سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362613

دکتور حسن بانو غضنفر


2014/20/01

ژوند ليك نوم يې حسن بانو او تخلص يې غضنفر دى چې د نيكه له نومه يې اخيستل شوى دى. يو مهال يې نيكونه په تېره بيا" میر غضنفر" د شمالي ولايتونو له نامتو اميرانو او د شاهرخ ميرزا او ملكې ګوهر شاد بېګم له نسل څخه وو. د دې دا نږدې لړۍ ښيي چې د دې كورنۍ ريښې سياسي، فرهنګي، اقتصادي او عقيدتي ځيلۍ لري، لكه د هرات د ګوهرشاد بېګم د جومات جوړول او د هغه ساختماني سبك په شفاهي داستانونو كې اسطوره يي بڼه ځانته نيولې ده او د هغې سيمې د سپين ږيرو څخه په خوله تر مونږ رارسېدلې ده. آغلې غضنفر په كال "۱۳۳۶" لمريز په بلخ كې وزېږېدله او د ادبي او ټولنيزې ودې پړاوونه يې د مولانا او ابن سينا په همدې ټاټوبي كې جوړښت وموند. مخكې تر دې چې ښوونځي ته لاړه شي، ليك لوست يې له خپل پلار څخه زده كړل. لومړنۍ هنري، ادبي او فكري سپرغۍ ورته هغه مهال وروالوتله چې د ښوونځي د اووم ټولګي زده كوونكې وه، هغه چې د ادبي ټوټو په انځورونو كې يې ځان څرګند كړ، بيا د مزار شريف د ښار سلطان رضيه د لېسې زده كوونكې شوه، وروسته تر دې چې يې د كانكور بريالۍ آزموينه تېره كړه، د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې يې لوړې زده كړې پيل كړې، يو كال وروسته د لوړو زده كړو په دوام "شمالي قفقاز" ته لاړه او د ليسانس او ماسترۍ د دورې زده كړې يې هلته بشپړې كړې، هېواد ته راستنه شوه او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په علمي كادر كې شامله شوه. دوه كاله په دغه پوهنځي كې د دندې تر اجراكولو وروسته د آلمان" سن پترز بورگ" ته لاړه او له نوموړي پوهنتون څخه يې په كال ۱۳۶۷ هه لمريز كې په ژبپوهنه كې د دوكتورا په اخيستلو بريالۍ هېواد ته راستنه شوه او د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې يې خپلې پخوانۍ دندې ته دوام وركړ. نوموړې په هېواد كې د سياسي نوې دورې تر پيل پورې د ټولنيزو، فلسفې، روان پوهنې او تر روان پېژندنې پورته اثارو تاليف او ژباړې او علمي مقالو ليكنو ته مخه وكړه. د لند مهالې ادارې په رامنځته راتلو سره بياهم د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې د استادۍ دنده درلودله. ډاكتر حسن بانو غضنفر د پوهنتون په اكادميكو او روزنيزو فعاليتونو بوخته وه چې په ۱۳۸۲ كال د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي رييسه وټاكله شوه. آغلې غضنفر ګام په ګام د خپلې ودې پړاوونه وهل، ترڅو چې په ۱۳۸۵ هه ل كال كې د جمهور رييس حامد كرزي له خوا د ښځو چارو د وزارت وړانديز ورته وشو او د هېواد د ولسي جرګې په تائيدېدلو سره د ښځو چارو د وزيرې په توګه انتخاب شوه او د وزارت او سياست دګر ته راووتله. د دې هڅاندې مېرمنې ګتور فعاليتونه د دې لامل شول چې د دوهم ځل لپاره يې له ولسي جرګې څخه د باور د رايې په اخيستلو بريالۍ شوه او د ښځو چارو په وزارت كې يې خپل كار ته دوام وركړ. د دې پړاوونو په بهير كې د بانو غضنفر په سياسي كارنامو كې مثبتې لاسته راوړنې ثبت شوي دي. چې په دې توګه د يادولو وړ دي : د وزارت په اداري جوړښت كې د بدلون راوستل او د هغه كيفيت ته وده وركول، وتلو او كاپوهو كارمندانو ته ارزښت وركول او د هغوى د مسلكي كچې لوړول، د اداري اصلاحاتو د پروسې اجرا كول، د ښځو د وضعيت د ښه والي په خاطر۱۳۸۷- ۱۳۹۷ كلونو په اعتبار د لس كلن ملي كاري پلان برابرول او د وزيرانو د شورا له خوا د هغو تصويبول، د ښځو چارو وزارت له خوا د هغه څارنه او د ټولو دولتي ادارو سره همكاري، د ښځو په ګټه د قوانينو تعديل او طرح، پر ښځو د تاوتريخوالي د منع قانون برابرول، د بې سرپرستو ماشومانو د سرپرستۍ د قانون او د كورنۍ د قانون برابرول، د ښځو د ملاتړ كوونكو مركزونو د مقررې تصويبول، د مېرمنو لپاره د لا زياتو تحصيلي بورسونو د وركولو د زمينو برابرول، د ښځو لپاره د زده كړو د مركزونو پراختيا او هغوى ته د حقوقي پوهاوي وده وركول، د وزارت خانو سره د كاري اړيكو پياوړتيا، د افغان ښځو د مشورتي ډلو بنسټ اېښودنه، د ټولنيز جنسيت د برابرتيا د عملي كولو لپاره هڅې، د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د ولايتي كميسيونونو ايجاد او د هېواد په كچه د هغو دوام ، په ۳۴ ولايتونو كې د ښځو چارو د وزارت د مرستيالانو لپاره د ودانيو جوړول، د افغانستان د نامتو ښځو په نومونو د ۱۶ ښځينه باغونو ته پراختيا وركول لكه: "شهرآرا" بڼ په كابل كې، "سرو بانو" په بدخشان كې، "ګل مكۍ" په ميدان وردګ كې، "پروچستاى بلخي" په بلخ كې، "قاري حكيمه" په لوګر كې، "مادر" په پروان كې، "بي بي صبري" په بغلان كې، "مريم سرخابي" په فارياب كې او داسې نورو كې. ( د دې باغونو هريو د كتابتون، لوبغالي، د ماشومانو لپاره د زده كړې مركزونه، د انترنت كلپ، جومات او د ښځو لپاره د ثقافت زده كړه د ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره د بېلا بېلو پاليسيو تصويب او تطبيقول او داسې نور.... ؛ د ډاكتر حسن بانو غضنفر د وزارت په څو كلونو كې د لاسته راوړنو له جملې څخه شمېرل كېږي. اوس چې څو كلونه تېر شوي دي ډاكتر غضنفر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښځو چارو د وزارت چارې پرمخ بيايي او هڅه كوي چې د دې لس كلن پلان په تطبيقولو سره د مېرمنو لپاره يو ځلانده او مثبته دورنما انځور كړي.

بېرته شاته