سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1290083

غزل----مشکور


2012/31/07

غزلزه دې کړم دوکه تا شرارت وکه
دا دې څنګه مينه محبت وکه
ماته غمازانو لارې ونيوې
تاته رقيبانو شيطانت وکه ما خو ته ستايلی يې په هر ځای کې
تا زما وهر کس ته غيبت وکه ستا د تورو سترګو په خاطر ګله
ما ستا د سګانو هم عزت وکه
 
ستا په جفاګانوزما څه پروا
 تاخومحبت ته خيانت وکه
 
ته مې کړې معبود مشکور بنده شوم ستا
تا ته مې ټول عمر عبادت وکه  
 
 

مشکور

بېرته شاته