سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286283

مرحومه ميرمن سايره محوي


2018/14/03

مرحومه ميرمن سايره محوي
که دافغانستان ښځينه اديبانو تاريخ ته کتنه وکړونو دابه جوته شي ډيرې هوښيارې بيدارې ميرمنې به وګورئ چې د پښتو ادب ته په زړه پوري فعاليتونه کړي داوس نه پخوانې ليکوالانې، شاعرانې فعاليتونه هر اړ خيز و ژور او د هيواد پالنۍ په روحيه څرخي دا ځکه چې د اوس نه کلونه پخوا هم په هيوادا و اولس ميئنې ميندۍپه ټولنيز فعاليتونو کې هر اړ خيز ابتکارات لري زمونږ پښتنې ميندۍ دپښتو ادب لپاره نه هيريدونکي خدمتونه کړي چې راتلونکي نسلونه به پری وياړي افغانې ښځينه شاعرانې ليکوالانې که څه هم د کور په چاپيريال کې دماشومانو اوټولنۍ ته د پياوړي کدرونو په روزلو کې بوښتي وی خو قلم يې هم په ښه شکل دپښتو ادب ته پورته کړيدي زما په نظر هره هغه افغانه ښځه دوخت قهرمانه ده چې ټولنۍ ته يې پياوړي کدرونه وړاندی کړي دي او ياکوي د هغو قهرمانو ميرمنو څخه يوه هم سايره محوی وه مرحومه سايره محوي د پښتو د ادب ځلانده ستورې او تل پاتی ژوندې ياد ګار ده چې زه تل پرې وياړمه ٠
ميرمن سايره دمرحوم سيد زيور شاه دلغمان دتيګړو پاچا صاحب لور ده چې څه کم نوي کاله پخوا دکونړ په دري نور کې زيږيدلې وه تحصيل يې د خپل روحاني کورنۍ په غيږ کې کړيوه په د ري ادبياتو او دفقی په عربي کتابونو اوتصوفی ادبياتولکه بلخي مولوي مثنوي او د رحمان بابا ديوان يې خوښ کړې او پخپلومغزو يې منلې وه په حديثو کې يې مشکوته المصايح او قايق الاخبار لوستې او هم يې قران شريف ترجمه کړيوه په پښتو او دري ښه پوهيده او دادبي او،عرفاني اثارو دمطالعه سره يې ډير ښه مينه درلود ه ددغی مينې له اثرددی شعری قريحه هم را ويښه شوه او د بلخي مولوي د مثنوي د مطالعی تر تاثيرلاندې يې د لمړي ځل لپاره يې په يولس کلنۍ کې شعرويلې ده چې هغه يو مناجات ده څو کاله ورسته يې د پښتون ته خطاب يو شعر ليکلې وه او د١٣٣٨د پسرلي مشاعرې ته يې د ننګرهار مجلی په غوښتنه ور ور وليګله او خپور شوپه ١٣١٣هه ش کې يې د ننګرهار د بهسودو له سردار دوست محمد خان سره يې واده وکړه مرحومه سايره محوي پخپل وخت کې يوه ډيره هوښياره بيداره او متدينه مير من وه هغه وخت کې زه لادننګرهارپه الايې ليسه کې متعلمه ومه چې د هغې شعرونه مې لوسته او خوښ شوې مې و زمونږ د پښتومعلمه اغلې ناهيده هم چې د وخت يوه ډيره لايقه او پياوړې ليکواله اوزما اوستاده هم وه دلمړي ځل لپاره مې وکولې شوچې دد غې مهربانې مور سره د ننګرهار په فارم هډه کې د ښاغلې انور شهيد په کورکې وګورمه ميرمن سايره که څه هم دعمر په پرتله زړه شوې وه مګر خبرۍ يې پر ځاې او په ادبي کليماتو سمبال و ميرمن سايره په پښتو او دري کې هر اړ خيزه شاعري اوليکوالي کړيده دغه پر هيزګاره ميرمن د خپل بچيانو په روزلو کې ډير ه زيار ايستلې ده د هغې په کورنۍ کې د هغې له برکته ډير نورد قلم خاوندان همدا اوس دپښتو د ادب په چوپړ کې دي او قلم ښوزوي سايره محوي په ساده ژبه دښکلا او مفهوم نه ډکه شاعري کړيده چې دلته تاسې ته د هغې د شعرونو يوه بيلګه وړاندی کومه چې دنيکمرغې پرښته نوميږي په ١٣٥٤کال کې يې جايزه هم ګټلې وه په دغه شعر کې د يوه مور انځور په ښکلې کليماتو کې شويده چې د ليکوالې علمي سويه په دغه هنداره کې له ورايه معلوميږي دنيک مرغۍ پرښته
لوې افرين دی په همت وايي جهان مورې
بشريت دی تل منت مني پر ځان مورې
د پاکې غيږی په زانګو کې دی پوهان ر وزلی
تا د ژوندون سړو تودو کې ستر کسان روزلی
په يوه لاس کې دی زانګوپه بل نړۍ زنګوی
تا د تاريخ د افتخار قهرمانانر وزلی
ستا د بچو د مټ په زور دونيا ودانه شوله
په سمندر کې اتومي بيړۍ روانه شوله
د دوي د لاسه د زری زړګۍ هم وچاوديدو
نن د سپوږمې سبا د ستورو لار اسانه شوله
هر يو برۍ دی ده محصول ستا د فيضان مورې
بشريت دی تل مني منت مني پر ځان مورې
تا د ادمه تر دی دمه ډيرزحمت زغملی
خپلو بچو په خاطر تادي ډير ايثار منلې
د هر يو وخت سره دی هغسی انسان روزلی
دلوړ عزمت مقام دی خور په ټول جهان ګتلی
په جنتونو کې دی روح اوسه ارام موری
بشريت دی تل منت مني پر ځان مورې
مرحومه ميرمن سايره بی بی يوه ډيره ديندار ه ملت پاله حماسي شاعره وه چې په ليکونوکې يې د هغې د هيوادپالنۍ روحيه له ورايه معلوميږي د هغې همدا صفت ،اخلاق هغې ته يې خاص شهرت ور کړيوه او ډير مينه وال يې در لوده چې يوه د هغو څخه زه هم يمه دسايره محوي خبرۍ او ليکونو کې دومره قوت اوجذبه وه چې څو نورليکولان او شاعران د هغې په کورنۍکې سر پورته کړي چې کيداې شي په راتلونکي کې به که د خدای رضا و په هغو به هم وغږيږو د سايره بی بی خيالات د ښځوپه هکله د قدر وړ دي هغې تل هڅه کړيده چې دد يني او دونيايې علومو څخه دښځو په حقوق باندی ځان پوه اوخبر و ساتي اوخپل علمي سويه هم د ډيرو کتابونو لوستولو د لارې پورته کړي شاعر ه يواځې ليکواله او شاعره نه ده پاتې شوې هغه د خپل کورنۍ په چاپيريال کې يوې ښه شخصيتې په توګه څرګنده شويده اوهم ډيره محبوبيت درلوده په شفايي ادب کې هم فعاله برخه اخيستې خپل په زړه پوري کيسي او څه نوري د کور ښځو ماشومانو ته دافسانی په شکل کې انتقال کړيده سايره محوي ښکلې قلم او ښه ستعداد يې در لود ه د خپل شته استعداد له مخې په څو ژبو شاعري کوله په پښتو او پارسي يا دري کې هم ليکني کړي د هغې اصلي نوم سايره ده خو په خپل ليکنو کې يې د محوي تخلص هم کاروه دلته د بيلګۍ په توګه د هغې يوه ښکلې نظم تاسي ته نقلومه
د پسرلی نغمه
راغله بلبلان په چمن نوې بهار دی
هره غونچه وا شوه دا قدرت د کردګار دی
هره غنچه وا شوه خوشحالي د ناز خندا کوي
زړه يي ډک له وينو چې خزان لکه ښامار دی
وايي بلبلان چې پښتانه ويښ د غفلته شول
هر طرف چې وينم د پوهنی بڼ ګلذار دی
توره د غيرت او د پښتو په لاس ولاړ عسکر
سوی د غليم زړګۍ په مثل د چنار دی
تل د ی و ي اباد افغانستان پښتو نستان سره
دواړه دی تازه وي چې يو ګل بل يې بهار دی
هرګل چې پيدا بيا فنا خزان د لاسه شي
مه ژاړه (محوي) دا دونيا دغه يي کار دی   مرحومه سايره محوي نه يواځې شاعره وه هغه يوه مهربانه مور هم وه چې پخپل غيږ کې هيواد ته سپيڅلي خادمان او د قدر وړ کدرونه يې وړاندی کړيدي چې هر افغان پی وياړ کوي د ساحره محوي په کورنۍ کې ورسته د هغې د ژوند نه د هغه زوی ښاغلی داود شهيد هم د پښتو ادب يو ښه ليکوال او شاعر پاتی شوی همدارنګه دپښتوژبۍپياوړې نثرليکونکې ناهيده جان چې زما ديولسم صنف دپښتو معلمه او زما د ادبي فعاليتونو يواځنې مشوق وه هغه څوک چې زما په روزنه کې د زړه له تله زيار ايستلې د ژوند تر پايه زه يې د احسان پوروړې يمه، اغلې نوشابه جان شهيد، حسيبه جان شهيد او ځينې نور ليکوالان او شاعران چې دم ګړۍ له يادونی څخه عاجزه يمه خو په راتلونکې کې که خدای کول پوره معلومات به تاسو ته وړاندی کړمه څخه يادونه کومه اغلې ساحره محوي په ١٣٦٥کال کې د سنبلی په ٢٦د چهار شنبی په ورځ دزړه ددريدو په اثر په کابل کې وفات شوه چې ګڼ مينه وال يې د غم په ټغرکيناست چې مړۍ دکابل په قول ابچکان کې په ډير درناوی خاورو ته وسپارله شوه الله دی جنت فردو س دی ورته په نصيب کړي دا هم د اغلې محوي دښکلي شعرونو نه يوه شعر بيلګه توبه
د رياد دينداري نه مې توبه د ه
مسلمان زړه ازاري نه مې توبه ده
يو نيالګۍ د مينې ږدي بل يې اوباسي
ددی پټی بيخ کني نه مې توبه ده
چې تسبی وي په لاس بغض يې زړه کې
خدايه دا رنګه شيخي نه مې توبه ده
چې د بل په بد نامې باندی خوښيږي
د کچه مسلماني نه مې توبه ده
په خوله اوباسي توبی زړه کې تمبی وي
الله داسی رهزني نه مې توبه ده
سايره د ننګيالو زلميو خور ده
د بی ننګو ورو ولي نه مې توبه ده   ماخذ پښتنې ليکوالې شاعرانې

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته