سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426795

زما پښتنې ملګرې ته


2010/31/07

ماته د خپل مينې جهانونه دونيا راکړه
وه پرديسې هيلو ته مې نوې تمنا راکړه
ستاپه محبت کې  سودايې دکلی زه شومه
ای په ځان مغرورې راته ته خپله وفا راکړه
 ته د تمدن او ترقي د همت نښه يې
ماته د ننګونو دتاريخ يوه  ښکلاراکړه
ستادايرادې تکل مې کړيده  ډاډه اوسه
 ته  دسولې غږ  او در اتلو زيرۍ په ما راکړه
ستا ګلالۍ ستا دلارې  مل   ده وار خطا نه شې
 ته په مخه درومه په تيارو کې يو رڼا راکړه  

ګلالۍ طوطاخيل

بېرته شاته