سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1279876

شاعره ليکواله بی بی زينب


2014/20/01

شاعره ليکواله  بی بی زينب

 

زمونږ پښتنه ټولنه  د علم او معرفت ډيرې ښې بيلګۍ لري پښتانه هغه غيرتمند اولسونه د ي چې دپيړيو پيړيو نه راپديخوا د علم اومعرفت سره مينه لري تمدن او پرمختګ سره اشنا خلک دي د خپل هيواد د پرمختګ لپاره يې تل کوښښونه کړي خو کله   چې غليم په دی پوشوی دی چې اوس نو افغانان د نړيوال دپرمختګ  دسيالانو په قطار کې سيال کيږي نو بيا يې په يو پلمه نه په يوپلمه د جنګ د اور لمبۍ يې زمونږکورته دننه کړي   دي او د ننګياليانودغيرت ځالۍ ته يې اورپوری کړی دی د تاريخ شواهد هم مونږ ته ښايي چې دلته ډير پو ه او ميړني خلک تير شوي دي  او له ځانه يې تل پاتې ژوندي ياد ګارونه  يي پريښي دي  ښځو ته دپيړيوپيړيو نه مخکې د علم د زده کړی شرايط مساعد و ان تر دی چې ادبياتو کې هم ژوندې مثالونه لري زمونږ د غيرتونو ځاله يو هم د قندهار خوږه لمنه ده چې زمونږد  هيواد ډيرغښتلي ښځينه شاعرانې او ليکوالانې په همدغه    غيرتي خاوره کې پيدا او فنا شوي دي خو له ځانه يې ښکلې يادګارونه پريښي دي چې يوه د هغو ژوندی تل  پاتی يادګارونو له جملې نه زمونږ پښتنه شاعره، ليکواله  خور بی بی زينب وه بی بی زينب  دمير ويس نيکه لور او د نازو انا مسې  وه چې په کوچنيوالې کې يې د علوموزده کړه يې کړيوه  اسلامې اود فقی کتابونه يې هم لوستې وه  بی بی زينب ډيره هوښياره بيداره او په اداري کارونو کې ډيره وارده ښځه وه او تل به يې د خپل ورور شاحسين ته يې داداري کارونود ښه اجراع په موخه مشورې ورکولې  او کومک يې ور سره کاوه زينب د خپل وخت هوښياره ديندار ملت پرسته شاعره و ه چې د قندهار لمن پرې ښايسته ښکاريده او تر اوسه پورې د هغې د قلم په ښکلو تورو يواځې قندهاريان نه بلکۍ ټول پښتانه پری وياړي  خو کله چې شاه حسين مړ شو نو بی بی  زينب د هغه په مرګ ډيره ودرديده داځکه چې دشاه حسين په مرګ د پښتنوپه کور کې د وير ټغر خورشوټول پښتانه د لوې غم سره مخ او دشاه حسين په مرګ غمجن شول  نو ځکه بی بی زينب چې د خپل ورور په وير کې  ډيره غمجنه شوې وه او پخپل قندهاري پښتو  لحجه کې دا مر ثيه يې خپل ورور ته وليکله
دورور په وير کې مرثيه
ږغ سو چې ورورتير له دونيا سونا                   قندهار واړه په ژړا سونا
زړه مې  هم په وير کې مبتلا سونا                        چې شاه محمودله ماجدا سونا
ځوانو  ميړه د توري جنګ ونا                               ولاړ د قام په نام او ننګو نا
دښمن دده په وينو رنګ ونا                                    پرميدان شيروياپلنګ ونا  
افسوس چې مرګ ددی پخوا سونا                  قندهار واړه په ژړا سونا
محموده نه يواځې خور ژاړي                            پرمرګ د ټوله کلی کور ژاړي
خپلوان لا څه پاچا د ورور ژاړي                     لښکر سپا د کلی کور ژاړي
پښتون د ی ټول په واويلا سونا                          قندهار واړه په ژړا سونا
اسمانه بيادی څه ستم کا څرګند                  وشلاو تاچې دپښتون و،پيوند
دښمن دی بيا زمونږ په ويرکا خورسند       چې شاه محمود دکا په قبر کې بند
پر کور مو ويرسو او غوغا سونا                     قندهار واړه په ژړا سونا
اوروم نارې د غم چې کړينه فرياد                   پښتون په غم د شاه محمودسوبرباد
زړونه چې تل به و ښادمند سوناښاد               دساندو غږ دی چې روړينه يې باد
ماتم زده پيرو برنا سونا                                         قندهار واړه په ژړا سونا
                                                           
ورور مقر دی ستا مولا کړي جنت               دردی کړي تاته پس د مرګه راحت
روح دوه ښاد په لويه ورځ د قيامت             مخ دی و روڼ دخداې په محرو رحمت
دخالق رحم تل پرتا سونا                                    قندهار واړه په ژړا سونا

د بی بی  زينب په دغه مرثيه کې دهغې د ژورې مينې اظهارليدل  کيږي کوم چې د پښتون ملت سره يې درلوده   افغانه ليکواله پښتنه خور اغلې کبرا مظهري پخپل  يوه ليکنه  کې د بی بی زينب د خولۍ نه دهغې احساسات کوم چې يي په دغه مرثيه کې دافغانانو د تاثر او  انديښنې  دشاه حسين په مرګ د وطن پالنۍ د روحي اظهار بللې ده  او زياته کړيده چې بی بی زنيب نه يواځې د خپل ورور په وير غمجنه شويده بلکۍ د خپل ملت او د خلکو په خپګان هم غمجنه شوي وه    دقدرمنې مظهري پر وينا پښتنو ته لازمه ده چې   ددې  سپيڅلې روح ته ددرناوې سر ټيټ کړ ي نومونږ ته لازمه ده چې يادګارونه ژوندي وساتو او تل  ورته دوعا وکړو ٠ ارواح دې ښاده وي

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته