سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449454

زرلښته په هيواد مينه شاعره


2014/30/01

  زرلښته په هيواد مينه شاعره
 
تر ټولو د مخه زه وياړمه چې د خپل يوه داسې خور په هکله څه ليکم  چې هغې ته خداې ډير ښه استعداد ورکړيده ا وزما قلم دهغې دبيان څخه عاجزه ده  خوسره ددې غواړم  چې څه ناڅه وليکم
 زرلښته نه  يوازې  زماشخصي  ملګرې ده  هغه په اوسنې شرايطو کې يوه فعاله  په وطن  مينه شاعره او د کاناډا په يوه روغتون کې صحي کار منده ده زه هغه داوس نه کلونه پخوا کله چې مونږد هميشه بهارولايت ننګرهار کې ژوندکاوه پيژنم  هغه  په خپل ورځنې چارو کې ډيره فعاله ،جدي ، بريالې او د يو خاص حوصلې درلودونکې ده د يوې ښه ښځينه ليکوالې په توګه ډيره راته ګرانه ده  او ښه راتلونکې ورته  هرکلې وايي  دا معلومه خبره ده چې شعر او شاعري، ليکوالي ځانته يو هنر دی دا هنر الله تعالی هغه چا ته پيرزو کوي چې په دغه لار کې ځانګړي پړاوونه يې تير کړی وي يا چې ډير لوستلې وي او يا چې ډير غوږ نيولې وي له نيکه مرغه چې دا داوړه خاسيتونه زمونږ په دغه مهربانې شاعرې کې زياته ليدل کيږي هم ډير لولي او هم ٢٤ ساعته لکه يوه مسلکي ژورناليستې په شان خبرونه ورځپانی ،ويبلاګونه او راډو ګانی تعقيبوي سره له دی چې هم کار کوي هم په تعليم بوخته ده او هم  ددومره مصروفيتونه  سره سره بيا هم قلم  خوزوي خدای(ج)ورته د يوې ډيره با احساسې ليکوالې اوشاعرې په توګه استعداد ور کړيده د زرلښتې هره ليکنه د هغه د قلم د ژبۍ نه وزي او د خلکو په زړونو کې لاره پيدا کوي زه د هغه په ليکونو کې د وطنپرستې داسې احساسات او جذبی وينم چې زرلښته به په ټولنه کې د يوې داسې شخصيتې په توګه ښکاره کړي چې  يو وخت به را تلونکي نسلونه اوپښتنې خويندې به پرې ووياړي هغه د يوه شاعرې په توګه په اوسنې شرايط کې په هيواد او مطبواتو کې تقريبان يوه وتلې شاعره ده که تاسې د هغه شعرونه، نظمونه،رياليستکي کيسې ولولئ نو کله به مو وخندوي او هم کله به مووژړي خپله به وپوهيږئ  چې دا به په راتلونکې کې څه ډوله ليکواله وي
دمګړۍ چې زه په فرانسه کې  يم  او هغه په کاناډا کې ده خو  د تيلفون ، او نيټ له لارې هغې سره نژدې اړيکي لرم حتی کله چې زرلښته خبرې وکړي په تيلفون کې او يا چټ وکړي په نيټ کې زه پرې پوهيږم  چې نن زرلښته خوشحاله ده که خفه  ډيره مهر بانه،ښه مسلمانه،په تعليم  ميينه  ده
 زرلښته په پښتو او دري په روانه ژبه ليکل او خبرې کوي يو شمير بهرنی ژبو سره هم بلديت لري چې زما د ژوند تر عنوان لاندې په زړه پورې کتاب يې په انګريزي ژبه کې هم چاپ ته تياره ده
 ګلالۍ طوطاخيل فرانسه - 2010/30/09

ګلالۍ طوطاخيل فرانسه

بېرته شاته