سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088222

خپه او ځورېدونکې کورنۍ---رفيع الله ستانکزی


2012/19/12

خپه او ځورېدونکې کورنۍ
 
په تېر کې مو په بلا پسې کورنۍ خبرې کړې وې، دا ځل یې ځورېدونکې او خپه کورنۍ درته مخې ته ږدو، دا کورنۍ د خپل ماشوم په اړه تل ځورېږی او همدغه ځور به یې د اولاد په روزنه کې ستونزې راولاړوي.
دا ډول کورنۍ تل ژوند د يوه پېټي په څېر مخ ته وړي، نه له ژونده خوند اخلي او نه هم خپل ژوند خوښ تېروي، تل ځورېږي، دا ځور کله د ځان او کله د بل په اړه ده، خو بالاخره ستونزمن حالت خپلوي. د دې کورنۍ ماشومان هم د لويانو په څېر ستونزمن حالت کې رالويږي او معمولاً په داسې کورنيو کې ماشومان يو ډول رواني حالت سره مخ وي، ځکه چې د دوی مور او پلار تل په خپل منځ کې کله خوشاله او کله خپه وي او دا حالت ماشومان ډېرځوروي، حتا هغوی د ذهني فشار سره مخ کېږي، چې راتلونکي ژوند کې ورته ستونزې جوړولای شي. اوس به د دې کورنۍ ټولې ځانګړنې ستاسې مخې ته کېږدو، دا ډول کورنۍ له ځانه د لږو ښېګڼو ترڅنګ ډېرې بدګڼې هم لري، اوس یې یوازې ځانګړنې ستاسې مخې ته ږدو، په پای کې به بیا د دغو څلور ډولونو څخه د يوې انتخاب په اړه خبرې وکړو، چې خپلې کورنۍ ته بايد څنګه فضا جوړه کړو او څنګه خپل ماشوم سالم  وروزو. 
۱-  ځينې وخت له ماشومه قاضي جوړوي او کله هم بايد د يوې خوا قرباني يا ښکار شي.
۲- سره له دې چې د ماشوم اروايي او جسماني اړتياوې نه پوره کېږي، هغه په تدريجي ډول ستونزمن حالت خپلوي او يو ډول عقده يي او خشن يا جګړه ييز روزل کېږي. لکه هغه ماشومان چې بې له کومې خبرې نور ماشومان وهي او رټي. 
۳-  د دې ډول کورنيو هر غړی،  چې څومره ارزش او احترام ځانته لري هغه هېڅ هم نه دی، بايد ځانته ډېر ارزښت ورکړي.
۴-  د کورنۍ د غړو څېرې معمولاً غمګينې، خسته کنې، ستړې کوونکي او خپه وي.
۵-  د کورنۍ د غړو غوږونه د يو او بل د هیلو او غوښتنو د اورېدو لپآره کاڼه او درانه وي، د هغوی غږونه يا دومره لوړ وي، چې خشن او ستړي کوونکي وي او يا هم دومره په کرارۍ يا آرامۍ او يا هم ورو خبرې کوي، چې حتا د اورېدو وړ نه وي.
۶-  د دې کورنۍ د غړو ترمنځ صميميت او مينه لږه برېښي او په ډېرو برخو کې د يو او بل څخه بېخي بې خبره وي.
۷-  د کورنۍ د غړو ترمنځ ټوکې او ټکالې يو ډول ځورونکې او ستړې کوونکي وي.
۸-  د دې کورنيو مشران د امر او نهي يانې امر کولو او منع کولو باندې بوخت دي حتا د دې کورنۍ په وړو غړو هم، چې د هغوی مور او پلار کېدای شي په دې پوه نه شي، چې د دوی د ماشومانو شخصيتونه څه ځانګړنې لري.
۹-  د دې کورنۍ ډېری ماشومان د خپل مور او پلار د شتون څخه د يوه عاقل، بالغ، پوه او مينه ناک انسان په توګه بې برخي دي.
۱۰-  د دې کورنۍ مور او پلار د دې لپاره چې د يو او بل څخه لرې وي، په بهرنيو کارونو کې ځان دومره بوختوي، ځينې وخت داسې انګېرل کېږي، چې دوی یوازې بهرنيو کارونو ته پيدا شوي او بس.
۱۱- د دې کورنۍ غړي ځانونه يوازې او بې مرستندويه ګڼي او په دې باوري کېږي، چې د دوی بخت همداسې دی او د ژوند په چارو کې همداسې ستړيا تجربه کوي. 
۱۲-  د دې کورنۍ غړي معمولاً ځان ګنهګار، عصبي او ستړي احساسوي او ځينې وخت يې پرعکس ځان مظلوم احساسوي، چې د دغو کارونو د جبران لپاره ډېری وخت له نورو سره له کړکېچه ډک برخورد کوي.
۱۳-  د کورنۍ غړي معمولاً د ناکېدوني يا ناممکنه کارونو د ترسره کولو لپاره ډېرې هڅې کوي او هېڅ وخت فکر نه کوي، چې دا کارونه ځينو نورو ته ناممکنه دي.
۱۴-  د دې کورنۍ غړي ډېری وخت سخت دريځي خپلوي او له همدې امله په  خپل ځان او نورو باندې فشار راوړي.
۱۵-  د دې کورني هر غړی په خپلو کړنو او کارونو کې هېڅ منځنی ټکی نه لري، لکه دوی يا ښه لري او يا بد، یا ګټور لري او يا بېخي بې ګټې، نو هېڅ برابر حالت نه لري.
۱۶-  د دې کورنۍ  د غړو اړيکې له يو او بل سره ناسالمې او روغې نه دي او په دې اړه تل د خپلو احساساتو، غوښتنو او اړتياوو په برخه کې بې پروايي کوي.
۱۷-  د دې کورنۍ هر غړی د هرې موضوع په اړه بې مورده تعصب ښکاروي او دا ځانګړنه بيا د منطق، استدلال او نورو دلايلو مخنيوی کوي.
۱۸-  د دې کورنۍ غړي او په ځانګړې توګه ماشومان په خپلو منځونو کې د ناسالمې سيالۍ خوا ته دانګي او د بل يوه بريا ورته د اندېښنې او وېرې، رخې يا حسادت لامل کېږي.
۱۹-  د کورنۍ غړي تل له خپلو ستونزو څخه انکار کوي او همدغه د دې لامل کېږي، چې د دوی ستونزې هېڅ نه حل کېږي او دا ستونزې د دوی په ټولو کړنو کې په يوه نه يو ډول ځان ښکاروي.
۲۰-  د دې کورنۍ غړي د خپل ځان او نورو په اړه له ناسم قضاوت او پرېکړو څخه کار اخلي او د دوی له خوښوونکو کارونو څخه د يو او بل غيبت او بد ويل دي، چې په دې باندې دوی ډېر خوښېږي او يو ډول خوند  احساسوي.
۲۱-  د دې کورنۍ غړو ته  دروغ ويل عادي کېږي او هر يو غواړي چې په درواغو سره ځان له غندنې او رټنې وژغوري.
۲۲-  د دې کورنۍ غړي په ډېرې آسانۍ سره یو بل ته فحش او بد وايي او د يو او بل ترمنځ یې جسمي تاوتريخوالی هم رامنځ ته کېږي او هر غړی دا فکر کوي، چې بل غړی ناپوهه او بې ګټې دی، نو د هغه يا هغې د له منځه وړلو لپاره د هغوی سپکول او رټل ښه لار ده.
۲۳-  د دې کورنۍ غړي تل د يو او بل په اړه منفي دريځ لري، يانې کېدای شي مېرمنې يې نارينه وو ته بد ووايي چې ټولې ستونزې د دوی لامله دي او نارينه يې بیا ښځينه ملامتې کړي.
۲۴-  د دې کورنۍ ماشومانو د خپل مور او پلار د خوښې سره ژوند کوي او غواړي چې د مشرانو خوښي ترلاسه کړي که هغه د دوی د پېژند يا هويت د مسخه يا له منځه وړلو لامل هم کېږي او په خپلو خوښو او غوښتنو خاورې اړوي.
۲۵-  په کورنۍ کې له  ځان څخه د خوښۍ او يا ناخوښۍ  احساس ډېرېږي او د دغو کړنو اغېز د کورنۍ د هر غړي په ټولو کړنو کې ترسترګو کېږي.
۲۶-  د کورنۍ د غړو ترمنځ د يوازېتوب او بې مرستندويه توب احساس ډېرېږي او له دې امله په اروايي ناروغۍ هم اخته کېږي، چې ژور خپګان ته رسېږي.
۲۷-  د دې کورنۍ غړي له دايمي ډار او وېرې څخه په اندېښنه کې دي او له همدې امله يې په ټولو کړنو کې هيجانتوب او احساساتي پرېکړې ترسترګو کېږي، چې د ژوند د ستونزو لامل هم کېږي.

رفيع الله ستانکزی

بېرته شاته