سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449345

ميرمن زرلشت حفيظ دافغانستان لمړنې سوله پاله ښځه


2014/30/01

ميرمن  زرلشت حفيظ دافغانستان لمړنې سوله پاله ښځه
   
 پښتنې ملالۍ اودسولې اتلې  زرلشت حفيظ  خورباندی څو کرښي که څه هم دافغانستان خلک دډيروکلنو نه راپديخوادجنګونو په لمبوکې سوزيږي اوهره ورځ  خپل ژونددجنګ ددوام له وجی دلاسه ورکوي چې دهری ورځی تيريدوسره دغم ساعتونه اوږديږي  خدای خبر چې دادخپګان شپې به کله سبا کيږي په هديروکې نور ځای نشته
دجنګ ويرونو،ماتمونو،دردونو دهرافغان ميرمن ژوند باندي ناوړي اغيزي  پريښي دي
زمونږ ګاونډيان  نه يواځې دجنګ اورونه  مړه نکړ بلکه نورخلک يي دجنګ ددوام لپاره تشويق کړ افغانې ميرمنې تر بل هر چا په دې لمبو کې وسوزيدلې  داځکه چې ښځه دکور په چاپيريال کې ښه ونډه لري  چې داونډه يواځی دکور چاپيريال کې محدوده نه ده پاتی ښځې په رسمي دوايروکې هم  فعاله ونډه لري ان دجنګ په کالونو ښځينه ډاکترانې په بقرو کې هم روغتونونو ته دناروغانو دخدمت لپاره تلي دي او دډيرګواښونو سره هم مخ شوي دي ٠
زه ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې په داسی يوې  پښتنۍ شاعرې ،ليکوالې خور باندی څه وليکم  ځکه چې ليکوال نه يم مګر پښتون ضميرمې مجبوروي  په هغه څوک چې دهغې دسولې ارمانونه په سل هاو سترګي ژړوي او دخپل مجبور اولس په بدبختيو باندې دقلم په ژبه ژاړي دجنګ په ګرمو لمبوکې دسولې اواز پورته کوي کله  دنثراوکله هم دشعر په ژبه په ټوپکيانو باندی بيله ډاره دسولې غږ کوي کله کله ددې پښتنۍ سلګۍ دومره ډيرشي چې دبی وسې ارمانونه يې  دانسان زړه کې څړيکه جوړې کړي  
زماپه نظرميرمن زرلشت حفيظ دافغانستان  دهغوڅوميرمنو څخه يواځنې  ښځينه شاعره  وه چې دجنګ پرضد يې اواز پورته کړ زمونږ پښتنه خوردشلمۍ پيړۍ په اخراوديوشتمې پيړۍ په سره کې ښځينه ادبياتو ته يې نوی رنګ  ورکړ دجنګ پرضدد پښتنې ميرمنواوازيې نه يواځې دهيواددننه بلکه دنړيوال غوږوته هم ورسو اودسولې انتظارکتاب  يې هغه وخت  چاپ کړ چې دپښتنوپه سرونوباندی ګرم  سوداروان و
هره ورځ بيګناه افغانان تباه کيدل دا دسولې اتلې په يولاس کې دسولې ډيوه اوبل لاس کې دهيوادپالنۍ داحساس قلم پورته کړ او خپلو هيواد والوته يې دټوپک پرځاې دقلم دپورته کولواوافغانانوباندی يې  ديوالۍ  نارې وهلې زه فکرکوم چې دابه خپل دټاټوبۍ دسولې قهرمانه يادسولې اتله ونموله شي که څه هم  دابه ډير وخت وي چې زه نورڅه پې وليکم
مګر وخت به داپه ثبوت ورسوي چې هغه به څنګه وکولې شي چې دنړۍ دسوله پالوسره ځان جوګه کړي ځکه چې هغه دانسان لپاره ژوندخوښوي او ژوندته دښکلا نوم ورکوي  دومره وايم چې ګرانۍ خورې يواځی زه ځان ته دا اجازه ورکوم چې درته ووايم زمادهيوادپښتنې ملالۍ ((دسولې اتلولي دې مبارک شه ))   
        محمدرحيم همدرد - 2012/02/03

محمدرحيم همدرد

بېرته شاته