سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452367

رابيا خروټی


2014/20/01

رابيا خروټی
 
ګرانولوستونکو:- مونږا و تاسي ټول انسانان يوکله چې د انسان کليمه مو خولې ته راشي نو  جوته ده چې په معنی يي هم بايد ځانونه پو کړود انس  کليمه چې د انسانيت  نه اخيستل شويده  مينه ،محبت ته ويل کيږي او که بيا انسان ياد کړو په صورت د عموم د نړۍ هر انسان سره هم مينه شته او هم محبت ځينې اظهار کولاې شي او ځينی نه شي کولاې انسانان که دجنسيت له پلوه فرق کوي خو سره ورته وينه ماغزه او زړونه لري   څوک څه او څوک څه سره مينه لري مينه کول ګناه نه ده الله(ج) خپلو بندګانو ته دنړۍهرګوټ کې  دمينې کولو جواز ورکړی خولازم شرايط او منظم قانون يي هم ورسره ليږلی دی  چې بايد دنړۍ ټول انسانو غوږ ته دا ورسيږي چې يو انسان څومره او څنګه دکوم انسان سره مينه  کولای شي ؟ په دی بايدمونږ تل فکر وکړو دا ځکه چې د نړۍ عالمان وايي   چې دانسان په وجود کې دوه شيه ډير عزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي ددماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه دزړه نه مينه محبت اوشعرخو عالمان دايمان او عقيدې ځاى ته زړه وايي صبر،رحم،شجاعت،سخاوت،دزړه کار دی عشق او مينه په زړه کې وي شعرله زړه نه الهام اخلي او له زړه سره کارلري شعردښکلي خيالات،عالي احساسات،دزړه تاثيرات،دغم اوخوشحاليۍ خوبونه دروحي جسمي ښکلااغيزه، عشق اومحبت دی،شاعر هغه څوک دی چې په شعرکې جذبه،په زړونوکې هيجان،تاثير ولولي،حساسيت،غم،اوخوشحالي زلزلې اوطوفانونه وپاروي  نو کله چې شاعر په شعر ليکولو پيل کوي ضرور ديو څه سره مينه لري چې دامينه کله ژوندي موجودات  او کله نور څه سره وي   خو دلته زه تاسو ته د خپل پښتنې ټولنۍ هغه شاعره معرفي کول   غواړمه چې  دکيږدی دکوچی په ښکلا باندی مينه شوې شاعره وه٠
 هوزه رابيا خروټی يادومه زمونږ دا ناکامه مينه خورکۍ دمدولور وه چې په ١٣٤٠هه ش کال په شاوخواکې  کټواز ته نږدی زواکی په کلی کې زيږيدلې وه  دا پښتنه پيغله په يو کوچی  ځوان باندې مينه وه  دناروا دستورونواو دودونو په اور کې ددې دپاکې مينې احساسات وسوزيده  چا يي په مينه عتبار نه کواوخپله مينه ورته بلا شوه هغه سره له دی چې په خپل مينه کې کاميابه نه شوه د يوې ناکامې مينې پايله له ده څخه ژوند واخيسته او خپل د مينې ټول خيالات او ارمانونه يې له ځانه سره ګورته يوړ رابيا د خپل رښتنينې مينې تصور کې ډير ښکلي شعرونه ليکلې وه د خپل سپيره تندۍ،بد قسمت او ځوانيمرګ ارمان لپاره يې له سوزه ډکه شاعري کړيوه چې متاسفانه د وختونو په تيريدو سره د را بيا شعرونه هم له مينځه تليلي دي خو دبيلګۍ په ټوګه  يو له هغو سوزه ډک شعرونويو تاسو ته د لوستلو لپاره وړاندی کومه
يه اوښی اوښی ددامان اوښی
څه دی در څيرمه په پښه نګوښی
خيالي زڼکی دی تر مهارلاندی
لاليه بيا چيری له مانه تښتی
يه توری توری کيږديه توری
دغرمی بادته په پيڅول ښوری
وری درچاپير دي اوښان درچودی
تر ما خو ښه يې لالی خو ګوری
په مينې !مينې !توده شه وينی
زما په صورت کې څه شومې وينی
پلو مې وسو سر مې سرتورشو
سترګې مې شولې په ژړه سپينې
يه باده  باده  د خراسانه
بلادی واخلم ځه تر دامانه
دپيکی بوی مې در سره يوسه
نښه مې يوسه يار ته له مانه
قدرمن لوستونکي داسی ډير وختونه شوي چې زمونږ په ټولنه کې که نارينه وي که ښځه تل د دودونو ،هوسونو دستورونو قرباني شوي دي خو زه دوعا کومه چې خدای د تل رښتيني مينان کاميابه کړي

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته