سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286294

مرحومه حسيبه شهيد


2014/23/01

 مرحومه حسيبه شهيد
 
اغلې ميرمن حسيبه شهيددمحمدداودشهيدلوراوددننګرهارولايت دبهسودسردار دوست محمدخان اودپښتنې شاعرې ليکوالې مرحومې سايره محوي لمسې وه چې په ١٣٦٢ لمريز كال د زمري په اوه ويشتمه دننګرهار ولايت په يوه عالمه او روشنفکره کورنۍکې زېږېدلې وه .
لومړنۍ زده کړې دکابل قلعه فتح الله، منځنۍ زده کړې : جلال اباد تجربوى، ثانوي زده کړې، بې بې مريم لېسه پيښوراولوړې زده کړې كې يې وروسته دژورنالېزم په برخه کې ډېپلوم واخيسته .
لمړى يې په پيښور کى د بي بي سي له څانګى سره دشااوخوا دوه کاله همکاري درلوده او بيا كابل اوجرمنې كې د ازادۍ راډيوخبرياله شوه چې اوس محال دجرمنې هيوادپه پراګ کې دخبريالې دنده يې درلوده او دمسافرې شپې سباکولې اغلې مرحومه حسيبه شهيديوه ډيره مودبه لايقه او خوږژبۍ شاعره وه چې په شعرونو کې ژور تخيل اورياليستکې صنحې ډير په سترګو کيده دغه با استعداده شاعره اوليکواله يوه ناچاپ شعري ټولکه لري چې دسوزه ډک اشعار په کې راټول شويدي داغلې شهيد شعرونه په ورځپاڼو،مجلو،او نورو خپرونوكې خپاره شوي دي اوډيرلوستونکي او مينه وال لري دغه پښتنه ليکواله د تحقيقي رپوټونه ، ترڅنګ مستندې اوځېنې خورې ورې نورې ليكنې هم كړې دي اکثرا دبشري حقوقو ،اود ښځو دحقونو ټولنيز، راپورنه يې برابرولې
اغلې ميرمن حسيبه شهيد واده کړ ې وه او ددو ماشومانو مور وه. لکه څرنګه چې کورنى يې له ډير پخوا د مطبوعاتو دكورنۍغړي پاتې شوې وو له ماشومتوبه ېى د مطبوعاتو ټولو برخو په تيره بيا ژورناليزم او په ادبياتو كې له شعر او شاعري سره مينه درلوده. دشعرونو يو ناچاپ ټولګه لري. که چيرته دا ټولګه مونږ ترلاسه کړو نودزرلښت ډاډکام په مالي لښکت به چاپ او مينوالو ته ورسيږي ميرمن حسيبه شهيدچې دمې۹/ثور۲۰) د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار په یوه ترافیکي پېښه کې هغه وخت ټپي شوه چې يوغټ ټرک د هغې موټرسره ټکر وکړ چې دسختو ټپونو په اثر دډيروارمانونوسره له دی فاني دونيا څخه يې سترګې پټې کړې او ژوندسره يې دتل لپاره خدای پاماني وکړپه دی توګه خپل مينه وال يې دغم په ټغر کيناوه
سره لدی چې ديوې پښتنۍ شاعرې اوليکوالې په مرګ خپل ژر خپګان څرګندوم لاسونه لپه کوم چې الله دې مرحومې خورحسيبه شهيدته جنت فردوس په نصيب کړي کورنې او دوستانو ته يې صبر جميل غواړم ٠
دا هم دمرحومې خور دشعرونوڅو بيلګۍ
 
هيله  
زما دغم په ورځ پيدا بچيه
زه مى د ژوندخوښي له تا غواړمه
زما نيمګړى مينه ته پوره کړه
زه ستا په سترګو کى دنيا غواړمه
ته خو زما دژوند بدل يې ځويه
ته د ازل نه يو اتل يې ځويه
په تاکى نښى شفيق وينم
ته مى د هرې ورځ تکل يې ځويه
دپا کى مينى يو ثمر يې زما
د سړو ورځو يو تود لمر يې زما
ته د تيارو پسى رڼا يې ځويه
ته دى ورک شوي سر يو سريې زما
ستا په زړګى کى محبت وينمه
ستا په راتلو کى لوى حکمت وينمه توخو له پيله شوى يتيم بچيه
ستا په خندا کى به حسرت وينمه
ته خو زما د سترګو تور سمون يې
دکړيدلي زړه ټکور سمون يې
تاته په زړه کى ډيرى هيلى لرم
ته مى د خيال د بڼ سمسور سمون يې
داسې به نه رژيدم !
که مې له تاسره خندلي نه وي
که مې په تا پسې ژړلي نه وي
که مې ټول واک تاته سپارلې نه وي
که مې له هر څه لوړ ګڼلې نه وي
داسې به نه ځوريدم داسې به نه کړيدم
که ستا د مينې د رنګو نو کتاب
ما د زړګي تاخ کې ساتلې نه وي
او هر شپه مې بيا د اوښکو ځل ته پاڼه په پاڼه ټول لوستلې نه وي
داسې به ژړيدم ، داسې به نه نړيدم
که مې ستا پل پسې دانګلې نه وي
که مې په اوښکو ته لمانځلې نه وي
که مې سندرو کې ستايلې نه وي
که مې په سترګو کې سا تلې نه وي
داسې به نه سوزيدم ، داسې به نه رژيدم دژمي لمر
! زما دژمي لمره
ته چې له کلي ولاړې
حجره خالي
مجلس بې رنګ
جرګه بې خونده
ورېځې په کور شوې تاوې
! زما دژمي لمره
ته چې له کوره ولاړې
کورګى ويجاړ
خونه مې ورانه شوله
مينې مې اور واخيسته
زړه مې
يو وران کنډر شو
! زما دژمي لمره
نه چې له ما نه ولاړې
شونډې مې وچې
زړګى مې مات
ځواني په شا شوه راته
سترګو خپرې کړې تيارې
زما دژمي لمره !
ته رانه ولې ولاړې
ته چې له ما نه ولاړې
ژوندون مې ولاړ
زړه بې درزا
مينه نيمګړې پاتې
خاطر مې پاڼې پاڼې
زما دژمي لمره
ته رانه ولې ولاړې
دا بې له تا له کوره
تش د شمال غږ راځي
ځوانيمرګ ته
هديره ده که ځولۍ ده د ګلابو
ها نازک زړکى زما هم پکې پروت دى چې به زر ځلې ترې ځار او صدقه شوم
هغه ځوان انګشت نما هم پکې پروت دى
په ژونديو کې مې مه شميرۍ خطا ده
هسې ساده ده چې بس ښکته پورته کيږي
لکه پاڼه دخزان مې هسې رنګ دى
د يار مرګ کې نه څوک مري نا پا تي کيږي
ديار غمه لږ د خداى لپاره راشه
درديدلي ، مات زړګي ته مې دوا شه
له خيا لونو خودې وخته کډې بار کړې
بس په خوب کى مى د سترګو تسلاشه
بيلتانه ظالم دې سمه ليونى کړم
ښکلي ياد دې زه لاچاره سپيلنۍ کړم
تا خو زه په خپلو سترګو کې ساتلم
اوس دې ولې په ميرو کې صحرانۍ کړم
غزل! زه مهاجره مرغی
سمسور فریاد‌، وینه ، ماتم می د هیوادنخه ده
زه په جگره کی زیگدلی یمه
 
