سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286272

بي بي شمسو: د زړورتيا، خپلواکۍ او ملي غرور نخښه


2014/20/01

بي بي شمسو: د زړورتيا، خپلواکۍ او ملي غرور نخښه   زموږ د وياړلي هيواد( افغانستان) تاريخ، له اتلوالييو او سرښندنو ډک دئ . په دغه راز ملي او ولسي سرښندنوکي، د تورياليیو نارينه وو تر څنګ د دې خاوري زړورو مېرمنو او پېغلو هم،  تل فعاله ونډه اخيستې ده . په خواشينۍ سره،  د دې سرلوړي او تسخير نه کېدونکي ټاټوبي ټول ريښتيني اتلان اوجنګيالي د زمانو د ناوړو پېښو له شامته په سمه او دقيقه توګه نه دي پېژندل سوي؛ پرتميني نښانې اوکارنامې يې کرار کرار د زمانو تر دوړو اوګرزونو لاندي هېري سوي دي . د همدې دليل له مخي دا لوی او ارزښتناک مسؤوليت زموږ د مؤرخانو، څېړنکو او ليکوالو پر اوږو پروت دئ، چي د خلګو له شفاهي نکلونو او دودونو څخه په کار اخيستني؛ او د هيواد د تاريخ په پټو اوتتو کونجونوکي د مستندو او مؤثقو څېړنو پر بنسټ، زموږ د خپلواک هيواد د داسي ننګيالييو نارينه وو او زړورو مېرمنو لا ښې پېژندني ته ملاوي وتړي؛ ځکه همدغو غښتلو، سرلوړو او خپلواکوشخصيتونو، په خپلو تلپاتو حماسو او سرښندنو سره د دې خاوري وياړلئ تاريخ ليکلئ دئ .
د دغه راز زړورو، آزادۍ غوښتونکو، پوهو او عرفاني شخصيتونو له ډلي څخه يوه هم بي بي شمسو ده، چي حماسې او مجاهدې يې دپښتو او پاړسي ژبو د عارف شاعر -  علي محمد مُخلص ( تر ۱۰۶۹ هـ ق پوري په يقين سره ژوندی) په ادبي، تاريخي او عرفاني اثر ( حالنامۀ بایزید روښان )کي له پراخو تفصيلاتو سره راغلي دي؛ خو د هيواد معاصرو مؤرخينو او محققینو يې په خپلو آثاروکي د پېژندني او نمانځني حق په ښه ډول نه دئ اداء کړی .
د دې نېکي او عارفي مېرمني پلار شيخ حسن نومېده . شيخ حسن په پير روښان مشهور د بايزيد انصاري اورمړ ( ۹۳۱-  ۹۸۰ هـ ق یا  ۹۳۱- ۹۸۳ هـ ق) اکا ؤ. البته، پير روښان د دې خپلواکي او سرلوړي خاوري د يوه غښتلي ملي او ولسي مشر ، عرفاني لارښود او لوړ فرهنګي شخصيت په توګه هيڅ راز پېژندګلوۍ ته اړتيا نه لري؛ ځکه د مغولي تاړاکګرو په وړاندي د هغه له زړورو معرکو، عرفاني طريقت او ارزښتناکو علمي -  فرهنګي آثارو سره پرافغانانو سربېره د سيمي او نړۍ مؤرخين او څېړونکي هم پوره اشنايي لري .
« حالنامه » د دې زړوري او جنګيالۍ افغان مېرمني په اړه داسي کاږي : « کله چي شيخ حسن، د [ قاضي ] عبدالله ورور[ د پير روښان پلار ] وپوهېده، چي بايزيد سپېڅلی او نېک سړی دئ؛ او په مال کي يې زياتېدونکی برکت دئ، نو يې خپله لور، هغه ته په نکاح کړه . . . » ( مُخلص ۳۰) .
د دې مېړنۍ ، هوښياري او عارفي مېرمني په لمن کي داسي رشيد او جنګيالي زامن ( شيخ عمر، خيرالدين، نورالدين، کمال الدين او جلال الدين ) و زو کېده، چي دوی او راتلونکو پښتونو يې تر لږ و ډېر اويا کالو پوري د ګورګاني مغولو د ظالمانه واکمنۍ پر خلاف د افغانانو د خپلواکۍ غوښتني بيرغ رپاند ساتلئ ؤ . که څه هم په دې نابرابرو استعماري ضد مبارزوکي به کله بری د دوی په برخه اوکله به د مغولي يرغلګرو او د هغو د پېرل سوو نوکرانو په برخه ؤ؛ خو دې هوډمنو ننګياليیو په هيڅ حالت کي د پردو مغولو او خپلو مزدورو واکمنانو نارواوو او بې عدالتيیو ته سر ټيټ نه کړ؛ تل يې د زمريانو په څېر په خپلواکۍ، مړانه او سرلوړۍ کي يې ژوند وکړ.
