سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408881

ملکه ثريا طرزي


2014/20/01

ملکه ثريا طرزي
ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي.[1]
په ۱۹۲۹ زېږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه ګوښه شو چې په هېواد کې د خپل منځي جګړې د پېښېدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هېواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په اېټاليې کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې اېټاليا کې هم پاچاهي وه.
 
ملکه ثريا په ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ زېږيز کال کې د اېټاليې هېواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډېره درنه سترګه د اېټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لېږدولو پر مهال د اېټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډګره پورې د هغې مړی بدرګه کړ. بيا وروسته کله چې د هغې تابوت افغانستان ته راورسېد نه هلته يې هم په ډېر درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننګرهار ولايت په پلازمېنه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل خاوند تر څنګ چې تر دې ۸ کاله دمخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه.
 

شهيرهوتک

بېرته شاته