دزیگدونیته می
کت مت ددی کلی دجنگ په شانی
راته معلومه نه ده
دشونزی لاره می
په لوگو وموندله
او لومرنی زدکری می
د راکتونو د درزا په بدرگه کری دی. تر منزنی شونزی
می د ماینونو تر منز لار وهلی.
او لوری زده کری می
دبل اسمان تر سوری لاندی.
پردو کوسوکی کری. ما بی کوری کی تجربه کری ده
بی وطنی می فلسفه ده دژوند
ما د کراو او له دردونو سخه زدکره کری
تنها ژرا می تجربه ده د ژوند. زما تاریخ هم تول په وینو سور دی
زما کاری تجربی
تولی ترلی له جکروسره دی. ماته ژرا ‌لکه خندا داسی ده
زه می د اوخکو په باران کی لویه
له مانه مه غواری چی شه اوسمه
دتش په نوم ملی غرور سندری. هسی وایم مورنی ژبه می دزان دشمنه
پردیو ژبوسره کار لرمه
خپل دین مذهب می اوس
په خپله وژنی
دبل مذهب سره روزگارلرمه. ”زه مهاجره مرغۍ“
 
سمسور فرياد، وينه ، ماتم مې د هيواد نښه ده
زه په جګړې کې زيږدلې يمه
د زيږدو نيټه مې
کټ مټ ددې کلي د جنګ په شانې
راته معلومه نه ده
دښوونځي لاره مې
په لوګو وموندله
اولومړنۍ زده کړې مې
دراکټونو د درزا په بدرګه کړي دي
تر منځني ښونځي
مې دماينونو تر منځ لاروهلې
او لوړې زده کړې مې
دبل اسمان تر سورې لاندې
پردوکوڅوکې کړي
ما بې کورۍ کې تجربه کړې ده
بې وطني مې فلسفه ده د ژوند
ما د کړاو او له دردونو څخه زده کړه کړې
تنها ژړا مې تجربه ده د ژوند
زما تاريخ هم ټول په وينو سور دي
زما کاري تجربې
ټولې تړلې له جګړو سره دي
ماته ژړا ، لکه خندا داسې ده
زه مې د اوښکو په باران کې لويه
له ما نه مه غواړئ چې ښه اوسمه
د تش په نوم ملي غرور سندرې
هسې وايم .
مورنۍ ژبه مې د ځان دښمنه
پرديو ژبو سره کار لرمه
خپل دين مذهب مې اوس
په خپله وژني
د بل مذهب سره روزګارلرمه.
زما احساس هم اوس پردي احساس دي
دغم مضمون کې دوکتورا لرمه
زما نورحال بيا په ګمنامې پتې
له يوې ورکې پلورل شوې نجلۍ
او يوه بې وسه ځوريدلې مورنه
يتم خانې سره نږدې
اودکډوالو کمپ کې
له يوې کونډې واخلئ
زمااوس داسې پيغمبر پکار دي
چي سرترپايه مې شهرت بدل کړي
له مرورو ځان سره ماپخلاکړي
زما د ټول ژوندواقيعت بدل کړي
ماته ډيوه د معرفت بله کړي
زمادکرکې ذهنيت بدل کړي
ماله نړې سره په لارسمه کړي
زما دويني بيه لږ لوړه کړي
زما له نومه د وحشت ټکي پاک کړي
زما له سترګواوښکې بل ځای يوسي
اوماته وښايي چې
ژوند کي رڼا څنګه وي
ژوند کي ښکلا څنګه وي
ژوند کې خندا څنګه وي ؟  

زرلښت حفيظ بشريارکاناډا

بېرته شاته