سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360940

سالمه کورنۍ


2012/30/12

په تېر پسې...
سالمه کورنۍ

په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو:۱- د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټولې کړنې يو ډول له مانا ډکې کړنې دي.
۲- د دې کورنۍ غړي خپلې ستونزې او ناآرامۍ او همدارنګه خپلې ټولې خوښۍ د کورنۍ د نورو غړو سره شريکوي.
۳- د دې کورنۍ غړي له معقولې او پر ځای وېرې نه ډارېږي او پوهېږي، چې ښايي له دې سره سره نورې تېروتنې هم ولري، نو د دې په پار خپل معقول او پر ځای دلايل وړاندې کوي او همدا يې د لا پرمختګ او د تجربې د ترلاسه کولو لامل کېږي.
۴- د کورنۍ هر غړی يو بل ته احترام لري او يو بل سره ښه ډېره مينه لري. دغه مينه دوی ته يو ډول خوښي ور په برخه کوي.
۵- له یو او بل سره د کورنۍ د غړو اړيکې همغږې او ښې دي او په همدومره مينه له يو او بل سره خبرې اترې هم کوي.
۶- کله چې په دې کورنۍ کې آرامي خوره وي او ټول غړي آرامه وي؛ نو دا آرامي او سکوت د وېرې او ډار سکوت يا آرامي نه ده، بلکې ارام بښونکې او اراموونکې ده. البته تاسې به په هغو کورنيو کې چې بېلګې يې مخکې وړاندې شوې ليدلي وي، چې ډېری داسې سکوتونه يا آرامۍ د وېرې لامله وي، خو دا کورنۍ داسې سکوت د ارام بښلو لپاره جوړوي.
۷- کله چې په دې کورنۍ کې خبرې اترې او غږونه وي، نو دا غږونه د مانا لرونکي حرکت مانا ورکوي، نه بې ځايه غوغا چې د نورو د غږونو د غلي يا خفک کولو لپاره وي.
۸- د کورنۍ هر غړی د خپل سالم حق په لرلو سره پوهېږي، چې خپل غږ نورو ته رسولی شي او په دې اړه د آرامۍ او سکوت فشار زغمولو ته اړتيا نشته.
۹- که کله هم د دې کورنۍ کوم غړي په یوه مجلس کې د خبرو کولو وخت نه وي پيدا کړی؛ دا يوازې د وخت د کمي لامله کېدای شي، نه د نورو د بې پامۍ او زړه تنګۍ لامله، ځکه چې داسې کورنۍ د يو بل نظر ته ډېر احترام لري او د يو او بل د نظر اورېدو څخه وېره هم په زړه کې نه لري.
۱۰- د کورنۍ غړي په ډېرې آسانۍ سره يو بل ته مينه ورکوي او د خپلو ماشومانو په غېږ کې نيول ورته اړين او حتمي کار برېښي، له دې سره يې په مينه او ډاډ ورکولو هم نازوي.
۱۱- د دې کورنۍ غړي له يو او بل سره په رښتينولۍ او مينې خبرې کوي او په ډېرې لېوالتيا د يو او بل خبرې اوري، ځکه چې یو او بل ته رښتيني دي او يو او بل ته ډېره لېوالتیا ښيي.
۱۲- د دې کورنۍ هر غړی په آزاد ډول له يو او بل سره خبرې کوي او خپلې اندېښنې له يو او بل سره شريک کوي، هغه اندېښنې که د دوی خپلې ناکامۍ، زیانونه، وېرې او په بل پرځای نیوکه کوي دا ټول ورسره شريکولای شي او کېدای شي په ګډه سره ورته ډېره معقوله او سمه حل لار ولټوي.
۱۳- د دې کورنۍ غړي د خپل هر کار لپاره مخکې له مخکې د ټولو په مشوره يو پلان جوړوي او د هماغه پلان سره سم پرمخ ځي، خو که کله ورته کوم خنډ پېښ شو، د دغه خنډ د مخنيوي په پار ټول سره لاس په کار کېږي او پرته له وېرې يې له ټولوڅخه د حل لار غواړي، له دې لارې کولای شي، په ډېرې آسانۍ سره خپلې ټولې ستونزې حل کړي.
۱۴- په دې کورنۍ کې له بل هرشي نه، انساني ژوند او بشري احساسونه د پام او احترام وړ وي.
۱۵- په کورنۍ کې مور او پلار ځان لارښود ګڼي، نه ريس يا ملک. دوی غواړي، چې خپلو اولادونو ته څنګه په راتلونکي ژوند کې د يوه واقعي انسان په توګه ژوند کول وروښيي.
۱۶- د دې کورنۍ هر غړی د خپلو تېروتنو او ستونزو په اړه هماغسې خبرې اترې کوي؛ لکه څنګه چې يې د خپلو برياوو او ګټو په اړه خبرې کوي.
۱۷- د دې کورنۍ د مشرانو يا مور او پلار کړنې هم هماغسې دي، لکه څنګه چې خپلو اولادونو ته نصيحت کوي، نه دا چې دوی وايي يو څه او کوي بل څه.
۱۸- د دې کورنۍ مور او پلار د يوه ښه مدير او يا مشر يا لارښود په ډول د وخت په نسبت حساس وي او د دې په تمه وي، چې څنګه له يوه ټاکلي مهاله وړ ګټه واخيستل شي او له خپلو اولادونو سره خبرې وکړي.
۱۹- د دې کورنۍ د کوم غړي له تېروتنې که زيان رامنځ ته شو هغه هم په ناغوښتي ډول، نو مور او پلار او نور مشران يې ترڅنګ درېږي، سمه لار ورته ښيي او د تېروتنې يا زيان لامل ورته ښيي. په داسې وخت کې زيانمن کس ډېره ښه زده کړه کولای شي او همدا درس یې د راتلونکي لپاره ستر عبرت جوړېدای شي.
۲۰- د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار پوهېږي، چې د دوی اولادونه په قصدي ډول بد نه کوي او يا ستونزې نه جوړوي، که يې د اولادونو خرابکاريو او بديو ته پآم شو، نو دې پايلې ته رسېږي، چې کومه پېښه شوې او يا هم کومه ستونزه ور پېښه شوې؛ بیا د دغې ستونزې د حل په پار لاس په کار کېږي.
۲۱- د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار په دې پوهېږي، چې د دوی اولادونه هغه وخت ښه زده کړه کولای شي، کوم وخت چې ځان با ارزښته او مهم وګڼي او همدارنګه پوه شي، چې دوی نورو ته او نور دوی ته ډېر ارزښت لري.
۲۲- د دې کورنۍ مشران په دې پوهېږي، چې کولای شي د ماشومانو د رټلو او رشخند کولو له لارې د هغوی کړنو ته بدلون ورکړي، خو په دې هم پوهېږي، چې د دغو کړنو يانې رټلو او رشخند وهلو اغېزې به يې تر ډېره په ذهن کې پاتې شي او بيا په ډېرې آسانۍ او چټکۍ سره نه رغېږي، ولې پرځای يې د ستونزې اصلي جرړې ته ځي او په آرامۍ سره يې د دلايلو په وړاندې کولو پوهوي، چې اغېزمنه لار يې هم همدا ده.