د  حالنامې له روايت سره سم، پير روښان د خپل عرفاني سفر په لومړنييو پړاونو کي، خلوت او عزلت ته مخه کړه . بي بي شمسو د هغه له دې جلاوالي او ګوښه توب څخه ډېره اندېښمنه او خواشيني وه . مُخلص، په دې اړه داسي ليکي : « بي بي شمسو بېرېده، چي خدای مکړه پير دستګير قدس سره [ پير روښان ] قلندر سي؛ کور پرېږدي؛ او پر بله مخ ونيسي . . . پير دستګير قدس سره [ د بي بي شمسو د اندېښنې په جواب کي ] و ويل : غواړم په بيديا کي حُجره جوړه کړم؛ او شپه و ورځ هورې تېره کړم؛ د نړۍ له خلګو بېل د خدای په ذکر بوخت سم . . . ناببره د لوی څښتن له خوا ږغ وسو: اې بايزيده!  ته د مشاهدې مقام ته رسېدلئ يې؛  ستا وړ نه ده، چي نور په بيديا کي استوګه وکړې؛ بايد په خپل کور کي زما په  لېدو او مشاهده  اخته اوسې؛ زما شکر اداء کړې، چي ته مي له شِرکه را ويستې؛ او پټ رازونه مي در وښيل . . . » ( مُخلص ۸۸ ) .
بي بي شمسو په داسي حال کي چي اوميدواره وه،  له ځينو نورو مُريدانو سره يو ځای په خپل کور کي د پير روښان پر لاس د عرفاني څلويښتي ټغر غوړوي؛ ربړونه او کړاونه ګالي، چي له دې لاري د نفس سپېڅلتیا، د عرفاني اسرارو موندني او د توحيد پوهي ته ځان ورسوي ( مُخلص ۹۵- ۹۶) .
په دې ډول، بي بي شمسو د هغه روښاني طريقت لومړنۍ ښځينه لاروۍ وه، چي د يوه بي ساري او بې مثله ذات د پېژندني او خپلولو له پاره يې تر اتو عرفاني مقامونو ( شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت او سکونت ) تېرېده، حتمي او ضروري ګڼل . « حالنامه » د جلا جلا نومونو په يادولو سره کاږي، چي تر بي بي شمسو وروسته د کلي کور ځینو نورو ښځو هم  د روښاني طريقت لمن و نيوه . دا لړۍ د وخت په تېرېدو سره هري خوا ته ډېره پراخه سوه .
د حالنامې له متن څخه په ډاګه  ښکاري، چي ښځو په روښاني عرفاني طريقت کي ځانګړی او ارزښناک ځای درلود. « حالنامه » د پير روښان د ښځینه مريدانو او مُخلصانو په ډله کي، د هغي سرسپارلي او وفاداري ښځي په زړه پوري کيسه بيانوي، چي يوه وخت له نورو روښاني جنګيالييو او خواخوږو سره يو ځای د مغولي پوځونو په کلابندۍ کي بندي سوې وه .  د دې سپېڅلي، بې باکي او مېړنۍ افغان مېرمني په نکل کي داسي راغلي دي :
پاچا[جلال الدين محمد اکبر (۹۶۳هـ ق/ ۱۵۵۶م  - ۱۰۱۴هـ ق/ ۱۶۰۵م )] امر وکړ: ټول روښاني بنديان زما تر نظر تېر کړئ .  ټول يې د پاچا حضور ته را وسته . پاچا له هر يوه پوښتنه کوله، چي د کومي قبيلې يې؟ هر يوه د خپلي قبيلې نوم اخيست؛ او پاچا رخصت ورکاوه . په پای کي د « خليلو» د قبيلې د يوې ښځي روَڼ را ورسېد، چي « بسۍ » نومېده . پوښتنه يې ځني وکړه، چي ته دکومي قبيلې يې؟ « بسۍ » ور ته وويل : زه روښانۍ يم . پاچا ورته و ويل : زه پوهېږم، چي ته روښانۍ يې؛ خو دا پوښتنه کوم، چي د کومي قبيلې يې؟ ورته ويې ويل : زما قبيله روښانۍ ده . بل قوم او قبيله نه لرم .  پاچا د هغې په خبرو ډېر خوشاله سو؛ ورته ويې ويل : ځه ستا قبيله دي روښانۍ وي . تر دې وروسته « روښانۍ » د « بسۍ » لقب و ګرځيد( مُخلص ۴۳۸) .
پير روښان د ځینو عرفاني پړاونو تر بشپړولو وروسته، سوداګرۍ ته مخه کړه؛ او د دې مقصد له پاره يې د هغه مهال د لوی تجارتي او فرهنګي ښار - کندهار لار غوره کړه، چي له يوې خوا ځان او کورنۍ ته حلال رزق او روزي و مومي؛ او له بلي خوا هورې د داسي کامل پير پلټنه او ګروېږنه وکي، چي د ده په باور د اسرارو او توحيد په پوهه خبر وي ( مُخلص ۹۰) .  
پر کاروانيانو او نورو بومي کندهاريانو د هغه مهال د مغولي واکمن -  بيرام خان ( په ۱۵۶۱ ع کي مړ) د سپاهيانو او مزدورانو د زور زياتي تر لېدو وروسته د پير روښان مغولي ضد احساسات لا پر خوټېدو سوه .  ډېر ژر د اوسني افغانستان د جنوبي او ختيځو سيمو يا د هغه وخت د « روه » او « پښتونخوا» په دښتو، غرو او لمنوکي د ګورګاني مغولو د ظالمانه يرغلونو او مستبدنظام پر خلاف د جګړې او مقاومت اورونه بل سوه . بي بي شمسو او مېړني زامن يې د پاڅېدلو افغانانو د خپلواکۍ او عدالت غوښتني په دې نه هېرېدونکو معرکو کي د پير روښان تر څنګ ولاړه وه . د مغولي واکمنانو او سيمه ييزو مزدورو ډلو ټپلو پر ضد د پير روښان  نه ستړي کېدونکي ملي او ولسي مبارزې اوږده کلونه رواني وې . د پير روښان تر شهادت وروسته د غيرتمنو افغانانو د استعماري ضد مبارزو مشري د هغه مشر زوی -  شیخ عمر ته وسپارل سوه؛ او په دې توګه  ددې وياړلي خاوري په  هسکو غرونو او پراخو دښتونو کي  زموږ د مېړني ولس د خپلواکۍ بخښوونکو مبارزو جنډې د پخوا په څېر رپانده وساتل سوې .
په خواشينۍ سره، څه موده وروسته، شيخ عمر له دوو سکه وروڼو ( نورالدين او خيرالدين )، يوه ناسکه ورور ( دولت ) او ځينو نورو غښتلو ملګرو سره يو ځای، د تاړاکګرو مغولو د جاهلو مزدورانو له خوا په هغه جګړه کي په ډېري بې رحمۍ او قساوت و وژل سوه، چي په تاريخ کي د لويي غزا په نامه ياديږي . تر دې غمجني پېښي وروسته ځینو پلورل سوو اوبې رحمو اجيرانو د شيخ عمر او دولت پرې سوي سرونه د خيرالدين له يوه لاس سره، بي بي شمسو ته ور وړه . زړوري او مېړه مخي پښتنې مور -  بي بي شمسو د شيخ عمر او دولت سرونه او د خيرالدين لاس مچ کړ؛ او و يې ويل : « پر تاسو دي د خدای رحمت وي، چي په ټينګ هوډ سره ولاړ است؛ خپله اراده او همت مو پرې نښوول؛ او ځانونه مو د حق په لاره کي و ښندل . ورپسې يې « يوسفزو» ته مخ ور واړوه؛ او ويې ويل : «  زما زامن پر غلا او زنا نه دي وژل سوي، چي سرونه مويې پرې کړي؛ او ماته مو را وړي دي . زما زامن مړونه وه . ستاسي ډېر يې تر تېغ تېر کړه؛ په پای کي خپله هم و وژل سوه؛ او دا ګرده د خدای تعالی له لوري ګڼم؛ که نه تاسي دونه واک او قدرت چيري لرئ، چي زما بچيانو ته بدي ورسوئ .» ( مُخلص ۴۲۷) . 
دا دئ د یوې زړوري، هوډمني او باغروره پښتنې مورد زغم، صبر، مېړنتوب او عرفاني تفکر هغه لوړه او بې ساري بولګه، چي مثال يې نه يوازي د دې هيواد، بلکي د نړۍ د نورو هيوادو په تاريخ کي هم ډېر لږ موندل کيږي .
د روښاني طريقت د خليفه او د پښتو دنوميالی عرفاني شاعر -  دولت لواڼي ( تر ۱۰۶۹ هـ ق پوري په باوري توګه ژوندی) په ديوان کي له دې بيت څخه په څرګنده ښکاري، چي د پير روښان زامنو پر زړورتوب او نارينتوب سربېره، په تقوا او عرفاني مجاهدوکي هم نوم وړی ؤ. هغه وايي :
  نورالدين، خير الدين، كمال الدين، دولت، شيخ
  پـــــه كـــوښښ يــې خـپل وژلـــى نفــس كــــــافـــــــر ؤ
د بی بي شمسو د زامنو د شهادت تر سترناورين وروسته، د افغان ولس د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ مشرتوب د هغې تر ټولوکشر زوی -  جلال الدين ته ورسېد . هغه په داسي حال کي، چي تر پينځلسو - شپاړسو کالو زيات عمر يې نه لاره، د زمانې د روستمانو په څېر د هيواد او خلګو د ظالمو دوښمنانو پر خلاف د جګړې ډګر ته ووت؛ او په هره مورچل کي يې په ډېر رشادت او شهکارۍ سره د مغولي واکمنانو او د هغو د سيمه ييزو مزدورانو په وړاندي  مېړنی مقاومت وکړ. بي بي شمسو او د پير روښان د کورنۍ نور غړي هم په دې نه هېرېدونکو معرکو او حماسو کي له جلال الدين سره څنګ پر څنګ ملګري وه .
جلال الدين د خپلو ملي او ولسي مبارزو په ترڅ کي يوه وخت د مغولي پوځونو د برېدو د فشار له امله اړ سو، چي خپله مېرمن او د کورنۍ نور غړي په باجوړ کي پرېږدي؛ او خپله له ځينو ملګرو سره د کابل او هندوکش له لاري بلخ ته ولاړ سي؛ او د هغه وخت د بلخ او ماوراء النهر د واکمن - سکندرخان له زوی عبدالله خان څخه د مرستي په تر لاسه کولو سره، د خپلو غښتلو او پياوړو جنګيالييو ليکو ته  نوی واک او ځواک ور کړي . بي بي شمسو له خپلي ناوي او ځينو نورو نيژدې خپلوانو سره خوست ته ولاړه، چي په دې توګه د« وزيرو» په قبيله کي ځانونه له مغولي تاړاکونو څخه خوندي وساتي . دا پېښه په زرم هجري قمری کال ( ۱۰۰۰ هـ ق) وسوه . د همدې جنګي او اضطراري حالاتو په ترڅ کي د جلال الدين هوښيار، مُدبر او نوميالی زوی - الهداد ( وروسته په رشيد خان ملقب؛ په ۱۰۵۸ هـ ق کال د هندوستان په آورنګ آباد کي مړ؛ او بيا په شمس آباد کي ښخ) د ملک قاسم خان بنګښ له لور-  بي بي بصرې څخه وزوکېد( مُخلص ۴۲۷) . 
بي بي شمسو په سيمه کي د مغولي لښکرود بريدونو بېلابېلو خطرونو ته په پام سره د « وزيرو » په قبيله کي د جلال الدين د مېرمني، ماشوم او دکورنۍ د نورو غړو استوګنه خوندي و نه ګڼله؛ نو ځکه يې د « دادک کندهاري » په لارښوونه، له خوست څخه شال ( اوسنۍ کوټي) ته مخه کړه؛ او هورې يې د حالنامې د عالِم او فاضل ليکوال -  علي محمد مُخلص د پلرني نيکه -  عثمان کاسي په کورنۍ کي سرونه نيهام کړه . د پښتو ژبي لوړ او پياوړی عرفاني شاعر-  ميرزا خان انصاري اورمړ (  په ۱۰۴۰ هـ ق کال، د دکن په جنګ کي مړ)، چي هغه مهال کوچنی ماشوم ؤ، هم په دې سفر کي له دوی سره ملګرتيا کوله ( مُخلص ۴۵۶) .
تر هغه مهاله، چي جلال الدين په بلخ کي ؤ، بي بي شمسو دکورنۍ له نورو غړو سره په « شال » کي اوسېده . لکه څنګه چي « حالنامه » ليکي، په دغو شپو او ورځو کي په« شال » کي هم د خلګو پر ژوندانه د مغولو د بيري او وحشت کرغېړن سيوری پروت ؤ . د عثمان کاسي دکورنۍ غړي اندېښمن وه، چي خدای مکړه د کلي کور جاسوسان او غمازان د « پښين » يا «کندهار» مستبدو مغولي واکدارانو ته مخبري وکړي؛ او په دې توګه د هغوی د قدرمنو او ښاغلو مېلمنو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي .
له بلخ څخه تيراه ته د جلال الدين تر ستنېدو وروسته، بي بي شمسو او د کورنۍ نور غړي بيرته له هغه سره يو ځای سوه؛ او د مغولي حکمرانانو پر خلاف د افغانانو د استعماري ضد مبارزو لړۍ يو ځل بيا په ډېر زور او شدت سره، پيل سوه . په يو زر و نهم هجري قمري ( ۱۰۰۹ هـ ق) کال د روښاني غورځنګ له ليکو سره د علي محمد مُخلص د مُدبراو زړور پلار - ابوبکر کندهاري ( په  ۱۰۳۴ هـ ق  کال د هندوستان د اوړيسې په « ميدني پور » کي مړ) او نورو غښتلو کندهاري جنګيالو تر يو ځای کېدو وروسته، د مغولي اشغالګرو او سيمه يیزو مزدورو واکمنانو پر ضد زموږ د خلګو  په خپلواکۍ بخښوونکو ملي مبارزوکي نوې سا پو سوه . لکه څنګه چي د حالنامې ليکوال کاږي، د روښاني غورځنګ نوميالی مشر-  جلال الدين د نوو ورغلو کندهاري يارانو په ليدو ډېر خوښ سو. « کله چي بي بي شمسو رضی الله عنها ته ورغی، له خوشالۍ يې ورته وويل :
ګراني موري!
مبارک دي سه! ستا درې سوه سپاره وسله وال زامن راغله .
بي بي ور غبرګه کړه : ستا دي هم مبارک سي . » ( مُخلص ۴۲۷)
په خواشينۍ سره تر دې تاريخي پېښي وروسته د بي بي شمسو د ژوندانه په اړه څه روښانه او مستنده خبره نه تر سترګو کيږي؛ خو د « حالنامې » له متن څخه په ضمني توګه داسي ښکاري، چي دا مېړنۍ، هوښياره او عارفه مېرمن په يو زر و دولسم هجري قمري ( ۱۰۱۲ هـ ق) کال د خپل د پينځم اوکشري زوی -  جلال الدين تر شهادت وروسته، نوره ژوندۍ نه وه ( خدای په حقيقت ښه پوهېږي) .
د دې خدای دوسته، عارفي او مېړنۍ مېرمني تر مړيني وروسته د هغې لمسيانو او کړوسیانو هم کلونه کونه د خپلو نوميالييو مشرانو په شان د مغولي يرغلګرو او سيمه ييزو واکمنانو پر خلاف  د مبارزې بيرغونه رپانده  وساتل؛ او پر سياسي ډګر سربېره يې په فرهنګي او عرفاني برخو کي هم  ډېر لوی او ګران بيه آثار په ميراث پرېښول .
سپېڅلي ارواوي دې ښادي او لوړ نومونه دې تل تر تله ژوندي وي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخذ
مخلص، علی محمد. حالنامۀ بايزيد روښان . نقل از سرمحقق دوست شينواری و معاون سر محقق نورالله اولسپال . کابل : پښتو ټولنه،  مرکز  زبانها و ادبيات، اکاديمی علوم افغانستان،۱۳۶۴. (چاپ گستتنری)
        د حالنامې اصلي خطي نسخه ( ۵۲۶) مخونه لري، چي د هندوستان د اترپردېش ايالت، د عيلګړ د اسلامي پوهنتون ( عيلګړ مُسلم يونيورسيټي) د ابوالکلام  آزاد د کتابتون په  سبحانه الله کلکسيون کي  په  ۳۷۰ /۹۲۰  لمبر خوندي ده .  د دې خطي نسخې نقلونه، په پنجاب يونيورسيټۍ او د پېښور په پښتو اکاډيمۍ کي هم ساتل سوي دي .  د افغانستان د علومو اکاډيمۍ همدا اوسنی ګستتنري نقل د عليګړ پوهنتون د خطي نسخې له مخي برابر سوی دئ، چي په خواشينۍ سره له خورا ډېرو تېروتنو ډک دئ؛ او په اکاډيميکه بڼه جدي او دقيق سمون ته اړتيا لري . په دې ورستييو وختوکي چا زېری وکړ، چي د جلال الدين اکبر له زمانې څخه د اورنګزېب د پاچهۍ ترکلونو پوري د پښتنو د عرفاني، ادبي ، اجتماعي او سياسي ژوندانه په اړه  دا مستند او باوري کتاب، له  نېکه  مرغه د پښتو ژبي، ادب او تاريخ د وتلي او منلي استاد- ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰ – ۱۳۸۳ هـ ش) له سريزي، تعليقاتو او لغتنامې سره چاپ سوی دﺉ

محمدهارون خپل شعشعي

بېرته شاته