينَ (9) قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ (10) سورة يوسف” (نوپردغه خبره یې سره تړون وکړ)ووژنئ یوسف یاوغورځوئ تاسي هغه په کومې ځمکې(لري)کښي چي وزګار(اوخالص)شي تاسی ته مخ(دتوجه)دپلارستاسي،اوشئ به تاسي ورورسته له دې(کار)یوقوم صالحان.وویل یوه ویونکي له دوئ څخه چي مه وژنئ یوسف(چي لویه ګناه ده)او(بلکه)وغورځوئ تاسي هغه په تیاره بېخ دګمنامي کوهي کښي چي وایې خلي ځیني تېرېدونکي(دلارې چي کوم لري ملک ته یې یوسي)که یئ تاسي کوونکي(د دې بېلتون) “.وروڼوخودخپل کوچني نابالغ ورور په خلاف داسي ټرون وکړ،حال داده چي هغه معصوم اوبې ګناه وو،یوازي خبره داوه چي دهغه پلار د نورو ورڼوپه پرتله له هغه دمینې زیات اظهارکاوه،داخبره دورڼودپاره دحسداوچل کولوذریعه جوړه شوه،له دې څخه معلومه شوه چي ترهغوپوري چي موراوپلاردبچیانوپه منځ کښي په مادي امعنوي دواړو وجو دعدل اوبرابري ونه ساتي ترهغه پوري پربچیانوباندي دهغوئ نصيحت اولارښوونې اغېزناک اوګټور نشي کېدلای،ځکه نوهغوته پکارده چي دخپلوپچیانوپه مخ کي دکوم یوه خواته دزړۀ دمینې ښکاروندیي ونکړي.په دې لړ کي رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په یوه حدیث مبارک کي داواضحه کړې ده لکه چي شیخین رحمهما الله(امام بخاري اوامام مسلم)نه نعمان بن بسیررضی الله تعالی عنه څخه نقل کړی ده چي هغه وايي چي دهغه موراوپلاردی نبي علیه الصلاة والسلام ته ور وستی اوهغه صلی الله تعالی علیه وسلم ته یې عرض وکړچي ماپه ځانګړي ډول دغه زوئ ته یوه ورکړه(عطیه) ،کړې ده،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم پوښتنه وکړه چي” ایاټولوبچیانوته دغه ډول ورکړه،کړې ده“ هغه وویل چي”نه“،هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي:”ما،ته ،دناانصافي پرخبره باندي شاهد مه نیسه”بیاهغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل” ایاته داخوښوې چي هغه په فرمانبرداري کښي برابري غوره کړي “؟هغوئ وویل چي ولي نه،رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل” بیاداسي مه کوئ. “دمسلم شریف په روایت کي دا الفاظ دي: ” ایاتاله خپلو ټولوبچیانوسره همدا سلوک کړی دی؟ “ هغوئ وویل:نه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل :له خدايه و ویږئ اودخپل اولادپه منځ کي دعدل اوانصاف چلن کوئ. “تردې وروسته زماپلارواپس راغلی.امام احمد،امام ابوداؤد،امام نسائي اوامام ابن حبان رحمة الله علیهم دنعمان بن بشیررضی الله عنه حدیث نقل کړی ده چي هغه فرمایي چي رسو ل الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ”دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ، دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ، دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ. “(سلسلة الاحاديث الصحیحة،رقم:1249)شيخ عبد الغني نابلسي رحمة الله علیه ددې احادیثو په تشریح کي لیکی: ”ددې مبارکواحادیثوتوجیه داده چي داولادپه منځ کي عدل اوانصاف نه کول حرام ده،پرته له دې دبچیانوپه معاملوکښي دهغوئ په منځ کښي فرق کول داسي څه دي چي په وجه یې دهغوئ په منځ کي عداوت،کینه،اوبغض پیداکیږ ي اودا د اړیکودختمېدلو(قطع رحمي) لامل کیږي. “(تحقیق القضیة فی الفرق بین الرشوة والهدیة :217).(پاته بیا إن شاءالله تعالی)(ترجمه :منهج التربیة النبویة للطفل)

مولوي الطیب

بېرته شاته