سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286223

زرلښت حفیظ ... د سولې انساني او پښتني ژغ


2014/30/01

زرلښت حفیظ ... د سولې انساني او پښتني ژغ
   
د سولې سپین کوتره غم ځپلو اولسو ته
ځولۍ ډکه ګرځومه غېرتمنو پښتنو ته
    ((زرلښت حفیظ))                                                                                       
شعر چې سندره نه شي نود شاعرۍ له چوکاټه وځي .. دا قول چې د پښتو په نننۍ شعري ډګر کې له کومه وخته په ناروا رُجحان غلط العام شوی دی زما په اند پښتو شاعرۍ په نړیزه کچه تول بایللی دی ولې چې نن د زیاتره شاعرانو دې خبرې ته هڅوال ښکاري چې هغه دې داسې شاعري وباکي چې د سازونو سره د یو سندرغاړي له خلې تصدیق د شاعرۍ ومومي – ګوا که څه هم هغه شاعري ټپه ایزه بڼه ولري خو زما دغه بې نادانه او نالوستي شاعران ورته خوشالېږي                                           
 
دا پورتنۍ مفروضه چې کوم شاعر هم له خلې مبارکې را یستلې ده هغه به لازمي یا خو خپله سندرغاړی وي او یا به یې سندرې د شاعرۍ په مانا له خپلې لا علمۍ سنجولې وي ګنې د لوې نړۍ په سر داسې یوه هم خبره د ادب په مېدان کې نه ده مخې ته راغلې – او بلکې د نړئیز ادبي تقاضو په تناظر کې هرې هغې شاعرۍ ته په ښه نظر نه دي کتل شوې چې عوامې شهرت یې خپل کړې وي – او په غښتلي ادبي معنوي   اصطلاح کې شاعري د خواصو سره تړلې فکري ځغل ته ویل کېږي  ـ ـ ـ   
داسې ځغل چې د قام ننګ او ناموس د حاضر وخت له تقاضو سره سمون وخوري ، ولې چې د وخت او د وخت سره تړلو چارو احترام  هرکله انسان له مخته وتو خلګو سره ګام په ګام مخ په وړاندې روان لري ـ                                                                                                                                                 
اوس زما په وړاندې دوې مفروضی پرتې دي او د دواړو تر منځه هک اریان یم چې کومې ته ښه او کومې ته بده ووایم – که د شاعرۍ تعریف په معنوي یا فکري کچه کولو ته وجوړېدم نو بانډاریان به مې له پښتو وباسي او بیا که  د پښتو مروجه پورتنۍ ټپه ایزه مفروضه منم نو د سیالۍاو شاعرۍ څخه وځم - نو ښه به دا وې چې خبره په دلیل سرته ورسوم او د سر ساتنې په غرض یوه داسې ښځینه شاعره چې نن یې نوم په نړۍ کې د ښې شاعرۍ او لیک د لارې خپور دی شاعري تر بحث دلاندې نه یوازې راوړم بلکې د شاعرۍجاج یې هم واخلم چې دغې خور زرلښت حفیط بشریار مې په ښځه ځان هغه کومه فارمولا خپله کړې وه چې کلام یې په پښتني بڼه د سولې، مینې او انسانیت دلارې بې د هیڅ قسم د سازینو له کومکه په نړۍ کې نه یوازې خپور کړو بلکې شعري افکارو یې په زړونو کې ځای نیولو ته ټالۍ هم ووهلې ؟                               
راشه سولې راشه چې نسلونه موپردي شول
بل ملک کې ميشته ټول رواجونه مو پردي شول
زرلښت حفیظ یو داسې شاعره ده چې زه ورته د سولې انساني او پښتني ژغ وایمه یانې په ښځه ځان یې داسې نرینه کار ته ملا تړلې ده چې زموږ شمله ورو هم سر ته نه شو رسولای – هغه همتګرې پښتنه ده ، ډېره زیرکه، ډېره روشن فکره، ډېره زړَوره ، ډېره په زړه صفا او صادقه او پښتو ته جوړېدلې دسولې په ارمان داسې ارمانجنه شاعره ده چې خپله نازکه ښځینه ټولې جذبې یې په علامتي اشارو څه چې ځای په ځای یې په نېغه سولې ته داسې هم پیرزؤ کړي دي ـ                                                                        
