سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1413079

د پروین ملال پيژندګلو


2014/20/01

د پروین ملال پيژندګلو پروین ملاله د پښتو د معاصرې شاعرۍ يوه پېژندل شوې څېره ده. د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ځانګړي مقام لرونکې ده. پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ مه نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکور خان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې زېږېدلې ده. په شاعرۍ کې ځانګړى نوم لري. پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هېواد ستر فرهنګي شخصیت ارواښاد سید جان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه>
زده کړې پروين فيض زاده ملال خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې، بیا تر دوولسم ټولګي یې د زرغونې انا په لېسه کې زده کړې ترسره کړې. تر زده کړو وروسته مېرمن ملال د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسووله شوه، په ۱۳۵۹ لمریز کې د افغانستان د ملي راډيو په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وګمارل شوه. هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروګرامونه لیکلي او توليد کړي دي،او اوس په پیښور کې د افغان کونسلګرئ د فرهنګي چارو مسؤله ده پروین ملال د شاعرۍ تر څنګ د لنډو کيسو په برخه کې د پام وړ هڅې کړي دي. د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم، جمال هم شته او جلال هم. دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې په مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز ګڼي. د شعر چاپي اثار د اوښکو تصور
تبجنه سپوږمۍ
سپوږمۍ په ځنګلزار کې
د خزان طلايي پلونه
-------------------------
د شعرونو څو بیلګې
لونګينه په څنګ څنګ راواوړه
د سيند اوبه د ورا سندره بولي
د سپوږمۍ وړانګو د رڼا په ژبه
د ساحلونو د ښكلا قصيده ولوستله
د چنارونو پاڼو
د چا د ګڼ كميس
د سپين پالو په شانې
ورسره ښكلي اتڼونه سر كړه
***
ماښامنۍ وږمه په غېږه كې خپل
د سيند د هغې غاړې
د مست اتڼ مسته سندره راوړي
لونګينه په څنګ څنګ راواوړه
په څنګ راواوړه، چې دې وشمېرم خالونه
***
د سيند په هغه غاړه
زما د ورور واده دى
شپې ته خو وينې كه نه؟
څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته
زما د پلار د كلا هسك برجونه
د اسمان ستوري پخپل څوكو اخلي
زما د ورور د لاس نكرېزې په شپه
د مازيګر سره شفقونه راوړي
شمله يې هسكه ده تر هسك نښتره
د سپين نرګس په شانې
ښكلو جامو كې لكه زيرى د سبا
ځلېږي مخ ته يې اس ولاړ دى
پښه په ركاب كې ږدي
بابا پګړۍ كې ورته ګل ټومبي
ښكاري، چې درومي او له بر كلي نه ناوې راوړي
***
د سيند په هغه غاړه زما
د پلار كاله كې
ښكلي او رنګينه شپه ده
د سيند په دغه غاړه
په ما بدمرغه شپه ده
سپوږمۍ ته وينې كه نه؟
چې زه د دوو قومونو
د تاريخي بديو
د نسل نسل ځنځيرونه
په ورېښمينو پښو كې
څنګه وړمه
زه د بديو بدل
زه د بدۍ قرباني
زه د مېړه زه د خاوند زه د واكدار نارينه
د امر حكم بندۍ
د نسل نسل د مينځتوب انځور
د نسل نسل د كړيو زولنو عروج
زما ژوندون دى د واكدار نارينه
د يوه نه په حد كې
د يوه نه په پولو
د يوه نه تر حكمه
د دغه نه او نه باران كې زه
د ورور واده ته نشمه تلى.
كونډه
زما د مړ مېړه ه له مړينې
څلور مياشتې او لس ورځې تېرې
مور مې بيګاه راته ويل
تېزې جامې مه كوه
په حويلي كې په لوړ غږ باندې خبرې مه كړه
شونډې دې وچې ساته
وېښته څپوله پرېږده
لار دې راسته وباسه
د باندې چا ته د بهر چې ننداره ونه كړې
پام چېرې سترګې په رانجه چې نه كړې
هغه دې نه دي اورېدلي چا نه
كونډه، چې سترګې توروي
زړه يې مېړه غواړي
***
پرونمې سر له ديواله اوچت كړ
خواښې مې وښكنځلم
د خپل ماشوم په لټون
تر دروازې ولاړمه
لېور په غټو كاڼو باندې وويشتمه
خسر مې ټولو ته اختر لپاره
د ښار نه ښكلې جامې راوړلې
زه چا پرې نه ښودم، چې لاس وروړمه
نندرور مې ويل لالا مې مړ دى ته جامې څه كوې؟
***
اوس به اختر، برات، روژه
لكه پردي تېرېږي
اوس به ماښام
زما د كوټې لاټين په اوښكو بل وي
***
خسر مې وايي
چې د كونډې ډېوه مړه شوې
چېرې شيطان يې ننداره ونه كړي
چېرې د مړ مېړه په بڼه يې تر خوا ور نه شي
***مور مې ويل، چې سترګې تورې نه كړې
كونډه چې سترګې توروې زړه يې مېړه غواړي

دوريت پښتون دويبپاڼی څخه په مننه

بېرته شاته