سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452548

سپينه حماسي شاعره


2014/20/01

سپينه حماسي شاعره
دا فغانستان د تاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې ښځې هم د ټولنۍ دپاره په مختلفوساحو کې دخدمت مصدر ګرځيدلي دي  خو دو خت د بيغورو حکومتونو يا  په ټولنه کې ديوشمير متعصبو اشخاصود تنګ نظريو په وجه د پامه غورزيدلي دي چې بيايي نوم هم چا نه ده اخيستی  د وخت په تيريدو سره د خلکو نه هير شوي چې نه يې په ژوند اونه يې دمرګ نه و رسته هم  چا پوښتنه،يا ستاينه کړيدي  افغانستان چې تل د بهرني  يرغلګروښکار ګرځيدلی دی په زرهاوقربانيان يې درلود خو کله چې د هيواد يو شمير ځوانان د دښمن ترتاثير راغلي ود ښمن ته تسليم يدل نو زمونږ پښتنې خويندې چې تل سنګرونه يې د نژدی نه سارلې  دي د خپل شته غيرتونو په پام کې نيولو سره د خپل پښتانه وروڼو د مورال په قوي ساتلو کې يې د قدر وړ خدمتونه کړي په يوه ټپه يا څلوريځه يې ځوانان يا قومونه د غفلت د خوبه را ويښ کړي دي او د غيرت ناره يې په حماسي بڼه پورته کړي  چې تاريخ پری پوره  وياړي د هغو غيرتمندو خويندو ميندو د جملې نه يوه هم اغلې سپينه وه
اغلې سپينه هم يوه پښتنه حماسي شاعره وه چې د وخت د ځوانانو او ويده قومونو ويښولو لپاره يې حماسي شعرونه ويل دا عزتمنده پښتنه مور د وزيريارمحمد خان په وخت کې دهرات  په شاوخوا کې اوسيده نوموړې د نور محمد خان الکوزی لور وه په ١٢٥٥هجري شمسي کې کله چې ايران په افغانستان حمله وکړ نوافغان ځوانان دښمن ته تسليميدل ميرمن سپينه  د وخت هغه بيداره ميرمنه وه چې  ډير حماسي اشعار يې وويلې تر څو د ځوانانو غوږونو ته دغيرت ناره ورسوي د پښتو غيرت وپاروي ځوانانوته د ميړانه او سر خندني سبق ورکړي ميرمن سپينه   پخپل  يو حماسي شعر کې  ځوانان ته دا سې وايي
ځوانه
 
راشه چې تاته حکايت کومه
دسدوزو د سلطنت کومه
پخوا تر دی و د هرات پاچاهان
دسدوزو زلفقارزمان خان
دوي سرداران دپښتودهرات
غليم يي تل دتيری توري ومات
دپښتنو توري به تل ځليدي
د دښمن سترګې دبريښنا وی ړندی
دوي و ميړونه پښتانه توريالي
پر ننګ ټينګ و د وطن ننګيالي
په جنګ کې هريو  لکه شين زمری
د سدوزوو هر زلمی بريالی
چې به يي تور له نيامه وکښه
غچ او کينه به يي د ايامه وکښه
دهرات خوا وه دغليمه خالي
دلته خپره وه هوسايي خوشحالي
ټول پښتانه و په اتفاق ولاړ
کار د دښمن ددوې د لاسه ويجاړ
چې به پښتون زلمی په خوب کې دښمن
وله له ويری به يي ريږد په بدن

سپينه ښکلي نظمونه او زړه راښکونکي قصيدی لري چې د همدی پاڼۍ د شعرونو برخه کې به نشر شي   انشا الله  ٠    الله دی وبخښي ارواح يې ښاده

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته