سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1279880

ماشومانو ته ليکنې : جمال له طوطي سره


2013/15/05

ماشومانو ته ليکنې : جمال له طوطي سره
ليکوال: هارون يحيی ژباړن: زاهد جلالي

جمال له کورني مرغه سره ډیر شوق لاره، ځکه خو هرکله یې غوښتل لځانه سره یو مرغه په کور کې وساتي.یوه ورځ خپل پلار وینې چې قفس ورسره دي او یو ښایسته  طوطې یې منځ کې د، د جمال هیڅ باور نه کیده چې پلار به یې داسې کار وکړي. جمال په دې ورځ ډیر خوښ و. سبا سهاو وخته طوطی ته ورغى، او له طوطی سره یې اوږدې خبرې پیل کړې.
جمال طوطې ته وویل: السلام علیکم زما ګرانه طوطي، زه غواړم تاته خوندور او مزه دار خوراک درکړم، ددې لپاره ته باید د ځان په اړه راته څه ووايې!، لمړى دا راته ووایه چې د خوړلو لپاره دې څه شى ډیر خوښ دي؟
طوطې وویل: زما په زړه پورې خوراک دانه ده.جمال پوښتنه وکړه: دا څنګه خورې؟
طوطي ځواب ورکړ: زه خپله غذا په دواړو ژامو پورته کوم، او د سندویچ په څیر یې خورم، زه پدې کې ډیر ماهر یم چې څنګه خپله دانه پورته کړم ، په ژبه یې دوه نیمه کړم او بیا یې تیر کړم، زه په دغه لار ځان له لوږې خلاصوم. دا په حقیقت کې پر موږ د الله ج لوی رحم دى. بیا اجمل پوښتنه وکړه: زه ستاسو په اړه ډیر حیران یم. تاسو په خپلو وزرو کې دا ښایسته او په زړه پورې رنګونه له کومه کړي؟
طوطې وویل: د نورور طوطیانو په څیر، خدای پاک زموږ وزرونه داسې  کړي او کله چې یو وزر وغورځي د هغه پر ځاې بل راوځې ، په ډیر لږ وخت کې را لوییږې او خپل رنګونه بیا ترلاسه کوې او د مخکینې وزر ځاې نیسې. چې دا د الله تعالی د الوهیت بل ښه او لوې ثبوت دي. جمال وویل: ډیر ښه، کوم غږونه چې ته یې اورې تقلید یې کولې شې او پرې پوهیږې او کنه؟
طوطې وویل: کوم غږونه چې زه اورم تقلید یې هم کولې شم خو پرې پوهیږم نه، دا هم د خدای غوښتنه ده چې داسې وشي. جمال وویل: کله چې تاته ګورم د خدای خلقت ته نور هم حیرانیږم. په هرحال ستا هرڅه په زړه پورې دي، یوځل بیا ښه راغلاست زما ښکليه طوطي.
طوطي وویل: کله چې موږ په کایناتو کې داسې حیرانوونکي خلقتونه ووینو باید د الله جل جلاله لویې را په یاد کړو او د هغه شکر هیڅ کله هم هیر نکړو

 

بېرته شاته