۲۳- که کله د دې کورنۍ ماشومان يا اولادونه يو کار ترسره کوي او يا هم د هغه کار د سمولو په پار وخت ته اړتيا ولري، مور او پلار يې په ډېره سړه سينه وخت ورکوي او د وخت ورکولو ترڅنګ يې نور هم ښه کار کولو ته هڅوي او د ستونزو د خلاصۍ په پار ورسره مرسته کوي. ۲۴- مور او پلار پوهېږي، چې د هر انسان په ژوند کې ستونزې وي، ځکه چې بې له ستونزو او ربړو ژوند ناممکن دی؛ نو د همدې لپاره د هرې تازه او نوې ستونزې لپاره حل لار پيدا کوي او خپلو ماشومانو يا اولادونو ته يې هم ورښيي، چې څنګه د ستونزو د حل په برخه کې د خلاقيت او نوښت څخه کار واخلي. ۲۵- د دې کورنۍ مور او پلار پوهېږي، چې ژوند د بدلون له ځانګړنو برخمن دی او د همدې لپاره دا مني، چې اولادونه يې د ژوند بېلابېل پړاوونه وهي او هېڅ وخت يې هم د ودې او پرمختګ مخه نه ډب کوي.
لنډيز
په ځينو څېړنو کې ښوول شوې، چې له هرو سلو کورنيو څخه یوازې څو کورنۍ (درې يا څلور کورنۍ) په دې پوهېږي، چې څنګه د خپلې کورنۍ مشري او ساتنه وکړي. د خفه کورنۍ محصول يا توليد ناروغ اولادونه، نهيلي، ځانغوښتي، معتاد او ...... دي او ډېری غړي يې د اروايي ناروغيو ښکار وي او ډېری داسې ناروغان چې اروايي ستونزې، معتادي، يوازېتوب خوښوونکي او .... لري؛ په همداسې خپه او ځورېدونکو کورنيو کې رالوی شوي وي.
کولای شو، چې د آزادې، بلا پسې، خفه او ځوروونکې او سالمې کورنۍ ځانګړنې داسې چاڼ کړو.د لومړنيو درېو کورنيو ستونزې:
۱- د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته په ډېرې ټيټې کچې د احترام او ارزښت قایل دی او يا د دې دول کورنیو غړي خپل ځان او يا د کورنۍ نورو غړو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
۲- له يو او بل سره نامستقيمې او په بشپړه توګه ناسمې او پېچلې اړيکې لري.
۳- د کورنۍ مقررات او قاعدې وچې، وګړنيزې، نه رغېدونکې او تلپاتې دي.
۴- د نورې ټولنې سره يې اړيکې تړلې، نهيلې کوونکې او د ډار په بنسټ ترسره کېږي.

سالمه کورنۍ
1- د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته معقوله اندازه او په منطق ولاړ ارزښت او احترام قايل دی.
2- مستقيمې، څرګندې، چټکې او د رغېدنې په فلسفه ولاړې اړيکې سره لري.
3- د کورنۍ قاعدې او مقررات منطقي، انساني او تغيرمنونکې دي.
4- له نورې ټولنې سره پرانيستې، سالمې او خوښي بښونکې اړيکې لري.
دا بحث خو ډېر وخت او ډېره څېړنه غواړي خو په لنډو او څلورو برخو کې تاسې ته يو څه معلومات وړاندې شول، ښايي نور دوستان يې په اړه ډېر معلومات وړاندې کړي. په دې هيله خپله دا ليکنه پای ته رسوم، چې سالمه کورنۍ ولرﺉ او يا هم سالمه کورنۍ جوړه کړئ.

رفيع الله ستانيکزی

بېرته شاته