سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1412999

شاعره ليکواله صفيه صديقي


2014/20/01

شاعره ليکواله صفيه صديقي
صفيه صديقي (۱۳۴۲ ل. - ) (په انګرېزي:Safia Siddiqi) د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننګرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده . پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولګي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل کال کښي ترې فارغه شوه . له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانګه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته ګڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي . صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انګليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .
صفيه صِديقي
[سمول] چاپ شوي آثار
1.لوپټه (د شعرونو مجموعه) ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ .
2.نالوستی کتاب (د شعرونو مجموعه) خوشال فرهنګي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ .
3.د لنډو کيسو يوه مجموعه
4.سپينې خبرې - شعري ټولګه

بېرته شاته