سولې وئيل   دژوند سندره يمه
ځانته مې خپل کړئ جادو ګره يمه
د خپلواکي دژوند الهام درکوم
د جنګ رقيب  يم نغمه ګره يمه
 له کومه وخته چې یې زه پېژنم او یا د ماسره د مئینې خور په درنه رښته تړل شوې ده له هم هغه وخته راهسې بیا تر ننه پورې  ما د هغې په شخصیت کې درې مهمې خبرې په هر څه حاوي محسوس کړي دي – اول دا، چې هغه وچ په وچه پښتنه ده ، په لیکنو کې یې پښتو ځانته تر هر څه نیږدې کړې ده ـ  شاید چې داسې به یوه هم لیکنه د هغې نه وي چې پښتو دې یې پکې نه وي نازول شوې ـ  دویم دا، چې هغه لکه د خپل تخلص (بشریار) انسان دوسته هم ده .. انسانیت ته یې دغسې اوږې ورکړي دي لکه دا زه چې په هره لیکنه کې خپل قام یاني پښتون د انسانیت سره غېږ په غېږه لیدل غواړم نو زرلښت حفیظ خور مې هم زما د ژوند د خوبونو په شان پښتانه په انساني نړۍ کې مخته وتې او مخه ور غواړي ـ نو ځکه یې زما په رنګه مشکل پسنده شاعر هم د غښتلي فکري د لارې ملګرې کړوـ   دریم دا، چې زما دغه نیازبینه خور نه یوازې د خپلې مینې جذبې بلکې درسته انساني مینه د سولې و رنځ ته لوګی کوي لګیا ده ـ  د هغې یوه خوندکۍ یانې ډېره عزتمنه نیازګله پښتنه د دې په باب رقم کړي دي چې ..،                                                                      
       ( زرلښته حفيظ حقيقتن ډير ښکلې شعرونه وايي د معنی اومفهوم په لحاظ ډير پاخه شعرونه ـ زرلښته د پښتنو په تاريخ کې يوه نا توګل شوې غمۍ ده چې د تيږو مينځ کې پټه ده دا تيږي توګل غواړي او ددې پښتنې اواز بايد دونيا ته واورول شي او دا بايد ټولنې ته پورته شي ـ دا دپښتو اواز ده او دې نه بايد پښتانه دويمه نازو انا جوړه کړي دا د ميوند په سنګر کې پښتنه ملاله ده ـ سره له دی چې دومره ښکلې اشعار لري لايې خپل تصوير کله ميډيا ته نه دې ښودلی معلومه ده چې خپل ملت ته خدمت کوي نه د ځان شهرت
ته زمونږه پښتنې دومره غيرتيانې دي نو مونږ به ولې خپل ملت ته    
وفادار نه اوسو )
 
هو نیازګلې پښتنې سمه خبره کړې ده ګوا دغه پښتنه زرلښته واقعي هم د خپل نامه په شان خپل داسې په ښځینه نزاکتونو د پښتو او پښتونولۍ څنګ ټینګ کړی دی چې سړی ورته هک اریان پاته شي ـ چرته سهېلي امریکه یانې کاناډا چېرې چې شپه د ورځې څخه روښانه او ورځ یې د خوب د ټاپوګانو څخه هم یو په لسه رنګینه وي او چرته بیا زموږ په ټولو راګډه خړه پړه لویه غریواله پښتونخوا چې پکې نن سبا شپې د تورو او سرو پټ مخو د وهشتونوراج وي اود ورځې پکې د بې پښتو تروریستانو د وینو د شېطاني لوبوغوبل .. خودغه تورسرې خور ده چې د پښتني مینې په خاطر سره زر په خاورو بدلوي او ځبلو سپېرو پښتنو د سباؤن دپاره په ویښو سترګو داسې پرُامیده خوبونه نه یوازي ویني بلکې ورته په دې داسې په نره یې ښېګړه غواړي چې خپله هر احساس او هره پښتني  جذبه ترې جار وي هم  .. لکه په دې لاندېني نظم کې چې واي
 
     
پښتو
زما خوږ ژبه دحيا پښتو ده
زما د هيلو تمنا پښتو ده
زما هدف خو ويښول دقام دي
په خپل وعدو باندې وفا پښتوده
ماته بنګړي او لونګ مه يادوه
چې ماته ژبه داشنا پښتوده
نور مو په هغه دغه مه بېلوئ
د ميليتونو تقاضا پښتو ده
 زه خو يو ښځه يمه دخپل ټولنې
زما دژوند ټوله معنی پښتوده
چې ويښوی دا خوبولې دونيا
د غيرتونو د دونيا پښتو ده
چې راکوي راته د سولې زېری
لکه دلمر سترګه صبا پښتو ده
 چې جوړوي د(حفيظ) ښکلې دونيا
دا دټولنۍ ارتقا پښتو ده
یوې خواته د درنې زرلښتې خور په ښځه ځان دومره مینه او بلې خواته د شمله ورو پښتنو د پښتو سره هغه سلوک چې زما د یوې مطالعې په سمون .. په هرو درو شمله ورو پښتنو کې دوه پښتانه پښتو ته که څه هم په سپک نظر نه ګوري خو خوښوي یې هم نه چې وده دي وکړي ، ولې چې د هغوئ په قول دا پښتو.. نه خو د مذهب ژبه ده او نه د کاروبار ، نو ځکه یې د سیالو ژبو سره په تول کې نه تلي –
 
اوس دي په داسې حال کې انصاف هغه بانډاري شاعران په خپل سندریز نظر وکړي چې د پښتو بقا د ډهولک له  درزا سره تړي  او  پښتني ننګ د بارودو له خوني کښو لوګیانو سره او  که یَه ...  د زرلښت حفیظ رنګه درنې خور د سوله یز پښتني افکارو سره ، چې که څه هم د باجو او ربابونو د لارو کومک ورته نه دی ورپه برخه، خو د پښتنو لوستونکو په زړونو کې ورته ټولې انساني جذبې اتڼونه ضرور کوي  او غواړي چې ورسره د سولې په امنیتي لارو باندې مخ مخته  په پښتني ویاړ روان شي ، هو..د هغو کېفیتونو په لور چې د لوې نړۍ په سر زموږ او ستاسې د غېرتي نیکه ګونو ارواګانې  پرې د تسکین خوندونه احساسولای شي ـ                                                                                          
 
زه خاورې افضل شوق چې یمه هم خو په نشته کې شمار .. بس  دغه یو ارمان لرمه چې لکه څومره چې موږ پښتو د بېلایېلو سرو او شنو بېرغونو تر سورو دلاندې د خپلو شخصي اغراضو په نیت په بې ځایه سیاسي ناره بازیانو ناسیاله کړې ده  نوراځئ چې د قام په رنځ پریشانه قلم ملګري یې ټول په پښتنې احساساتو او انساني جذباتو هغومره ستر داره کړو لکه نن چې د ملالې دغه لمسۍ  زرلښته خور یې راته په پښتني ننګ  د سولې او د جرګې د لارې داسې راته احساسوي ، او په یو مضمون (کیسې او غزلې )کې لیکي
 
دا سمه ده چې پښتانه توره او ډال ډېر ستايي د ظلم زور وخت کې ـ زمونږ مشان تدینه کار اخیستی او میړانه یې تر لاسه کړي ده خو هیله ده چې اوس د تورې او ډال ځای نور قلم او پوهه ونیسي چې د یویشتمې پېړۍ نسلونه نوره په توره او ډال پسې به کش نه کوي  او تعلیم پوهه منطق پسې به ډېر هڅه کوي  څنګه چې تکنالوژي پر مخ تللي ده نو د ژوند سیسټم ، د علم او پوهي زیاتوالې دلیل او منطق به د توپک ، توره او ډال ځای ونیسي ـ انسانیت به نور خپل ځای پیدا کړي زمونږ ادبیات به هم د پرمخ تللي نړۍ په لور ې د پرمختګ  په لور حرکت وکړي
 
په پورتنۍ خبرو کې خور دا یقین لري چې د نن نی دور د زور څخه د کار ایستلو نه بلکې پوهي او هنري ترقي کولای شي چې موږ د نړۍ سیالداره کړي ـ زه د هغې له دې سوچ سره اتفاق کومه او ورته افرین هم وایمه چې کومه خبره زموږ د بې سواده قام تران نه شي کولای هغه خبره دا پشغله پښتنه په ښځه ځان راته احساسوي ـ نو ځکه موږ چې لا تر اوسه د توپکونو او توپونو تر شا ولار برېښو هم دا خبره و منو، چې کاږه مخونه نن په څوکانو نه سمېږي ـ ارزي چې موږ د نړۍ د هغې په قول د پوهي دلارې سیالداره شو ـ
 
زرلښته خور درنه او کلکه پښتنه ده خو د اوږدې مسافرۍ پرته هم بې پښتو شوې نه ده خو تر څو چې د هغې د احترام خبره اړه لري نو زه دا ګڼم چې هغې ته هم د دې دومره پښتني مینې پرته هغه نوم او شان په دې نه دی ورپه ګوته کړل شوی چې هغه هم د خپل ورور افضل شوق په شان  خپل احساسات په پښتني ویاړ د سولې ، مینې او انسانیت دلارې لوګی کوي او غواړي چې د جنګ و میدان ته راوتي پښتانه  باید چې اوس سترګې خلاسې کړي او د بارودو په امبارونو نور د ژوند کلي نه کړي آباد او په انساني اخلاص  د افغانستان  (لوې پښتونخوا) د سرې خاورې په مځکه د میني امن او انسانیت کرونده وکړي ـ  چې دا مارشل پښتون قام هم په خپل ځان د افضلیت په خوندونو لکه مخته وتي قامونه پوهی شي ـ بس راځئ چې د دې پښتنې خور په رنګه سوله داسې د ژوند سندره کړو لکه هغه چې په دې اوږد نظم کې واي                                                                                                                                             
سوله د ژوند سندره
 
اوس هم ګلونه ننګرهاريادوم
خپل دځوانې دمينې هار يادم
دکونړسيند سره نغمه نغمه يم
د ماشومتوب ګرم بازاريادوم
****
اوس دپاميرڅوکه مې ډيرياديږي
تل دسپين غر په نښتروکې ګرځم
وطنه ستادعشق ملنګه شومه
ستاديادونو ګل دروکې ګرځم
****
سپين غره ته به داسې وايي کنه
چې د مودو افساني هيرشوې رانه
درته د مينې غزل نه ليکمه
د نښتروترانې هيرشوې رانه ****
وطنه  اوس هم ګيله منده يم زه
ته د جنګو سنګر خوږ منده يم زه
سوله را وغواړه مونږ څاريي کوو
دا ډير کلونه انتظار يې کوو
****
کله پغمان کله مزار ته ځمه
خيال کې سخي صاحب دربارته ځمه
په کې د ورکۍ سولې سوال کومه
دا ډير کلونه انتظار کومه
****
سهارما ښام خداې ته سجده کومه
د پاکې مينې ايراده کومه
وايم چې اورد نفاق ورک کړئ خدايه
د سولې سوال مخ په قبله کومه
****
کونډيا نې ژاړي، يتيم پلارغواړي
معيوب خپل ژوندلره خوږ يارغواړي
په هر قدم کې هديري جوړې شوئ
سولې راتګ ته هم يولار غواړي
****
مشرانو سوال کوم جرګه جرګه شئ
دا مرور وروڼه پخلا کړئ سره
سوله د مينې په ډالۍ کې ورکړئ
کينئ په يو ټغرسلا شئ سره
****
سوله د مينې په الهام راوړئ
يو ه خوږ زيرې په جانان راوړئ
چې جنګ د ماتې غشي وخوري په زړه
داسې شيبو ته امتحان راوړئ
****
سولې وئيل   دژوند سندره يمه
ځانته مې خپل کړئ جادو ګره يمه
د خپلواکي دژوند الهام درکوم
د جنګ رقيب  يم نغمه ګره يمه
****
ځانته ته مې وغواړئ نګار مې کړئ
د پګړۍ ول ګل د دستار مې کړئ
سوله  د حفيظ د مينې ګل يم خلکو!
د هرافغان دژوندسينګارمې کړئ
 
ولې چې لکه څنګه ما مخ کې هم ویلي دی چې دا د ملالې ادې په لاره راوتې د هغې داسې لمسۍ ده چې په لاس کې یې  توره او توپک نه بلکې قلم او کتاب دی  چې د پښتون قام و سالمیت ته یې په تړلي ملا په ښځینه مړانه وړاندې کوي ، نو ځکه خو د هغې یوه خوندکۍ عزتمنه ثریا مکیز ودې ته داسې د خپله مینه ډالۍ کوي او د (بهار) تر عنوان دلاندې نظم کې یې داسې  ستاي
 
                                                                                                               
ته شوې ملاله دميوند چې تاهمت کړيده
په جرګه مارو باندی غږ دننګ غيرت کړيده
تا د نازو بچو ته ورکړه ديوالي سبق
سولې اواز ته دی نړۍ هم عقيدت کړيدی
ته شوې دسولې سپين کوتره پښتنې ملالې
تا د وطن پښتنۍ مورلره خدمت کړيده
تا زيارتونو کې الله ته دوعا ګاني کړي
تا د پښتون ټبر لپاره شهامت کړيده
په غربي کلې کې تل ګل اوسې بهاراوسې
پښتنۍ خورې شملګۍ دننګرهار اوسې        
  زرلښت حفیظ چې خپله هم انسان پرسته ، پښتون خوښې او د نېکو پښتني احساساتو د استعاراتې تجسیم او د مخو ورې ادبي څېرې جنۍ ده د سولې پرته داسې ښکارې چې مینه مینه هم ده ـ ولې چې د هغې په شاعرۍ کې مینه د ایمان تر انده پاکه او درنه لیدل کېږي ـ ماته داسې محسوسږي لکه هغه چې هم مینې ته د انسان دوستۍ نوم ورکوي لکه زه او هر ریښتونی شاعر چې یې ګڼي ولې جې مینه که څه هم د محبوبه یا محبوبه په اړه اشکالي بڼه لري خو تعلق یې  د هغو زړونو سره دی چې ورته د لوی خدای (ج) کور ویل کېږي ـ نو ځکه زه خو د دې درنې پښتنې په شاعرۍ کې هم مینه د لېونتوب ورستۍ پولې سره جوخته احساسومه ـ هغه مئینه  ده، لاکن مینه یې پولې نه لري او هغسې مجازي خوبولې تاثیر چې ورته عامه مینه ویل کېږي بلکې د زرلښتې مینه ماته حقیقي مینه ښکاري ـ که څه هم داسې اشارې نه لري خو د جنون انتها یې د خالق حقیقي په لټون ستړې لري ځکه خو ګرسره نه ستړې کېږې د مینې په شاعرانه اظهار ـ په لفظي تراکیبو او مصرو په جوړولو کې یې بې ساختګي  د هغې د زړه او ذهن په اړه د جمالیاتي حسن اشارې څرګندوي کوم چې د هر ښه شاعر په شاعرۍ کې لیدل کېدای شي ـ د زرلښتې عضقیه شاعري بلا تاثیر هم لري خو د یوې حیاناکې  پښتنې پېغلې په شان د مینې  و اظهار ته داسې په شاعرانه ژبه چمتو وي چې د مجاز او حقیقت امتزاج