سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426720

د نارنج دګل سمیع الدین افغاني


2010/30/07

چې مــــوسم یې د نارنج دګل بهار شي
را په یاد مې هغه ښکلی ننګرهارشي

د نرګس، ذنبق،نارنج د ګل له فیضه
زړونه مست په نڅیدو د هردلدار شي

ننګرهار زموږ د ښکلو ګلو ښار کې
په سپرلي کې دشاهی د بڼ دربار شي

د ربــــاب او د بلبل خــــوږو نغمو کې
خوشحالي شی جم اوجوش بڼ او ګلزارشي

څومره ښکلې ښــــه فضا دطبیعت شي
رنګینه ښایسته ګلان دپیغلوهار شي

ښه فضـــا شاعرانه شــــي هــرې خواته
افغاني ګلشن کې ښکلی لاله زار شي

سمیع الدین افغاني

بېرته شاته