سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362609

بله نشته(١)


2014/20/01

بله نشته(١)
 
 ګرانو لوستونکو:- زمونږ د ټولنۍ  ښځۍ تل د ژوند دناخوالو سره مخ ول کله د جنګ کله دغربت  او کله هم دقسمت ښکار شوي دي بله نشته هم چې په يوه غريبه کورنۍ کې د کندهار دزمينداروپه ګردي باغران کې اوسيدله پښتنه شاعره وه بله نشته داغامحمد خان لور ده چې ١٣٠٠هه کال کې ژوند کاوه  هغه  ډيره با استعداده پيغله وه لکه څنګه چې  شعر يوفکري او الهي پيرزوينه ده خالق تعالی خپل يو شمير بنده ګانو ته ور په برخه کوي نو دغه ځوانيمرګه پيغله هم    ددغې استعداد څخه بر خور داره وه خو متاسفانه دژونددغربت په دام کې ګيره  د ژوند دارمانونو غوټۍ نا څپړلې پاتی شول اودمرګ  منګولي ددې په ستونې کې   ښخی  شوې بله نشته هغه وخت  ځوانيمرګه شوه چې غيره کوتل ته لرګو پسی تللې وه چې د غره دپاسه نه لاندې خطا شوه او دشلو کالو په عمرمړه شوه
 انالله وانا اليه راجعو ن
ارواح ښاده ډيرڅه ليکلي دي خو متاسفانه چې ساتل شوي نه دي بيا هم دبيلګۍ په توګه يو څو شعرونه  يې دادي
 
ملالی زرکی چې ګرځي په غرو کې
پخپله خوښه الوزي په شينلو کې
ماخو هم در سره واله په چښوکې
چې وګورم دغرو سرونه بيا

 
ددې شعر نورې کړۍ ورکی دي خو د بل بدلی دوه کړۍ
 
راسه بنده دخپل لوې خدای عبادت کوه             ښه يي په صداقت کوه
شيطان کافر غليم دی پرده باندې لعنت کوه    دلوی خدای عبادت کوه

 
يو خواته د خدای سره مينه او بل خواته د غرونو سروکې سندرې  دی ته د ژوند يوه برخه ګرځيدلې وه   ددغې ځوانيمرګې د ژوند حالت څخه داسې معلوميږي چې په غربت کې مړه شويده ده په شعرونو کې يوخواته دبيلتون سوې نارې او بل خواته د طبعيت د ښکلا ګانو سره غرنۍ مينه ليدله کيږي
که ژوند وفا کړی واې  ورسره دا به نو د طبعيت د ښکلاګانو غرنۍ شاعره واې الله دی پرې ورحميږی
امين يارب العلمين
عبدالرف بينوا پښتنۍ ميرمنې
پښتنې ليکوالې شاعرانې

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته