سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088234

اولاد روزنه


2012/30/08

اولاد روزنه


قاطعيت او جديت

د نورو ټولو هغو اصولو ترڅنګ چې له ماشوم او يا تنکي ځوان سره انساني اړيکې جوړوي يو ډېر مهم اصل قاطعيت او جديت دی. ډېری مور او پلار يا قاطع دي او یا ډېر مهربان، په داسې حال کې چې ډېر لږ يې په يو وخت کې هم قاطع دي او هم مهربان. ستاسې د غږ ټُن دی، چې د ماشوم په اړه ستاسې اصليت يانې قاطعيت او یا مهربانېدل ښيي.

داسې فکر ونه کړﺉ، چې جديت د تاوتريخوالي يا سخت ګيرۍ په مانا دی او يا یې زه دلته په يوه مانا کاروم، بلکې قاطعيت او جديت ستاسې کړنو پورې اړه لري. له قاطعيت او جديت څخه موخه دا ده، چې ستاسې او ستاسې د ماشومانو ترمنځ ځينې اصول دي او هغه باید مراعات شي؛ د بېلګې په ډول:  په پلار د اولاد حقونه او په اولاد د پلار حقونه بايد په دوه اړخیز ډول وپالل شي او د دواړو خواوو څخه يې بايد سمه څارنه او اداينه وشي، یانې تاسې بايد مهربان او ځيرک اوسﺉ، خو ترڅنګ یې قاطعيت او جديت هم هېر نه کړﺉ.

 کله چې تاسې ته ويل کېږي، چې له خپلو اولادونو سره ملګري اوسﺉ، دا په دې مانا نه ده، چې له هغوی سره جدي مه اوسﺉ او هغوی دې ستاسې له دوستۍ نه ناوړه ګټه واخلي، لکه څنګه چې حميد بابا وايي:

 

نازولی زوی نه اخلي ادب    --- او د سيوري نخل نه نيسي رطب

او یا دا هم:

په خوله قهر په زړه مهر زوی ته بويه .............................

 

ماشوم بايد پوه شي، چې بې له قيد او شرط څخه د بشپړې آزادۍ څښتن نه دی او په هغو برخو کې یې چې مور او پلار ورته مشخص کړي بايد پام وکړي، ځکه چې مور او پلار یې له هغو کارونو منع کړي او دوی هم دا بايد په پام کې ونيسي، چې هغه کار ترسره نه کړي او دا پوهه هم لري، چې مور او پلار مو راسره په دې برخه کې جدي او قاطع دي. تاسې کولای شﺉ، چې له وهلو پرته د خپل غږ په لوړولو او يا هم د خپلې څېرې په بدلولو سره ماشوم ته وښاياست، چې ستاسې له کړنو خوښ نه يو؛ نو د همدې لپاره وايم، چې د ماشوم سره د اړيکو د ساتلو لپاره بايد خپل حد او اصل مشخص کړو، قاطع اوسﺉ او په جديت سره هغوی وپوهوﺉ، چې تاسې له هغوی څخه څه تمه لرﺉ. 
 
 خپلواکي

د ښوونې او روزنې اصلي موخه د ماشوم خپلواک روزل دي، ځکه چې ماشوم په لومړيو کې کمزوری او اړ ترين موجود دی. د مور او پلار روزنه هم د همدې لپاره ده، چې ماشوم بايد په خپلو پښو ولاړ انسان شي او د اړمنۍ تارونه يې پرېکړای شي، ترڅو خپلواک او آزاد ژوند وکړي.  

تر ټولو غوره او ښه انساني اړيکه داده، چې بايد همدې اصل ته پاملرنه وکړو او د ماشوم د خپلواکۍ ټول وسایل او امکانات برابر کړو، د بېلګې په دول: هغه ماشوم چې غواړي خپله خپل خواړه وخوري او يا خپله منډې ووهي او په خپلو پښو ولاړ شي، ځينې ميندې يا پلرونه هغوی ورته نه پرېږدي او هغوی په غېږ کې اخلي، هغوی ته ډوډۍ ورکوي، کله چې ماشوم هم خپله خواړه خوړای شي او خوري یې او يا په خپلو پښو تګ خوښول غواړي، نو دا ګناه ده، چې ماشوم اړ کړﺉ ترڅو ستاسې په غېږ کې وي او يا ستاسې له لاسه بايد ډوډۍ وخوري.

هغه مور او پلار، چې د خپلو اولادونو ټول کارونه په خپله ترسره کوي او هغوی هېڅ کار کولو ته نه پرېږدي، په اصل کې هغوی له خپل ماشوم څخه خپلواکي اخلي او هغوی اړمن روزي، چې په پای کې بیا د دې ټولو مسؤليت د مور او پلار په غاړه راځي، ځکه هغه خپلې خپلواکۍ ته نه پرېږدي او بلواک یې روزي، چې په راتلونکي ژوند کې ورته ستونزې جوړوي او د پرمختګ مخه یې ډب کوي، د مرستې پرځای به مو ورته عمري ستونزه جوړه کړې وي.

خو هغه مور او پلار، چې خپلو ماشومان پرېږدي، د نورو مخ کې خبرې وکړي، په خپله خوراک وکړي، په خپله په خپلو پښو تګ وکړي، د هغوی له خپلواکېدو سره مرسته کوي او هغوی په راتلونکي ژوند کې په خپل نفس اعتماد او باور کوي. مشران بايد د کشرانو د هر کار ترسره کولو لپاره مخکښ نه اوسي، دوی بايد ماشومان پرېږدي، چې په خپله دا تجربه وکړي، حتا تر هغه یې چې ځان ته زيان نه رسېږي بايد ماشوم ازاد او خپلواک او خپلخوښی پرېښوول چې خپلې ستونزې خپله حل کړي.
د بېلګې په ډول: زموږ ټولنه کې معمولاً ډېری ماشومان خپل کتابونه په سم ځای کې نه ږدي او د ښوونځي له راتګ وروسته یې یو ځای غورځوي، سبا سهار یې بیا پوښتنه کوي، داسې وخت کې باید موږ ورته کتابونه پيدا نه کړو، هغوی ته ووايو، چې ويې ګوره او خپل کتابونه پيدا کړه. موږ بايد ماشوم پرېږدو، چې خپله الوتنه وکړي، نه دا چې د هغه وزرونه ورته پرې کړو.
نو د همدې امله د ماشوم او تنکي ځوان د ښوونې او روزنې اصلي موخه همدا خپلواک جوړول دي او په دې نړۍ کې یې د ژوند کولو په پار تيارول دي.


 مينه

تاسې خپلو ماشومانو ته څنګه ښيي، چې له هغوی سره مينه لرﺉ؟ هغوی بايد پوه شي، چې تاسې ورسره مينه لرﺉ او همدا مينه ده، چې هغه ته ډاډ او ځواکمنتيا ور په برخه کوي، ترڅو په دې نړۍ کې ښه او بريالۍ ژوند ولري.

له مينې ډکه خندا او يا موسکا کولای شي معجزې وزېږوي او ناشوني کارونه شوني کړي او د ماشوم کړنو ته په سم لوري يون ور په برخه کړي. مور او پلار بايد په وړ او مساويانه ډول له خپلو اولادونو سره مينه وکړي.

مينه کول او مهربانه اوسېدل د ځواکمنتيا اغېزمنه او سمه وسيله ده، خو بايد په پام کې ونيول شي، چې څومره، څنګه او چېرې له دې وسيلې کار واخیستل شي، ښکاره خبره ده، چې د هر عمر ماشوم سره بايد بېلابېله رويه وکړو. که ماشوم د ودې پر مهال مينه ترلاسه کړي، هغه به هم له نورو سره مينه کوي، بيا هم يادونه کوم، چې په مينه کې ډېرښت او کمښت ستونزې زېږوي، بايد له اعتدال نه کار واخیستل شي.

له ماشومانو سره مينه لرل بايد له کوم قيد و شرط پرته وي، هسې نه چې شرطونه ورباندې کېښوول شي، چې که داسې دې وکړل دومره به راته ګران شې او داسې دې وکړل دومره به مې بدې واېسي، ځکه چې بې له قيد و شرطه له ماشوم سره مینه لرل هغوی ته داخلي ډاډ ور په برخه کوي. يوه بله خبره چې اړينه ده هغه دا چې موږ بايد مينه لرل په دې مانا ونه کاروو، چې د ماشوم هر غير منطقي غوښتنه بايد پرځای کړو، ځکه چې موږ ورسره مينه لرو، نه داسې نه ده، بايد له ماشوم سره هم خبرې وشي او د هغه غير منطقي غوښتنې ته سم قناعت کوونکی ځواب ورکړل شي.
هغه ماشومان چې له مينې محروم پاتې کړای شوي دي، هغوی په خپل راتلونکي ژوند کې د ناامنۍ، ناارامۍ احساس کوي، هغوی هېڅکله هم د مسؤليت احساس نه کوي، له ژونده خوند نه شي اخیستلای، په خپل نفس باندې ډېر کم اعتماد لري او يا یې هېڅ نه لري، له نورو سره یې اړيکه يا ناسته پاسته سړه وي، د بلواکۍ احساس کوي او هېڅکله هم ځان خپلواک او وړ نه احساسوي او داسې نورې ډېرې ستونزې ورسره لاس او ګرېوان وي.

 

هغه ماشومان، چې له اندازې ډېره مینه ورسره شوې ده، هغوی به تل د بل په اوږو بار انسان وي، د مسؤليت احساس به دوی هم نه کوي، د شخصيت وده به یې پڅه وي، له ځانه خوښ او کمزوری انسان به وي، په پرېکړه نيولو کې به پڅ وي او تل به په خيالي نړۍ کې ډوب وي.

 هغه ماشومان چې په وړ اندازه مينه ورسره شوې وي، هغوی به د رواني امنيت او ارامۍ احساس لري، هغوی به په خپل نفس باور لري، رښتين انسان به وي، له نورو سره د مرستې علاقمندي به لري، نوښت او مبتکر انسان به وي او يو ډول خپلواکي به محسوسوي، چې هېڅ چا پورې به تړلی نه وي.

اوس نو که غواړﺉ، چې ماشومان مو خوشاله راتلونکې ولري، له هغوی سره په وړ اندازه مينه وکړﺉ او په هغوی کې د هغوی خپلواکۍ ته قايل اوسﺉ. ځکه چې زموږ ټولنې همدغه ډېرښت او کمښت (افراط او تفريط) وژلې ده بايد منځلاري غوره کړو. 

 

 

په درناوي

 

رفيع الله ستانکزی

بېرته شاته