پکې د ورایه غزونې کوي  او دلته په دې دوؤ شعرونو کې زما د پورتنۍ خبرې صداقت کېدای شي د هغې په هکله تصدیق ته ورسېږي   کله هم ويلې درته نه شم چې زړګۍ مې يي دا اقرار په ژبه درته نکړم چې لالی مې يي زما دپښتنې غرورور خيالونه راته وايي چې دومره ورته وايه چې پوهيږم ليونی مې يي   په آخیره کې د لوی عمر د دعا سره ګنډلې دا خبره خور زرلښتې ته کومه چې ... ګوره ګوره چې زړه ماتې اوستړې نه شې  ـ دا زما او ستا په سر را نړېدلای د سولې غر به انشاالله یوه ورځ رنګ راوؤي ـ بس هم دغسې په نره مخ مخته په نیک نیتۍ سفر جاري ساته ... ستا ورو .. هسې یو افضل شوق، چې ستا له دې لاندېنۍ هیلې او دعا سره سم لاسونه پورته کوي چې تا په خپل یو  مضمون .. د سولې پېغام .. سرخط لاندې د بشریارې په   اړوندکښلې ده . .                                                                                                                                     ( په جنګ سالارانو باندې غږ کوم ، ژوند ته د ژوند لاره غوره کړئ هغه وخت راتلونکی دی چې سلا ، قدرت، سرمایه هر څه به په دونیا کې درنه پاته شي نو ځکه اوس زه جنګ نه کرکه کوم او بشریت ته سوله غواړمه  خدای دي د نړۍ په ټولو انسانانو و رحمېږي امین یا رب العالمین )                                               **** دسولې پيغام **** سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله دملت د اعتماد معنی
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله دجنګونو اختتام معنی
سوله په نړۍ کې د ارام معنی
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان  د هغې نظم .. (دمينې ورځ کې دتصويرغوښتنه) د لوستلو ورسته یو تاثر  
د انسان
حېوان
مرغانو ازار څه چې ،
د مېږي زړه
كه مو هم زهير كړو كله
زما اروا به
ناکلاره وي په ګور كې
 
دا نظم چې مې کله د افضل زادو په نوم نوشته کولو نوزه د ځان جهانه داسې وتې وم، چې دَ لوی څېښتن بندګان څه چې په یوه نا یوه حواله چې موږ ټول ټال ژوند کونکې که هغه انسانان دي، مارغان ، حېوانان او حسمانان  په خپلو کې د سترخالق د تخلیق په اړه یو بل سره تړلي یو .. هو، شاید چې داهم د انسان د افضلیت د معراج سوچ ؤ او یا فکر ـ  ولې چې انسان د اشرافیت په داسې درشل کې ولاړ مخلوق دی چې سارې نه لري ـ
 
