سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408903

دميوندميرمن ملالې


2014/20/01

 دميوندميرمن ملالې
د امير شېر علي خان تر مرګ وروسته د کابل حالت ډېر خراب وو انګرېزان مخته راتله څو په اخر کي سردارانو امير محمد يعقوب خان پسله ٨ کالو بند څخه د بنديخانې څخه را و ايست او پاچا يې کړ .امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی وو انګرېزانو و نيوئ او ګندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دئ بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي خرابترينه معاهده په امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .د ګندمک د معاهدې له مخي افغانستان پښين ، کورم او خيبر له لاسه ورکړ او هم د دې قرارداد له مخي د انګرېز نماينده په کابل کي ځای پر ځای سو .دا کار افغان ملت ته د منلو وړ نه وو ځکه نو مجاهدينو په مېړانه د انګرېز سره جنګ پيل کړ . د انګرېز نماينده ( کيوناري ) يې د ټولو ملګرو سره د کابل په بالاحصار کي مړ کړ او د بلي خوا د کندهار د ميوند پر دښت د پښتنو نر ، ښځي ، زاړه او واړه غازي ايوب خان د امير شير علي خان د زوی په مشري د خپل هيواد او خپلي ازادۍ د ساتني د پاره د قربانۍ ډګر ته حاضر سوي وه . ټکنده غرمه وه ، غازيان تږي ، ستړي او ستومانه ښکارېدل ، د ميوند پر دښت اوبه هم نه وې ، نژدې وو چي د پښتنو لښکر له تندي ماته وخوري . له بلي خوا د دښمن لښکر ډېر قوي او په راز راز وسلو مجهز وو . پدغه وخت کي د پښتنو بيرغچي هم ټپي سو ، چي دې وضعيت انګرېزانو ته د يوې شديدي حملې جرُت ورکړ . خو په دې حال کي يوه پښتنه پېغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په خپلو سرو منګلو له مځکي پور ته کړ او دا لنډۍ يې و ويل :
خال به د يـــــــار د وينو کښېږدم
 چي شينکي باغ کي ګل ګلاب و شرموينه
 
که په ميوند کي شهيد نه سوې
خدای ږو لاليه بـــــــې ننګۍ ته دي ساتينه
٢٧ د جولای ١٨٨٠ م . د دې پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو غازيانو ويني يې په جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم حمله و کړه او خپله خاوره يې د پرديو متجاوزينو له ناپاکو قدمو څخه خلاصه کړه .دملالې د ژوند دپیښو په اړه چې دا نومیالۍ پیغله څوک،دچالوراودکومي سیمي کلي اوسېدونکې وه ، پوره معلومات په ﻻس کې نشته،خو دمېوند د فتحې دننګ او جنګ په معرکه کې ددغې نومیالۍپیغلې کردار او نقش لکه د لمر په څیر څرګند دی . ملي او ولسي روایات او هم تاریخي آثار په دې هکله تقریبا په یوه خوله دي او دعباراتو په ډیر لږ توپیر او بدلون دمیوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي . د (پښتنې میرمنې)کتاب لیکوال عبدالرؤف بینوا لیکي چې: (ددوشنبې په ورځ د برات د میاشتي په اوولسمه،1297هجري قمري کال چې افغاني زلمیانو،میړونو او ښځودخپل وطن دساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او دمیوند ډګر په دقربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږي او ستړي ستومانه وو... دمیوند پر دښت هیڅ اوبه هم نه وې،نږدې وه چې افغاني لښکر له تندي څخه ماتې وکړي .په داسي حال کې چې دلښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له ﻻسه ولوېد، یوه پیغله راغله، بیرغ یې په سرو منګولو واخیست، ناره یې کړه:ددې پېغلي داغږ یو آسماني غږو چې دافغاني زلمیانو وینې یې په جوش راوستلې،او ټولود الله اکبر په ناره پرغلیم یرغل وکړاو دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوی له قدمونو څخه وژغورله...
داپیغله ملاله نومیدله.) په ځینو روایتونو کې همدغه پورتنی مفهوم دالفاظو په لږوډیر بدلون سره راغلی دی : (دیوه خوا دپرنګي پوځونه دمیوند پر دښته پراته،په هر ډول وسلو اووسیلو سمبال وو، بله خواافغانان په تش ﻻس،خو دایمان او عقیدې په وسله سمبال دهغوی مقابلې ته راوتلي وو او په دې نیت او تکل وو چې دغه کفري لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسي او هيواد ددوی له باولیو منګولو څخه آزاد کړي . له افغانانو سره په دغه جګړه کې افغاني پیغلي او میرمنې هم شاملې وې،چې ځینو یې غازیانو ته خواړه،اوبه او باروت وررسول اوځینې له خپلوپلرونو،ورونواومیړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته وﻻړې وې .یوه له دغو نومیالیو څخه ملاله وه . ټکنده غرمه وه،ملالې ولیدل چې له یوې خوا ددښمن دپوځونو شمیرزیات او په ډول ډول وسلو اووسیلو سمبال دي، او له بلې خوا دهغوی په وړاندې دافغاني غازیانو شمیر لږ،تش ﻻسي او نږدې و چې له ډیرې ګرمۍ،تندې او ستړیا څخه له ماتې سره مخامخ شوي واي .دملالې د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولګید،وینې یې په ځوښ راغلې،مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر)په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پر جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه .ددښمن پرپوځونو ماته ګډه او ډیر زیاته مرګ ژوبله پکې وشوه .د (افغانستان درمسیرتاریخ)لیکوالد دهغه وخت دیو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جګړه کې له دولس زره انګریزي پوځ،عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې 25تنه ژوندي دجګړې له ډګر څخه په تیښته بریالي شول .
میوند فتح شو . چافتح کړ؟ننګیالۍ اوتوریالۍ ملالې!د(زموږغازیان)کتاب لیکوال محمدولي ځلمې دنفتوﻻ خالفین د کتاب (شیپورهای پیروزی میوند) د 453مخ په حواله لیکي : (کله چې دزیاتي مرګ ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان دخپلو شهیدانو دښخولو په تکل کې وو،غازي سردارمحمدایوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کې یې پخپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننګ او غورځنګ راوست . ځواب ورکړل شو چې دا(ملاله)دیو چوپان لور او د میوند(کشک نخود)اوسیدونکې ده .بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه،دغازیانو تر څنګ یې باید ښخه کړو . ایوب خان وویل : ښه وایاست . ملایانو او ملي مجاهدینو دبخښنې دعا ورته وکړه او همهلته یې خاورو ته وسپارله .) همدارنګه میرغلام محمدغبار په (افغانستان درمسیرتاريخ)او لویس دوپري په خپل اثر(افغانستان)کې دملالې سرښندنه او ننګیالیتوب ستایي اوتائیدوي . له دغه پورته څرګنددونو څخه داښکاري چې (ملاله)دهمدغه میوند په تاریخي جګړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي . ددې نومیالۍاو ننګیالۍپیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي،روح دې ښاد او یاد یې همیشه!
دټاټوبۍ ويبپاڼۍ څخه په مننه

بېرته شاته