سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362629

ميرمن مستوره شال


2014/20/01

ميرمن مستوره شال
ميرمن مستوره د سيدعبدالرزاق لورپه ١٣٠٩ کال کې دکونړ دښکلي سيمې په اسمار کې زيږيدلې ده د خپل محترم والدصاحب په پاملرنه ليک لوست سره اشنا شوه دپښتو او دري ژبو ادبياتو سره يې مينه پيدا شوه تر هغه يې ولوست تر څو چې د پښتوادب په اسمان کې لکه ځلانده ستورې وځليده لمړی خپل استعداد يې په ادبي او نثري ټوټو کې دادب مينه والو ته وښوده دغه ميرمن د ښه قلم او استعدادسره سره دشعرونو يوه مجموعه هم لري چې د پوړنی په نوم ياديږي چې دلته يو قطعه شعر دبيلګۍ په توګه تاسوته وړاندی کيږي
روښانه شپه
خيالونه داسمان نه مې ګلونه را وريږي
غوټۍ دتبسم دی چې زما لور ته غوړيږي
دا شپه ده دشبقدر چې جهان رڼا رڼا دی
که ستا دمخ څراغ مې دزړه خونه کې بليږي
ای شمع ژړا پريږده په خندا زما سره شه
پتنګه غورزه پرزه بی تابي مې دی خوسيږي
نن مسته صراحی شوه دساقي لورې ته خاندي
شراب چې دی دمينې ښکلوسترګو کې چورليږي
ای غمه لری لری ځه له مانه لری لری
نن خو ښه هم خندانه ټول جهان راته مسکيږي
زه ځار شمه لتانه له ځانه راته ګرانه
راځه راځه چې خاندو دا وختونه نه نه ټاليږي
د ژوند په پسرلو کې چې د زړه ګل ورته خاندي
اميد او تلوسه اوس مستوری ته هوسيږي
(١)ماخذبينوااوسنی ليکوال دريم ټوک

 

زرلښت حفيظ

بېرته شاته