سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426707

دسګرټو څکول دبیلابیلو ناروغېو باعث ګرځي چې په لاندې ډول دي


2013/25/12

دسګرټو څکول دبیلابیلو ناروغېو باعث ګرځي چې په لاندې ډول دي دويني درګونو تنګوالی او درګونو دبنديدو عمده سبب سګرټ څکول دي٠
ددي پايلې :
دزړه غوښې ته دويني جريان کم يا قطع کیږي چه د زړه دحملې باعث کيږي٠
 ناروغ ممکن په ناڅاپي ډول مړ شي او که مړ نشي نو ټول ژوند به دزړه دنارغۍ سره تيروي٠
مازغو (brain)ته هم دويني جريان قطع کیږي چه دمرګ يا د بدن ديوې
برخې دوچوالي يا فلج (paralysis)باعث ګرځي٠
دغه راز ،د وجود د sex په اندام تاثير کوي او دسړي نارينتوب خورا کمزوری کوي.
 بډوډوته دوينې کموالی،دوخت په تيريدو سره دوينې فشار پورته کیږي اوهم دبډوډي نورې دندې چه دبدن څخه دغير اړینو شيانو اطراح ده، متاثره کیږي .
 دبدن نورو غړو ته دهغې جملې نه پښو ته دويني جريان کموالی دپښو
 ددرد سبب ګرځي او کله دا حالت دومره شدېد شي چه ډاکټران مجبور شي چې دناروغ پښه غوڅه کړي٠
که پدې لنډو معلوماتو اکتفا يا بسنه وکړو،اوس به دسګرټو او سرطان يا cancer دنارغئ تر منځ اړيکي ته اشاره وکړو٠
 دانسان دوجود دتقريباً ټولو برخو کنسر،دسګرټو دڅکولو سره اړيکه لري٠په ځانګړې توګه دسږي (lung) کنسر دغه راز دشونډو،ژبې ،ستوني،مرۍ او نور کنسرونه،دسګرټ څکولو سره سیخه اړیکه لري.
 
دسږو دمزمن التهاب ناروغۍ (chronic bronchitis and emphysema) هم
دسګرټيانو دزاړه عمر بل ملګری دی چه ټوخله،بلغم او سالنډي یې اساسي علايم دي٠
دسګرټيانو خوله تل بد بوي لري چه د هغه میرمن او شاوخوا خلک ور سره په عذاب وي دسګرټو اقتصادي مصرف هم يو زیانمن شی دی په ځانګړې توګه زمونږ په غریبه ټولنه کې !!
 دسګرټ څکونکو دکورنۍ غړي هم دسګرت د دود نه زیانمن کيدای شي،چه په پورتنيو ناروغيو یې د ککړتیا چانس ډیر دی٠
 
نو زما ګلونو هیوادوالو سګریټ بس کړۍ او روغ ژوند وکړۍ که مو دا پوست لایک او شییر کړ پرته له شکه چې ثوابونه به وګټۍ

 
.

 

رڼااسدزۍ

بېرته شاته