سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1412976

پښتانې شاعرانې ( میرمن سپینه )


2014/20/01

پښتانې شاعرانې ( میرمن سپینه )
 
سپینه (۱)
  د پښتو ادبیات په څلانده آسمان کې یو نو م چې لکه د سپین ستوري په څیر څلیږي هغه د اغلې سپینې دی اغلې سپینه د نور محمد خان « الکوزي » لور او د وزیر یار محمد خان « الکوزي » د حکومت په پیر کې د هرات ولایت په شاوخوا کې اوسیده ٬ نوموړي شاعرې په روانه ژبه ډیر ساده الفاظ داسې سره پیلي دي لکه څوک چې ملغلرې سره پیي .
په کال ۱۲۵۵ لیږدیز کې کله چې ایرانیانو د هرات ښار کلابند کړی وه او پښتنو جنګیالیو په میړانه سره خپل سنګرونه ټینګ کړي وؤ دغې پښتنې شاعرې يې په اړه نظمونه او قصیدې ویلي او هغه څه چې د جنګ او محاصرې په وخت کې تیر شوي له نیږدې لیدلي او په رښتوني ډول يې د خپل هنر په ژبه را نقل کړي ٬ نوموړي چې د ننګ ٬ خپلواکۍ ٬ زړورتیا او میړانې په هکله کوم شعرونه ویلي دي د پښتنو میرمنو د لوړو افکارو ښکارندویي کوي .
لاندې ازاد نظم د شاعرې هغه پښتنی برم را ښایي کوم چې د هر تیريکوونکي لپاره د عبرت درس ورکوي راشه چې تاته حکایت کومه
د ســـــدوزو د سلطنت کومه
پخوا تردې وه د هرات پاچاهان
د سدوزو ذوالفقار زمان خان
دوئ سرداران د پښتنو د هرات
غلیم یې تل له تیرې تورې وه مات
د پښتنو تورې به تل ځلیدې
د دُښمن سترګې له بريښنا وې ړندې
دوئ وه میړونه پښتانه توریالي
پر ننګه ټینګ وه د وطن ننګیالي
په جنګ کې هر یو لکه شین مزری
د سدوزو وؤ هر زلمی بریالی
چې به یې توره له نیامه وکښه
غچ او کینه به یې له ایامه وکښه
د هرات خوا وه د غلیمه خالي
دلته خپره وه هوسایي خوشحالي
ټول پښتانه په اتفاق وؤ ولاړ
کار د دُښمن د دو د لاسه ویجاړ
چې به پښتون زلمی په خوب کې دُښمن
ولید له ویرې به یې ریږد په بدن
............. له بد مرغه د دغې قیسې نورې کړۍ ورکې دي. د قصیدې بیلګه یې په لاندې ډول ده غلیم په ښار بیا هجــــــــــوم راوړی
مخ ته یې ولاړ دی یارمحمد پیاوړی
زموږ پښتانه لکه مزري جنــــګیږي
ولــــــــــــې د وینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو د پښتون شو ګلرنګ
پښتون زخمي دی د غلیم په خدنګ
یار محـــــــــمد وایې پښتنوزما زمرو
ټوله راووزی وسله دار له کـــــــورو
پر غلیم وکړی یو هوجــــــوم ګړندی
هـــرات له لاسه په ژوندون مه باسی
دا خو زموږ کـــــور زموږ وطن دینه
دا زمـــــــوږ ټاټوبی زموږ مامن دینه
کفن په غاړه دا وطــــــن وساتـــــــــئ
زموږ د پلرو ښکلـــی مدفن وساتئ
دلته پراته دي ننګیالــــي نیکه ګان
دلته بهیږي وینې تل د افغـــــــــــان
هرات زموږ دی زموږ کــــــور دینه
زموږ نغری ؛ زموږ ګـــــــــور دینه
دښمن راغلی تر دیواله د کــــــــــور
ولاړ شی دا دی دپښتون لوی پیغور
کامران نارې کړې چې پښتونه قامه
توره راباسه مره پــــــــر ننګه نامه
مه بایله ځان! اوسه ولاړ پر حصار
د پښتانه پر ننګه ځان کــــــړه ایثار
بویه غیرت چې مو ناموس خواندي شي
نوم د پښتون نوم د اولس خواندي شي
زلمــــو چې واوریدې نارې غلبلې
له یارمحــــــــــمد او کامرانه دلې
له کـــــــلا وواته زمریانو په څیر
پر دښمنانو يې جــــــــوړ کړ لټپیر
سرونه یې غوڅ کړه د دښمن په توره
مور یې کــــــــړه په غلیمانو بوره
دُښمن شو مات راغی دوران د کامران
د یارمحـــــــــــمد د بري ستوری ځلان هر لوستونکی به د شاعرې پورتنۍ قصیده د ځان او هغو ته چې د وطن د ننګ ساتلو په مُخه یې ملې تړلي د تیارسۍ فرمان وګڼي ٬ ځکه چې د ارواښادې په دغه د وطن پالنې او خپلواکۍ غوښتنې نه ډکې قصیده کې داسې یوه انګیزه نغښتي چې د هر وطن پالونکې احساس راپاروي او د وطن د پت او ناموس خوندي ساتلو دپاره يې چمتو کوي او هیڅ ډول ډار ٬ بې ننګي او کمزوري په چا کې نه پریږدي
د میرمن سپینې هر لفظ د هر میړاني افغان دپاره د عزت او پت غږ ګڼلای شو
روح د يې ښاد وي «« آمین »»
اخیستنه
(۱) پښتنې میرمنې ۷۴ مخ لیکوال : عبدالروف « بینوا »

ولايت خان ځدران

بېرته شاته