 
په واز کومې وایمه چې زه ځانته د هر څه نه بالاترپښتون وزمه انسان ویل خوښوم او غواړمه چې دا انسان دي په خپله ښایسته څېره هم داسې مخه ور وي لکه ورباندې په تاریخې حوالو مشهوره هم دی ـ نو لازمه خبره ده، چې زه به هر هغه څوک چې د مینې او سولې ږغ پورته کوي ملګرې هم یم ـ داسې یو خوږ ږغ مې په تېرو څو ورځو کې د لر او بر د ویب پاڼې له توسطه د خوږې خور زرلښت حفیظ بشریار چې ماته د سولې د رښتې په اړه ډېراحترم هم لري داسي په تاثیرسره ګنډلې تر غوږه شو، چې زه یې د هغې د ادبي زیارپه ستاینو له خوده مجبوره کړم ..
رښتیا خبره دا ده، چې د زرلښتې خور هر نظم که هغه وړوکې دی او که اوږد، پابند دی که آزاد، زه یې داسې په نره د حقائق و هیندارو ته مخامخ ودرولم چې ما نه یوازې خپله غاښوره انساني څېره پکې ولیدله بلکې زما د انساني څېرې په ګونڅو کې یې بلا نالیدلي داستاني څېرې هم د دیومالائي شکلونو سره پېوسطه داسي راښکاره هم کړې چې دا خپل ځان مې د انسان په جامه کې ځناور و سنجولوـ ګوا د هغې په پښتني سوالیه شعریت کې راته انساني فکري او تخیلاتي عظمت د ورایه راته څرګندېدل پئیل شو- او زه یې د ځوابونو د راټولولو په لارلیکه په ویاړ چمتو کړم -  مطلب دا، چې زرلښته خور چې څومره د بیان په اړه رښتونې پښتنه ده هومره یې د فکر هنري کمال هم د انتها پولې ښکلوي ... هغه د زړه خبرې په خله که څه هم د یوې درنې پښتنې په څیر نه شي کولی خو د قلم توري یې په نېغه ږغېږي ـ
 
  داسې هم نه چې خپل قلم په ځنځيـــــرونو تړم
داسې هم نه چې خپل ارمان ته زولــــنې اچوم
 
 دا پورتنۍ دوې مصرعې د زرلښت حفیظ بشریار چې د هغې د یو ښکلې نظم (د مینې ورځ کې د تصویر غوښتنه) برخه دي کې د هغې د شاعرانه تخیل د خپلواکیت اظهار په نره عیان دی نو پکې د انسانیت ادبي څغل له جرات اوهمت سره په ګډه هم مستوره ښکاري – هغه ساده خبري د یو ژور فکر سره تړلي کولو په حق کې ده ـ داسې راته معلومېږې چې هغه که شاعره نه هم وای نو د حق مبلغه به وای –
 
داسې هم نـــه چې سترګې نلرم څه نه ګورمه
داسې هــــــــم نـــه چې زه کڼه يمه څه نه اورمه
داسې هم نه چې زما زړه ديوې ډبرې په شان
داسې هم نه چې يوکالبوت يمه څه نه وايمه
 
هو، زرلښت حفیظ خورکۍ دلته هم د غوښین انسان په څیر رښتیا ته ملا تړي او ځان د غوښو، هډوکو او ساه تر مینځه مجسم بني آدم ګڼي – خبره یې هیڅ چل ول نه لري خو له دغه رنګه نظمیه اشعارو نه یې ادراک د انسانیت د خمیر او ضمیر د احترام ترهانده معناګانې شیندي – په خټه درنه پښتنه خو په اصل د انسانیت د بې مثاله تصور یو داسې تصویر دی چې حیا یې څادر، همت یې نرینه او پیام یې د روحاني مینې په لار د شیطان په مقابله کې د انسان بې کچه مخوري مقصود دی – نو څکه خو په دې نظم کې هغه د ورحې د رڼاکانو په علامتي پېرائیه کې د تصویر د غوښتنې خواست یونادانه طلب ګڼي .. ګوا دا حالیه انساني لالچ او ځان خوښي په مصداق په هست کې د نیشت د فالسفې غندنه په ډېره واضحه او پښتني لهجه کې کوي – ولې چې هغه یقین لري چې جق رښتونې دی او هر څرکېدونکی شئی سره زر نه وي ـ
دعا کومه چې خدای پاک دي زما شیرینه خور زرلښت حفیظ بشریار په هره حواله هم دغسې درنه او مخه وره پښتنه لري .. آمین
 افضل شوق - 2010/02/10

افضل شوق

بېرته شاته