سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360951

دَ سولې ارمان ژنه شاعره ---- زرلښت حفيظ بشريار


2014/30/01

دَ سولې ارمان ژنه شاعره ---- زرلښت حفيظ بشريار

 

زنانه ذات چې ورته صنف نازک هم وئيلې شي ډېر نازک زړونه لري چې لۀ مينې او خلوص نه ډک وي او دَ نارينه ؤ پۀ نسبت دَ نفرت او خودغرضۍ لۀ زنګه صفا سوتره وي ـ دوي لۀ جنګ او نفرت ځنې کرکه کوي او پۀ بې وسه او مظلومو خلقو ډېر زر خفه کېږي ـ ډېره حساسه او دَ نارينه ؤ نه زيات جذباتي وي ځکه نو چې څۀ دردناکه واقعه يا پلمه ورپېښه شي نو بې قراره شي ـ دَ نورو تکليف او دړد ډېر زر محسوسوي دَ کوم وجه چې په دوي کښې دَ محبت، شفقت، اخلاص او همدردۍ دَ جذباتو زياتوالی دی ـ دَ مزاج پۀ حساب سره هم دَ نارينه ؤ پۀ مقابله کښې پۀ دوي کښې دَ لهجې تريخوالی کم او دَ شرم و حيا، محبت و اخوت او دَ مينې جذبات زيات دي ـ ولې دَ زنانه ؤ نازکيت او حساسيت پۀ هېڅ توګه دَ دوي نقص يا عېب نۀ شي ګڼلې بلکې دَ دوي يوه داسې ځانګړتيا ده چې دَ دوي دَ جاذبيت او ښکلا سبب ګڼلې شي ځکه خو دَ اردو او فارسۍ ژبې شاعر اقبال دَ صنف نازک وجود دَ دنيا دَ تصوير رنګيني او ښکلی والی ګڼي وائي: وجود زن سے ہے تصویر كائنات میں رنگ
اسي کے ساز سے هے زندگی كا سوز درون پښتنه ټولنه او پښتون قام پۀ دې حقله ډېر خوش قسمته دی چې کۀ يو خوا ته دې خاورې داسې زلمي او قهرمانان پېدا کړي چې دَ پښتون قام او پښتنې خاورې خلاف راپورته کېدونکي دَ هر دښمن او هر سازش پۀ ضد لکه دَ اوسپنې دَ دېوال ولاړ پاتې شوي دي او دَ قام غېرت او ناموس يې برقرار ساتلی دی نو بل خوا ته يې داسې قهرمانانې غېرتنمې پښتنې هم زېږولي دي دَ چا له غېږې نه چې دَ خپل وخت پياوړي جنګيالي، نوميالي قهرمانان رالوئي شوي او دَ دښمن هره حمله يې پۀ شا تمبولې ده ـ دَ دې خاورې تاريخ دَ نازو انا، زرغونه انا، او دَ مېوند دَ ملالۍ نه واخلې  دَسوات دَ ملالۍ پورې يو شمېر نورې ډېرې پتمنې او غېرتي پښتنې پېدا کړي چا چې دَ خپل وخت دَ ظلم او جبر او دَ بهرني يلغار او يرغلونو خلاف دَ خپل وس او استعداد مطابق خپلو مزاحمتي هڅو ته دوام ورکړی دی او دَ تاريخ پۀ پاڼو کښې يې ذکر پۀ ځلانده ټکو سره شوی دی او کېږي لګيا دی ـ
دَ شعر و ادب مېدان کښې هم دَ پښتنو زنانه ؤ کردار دَ چا نه پټ نۀ دی ـ پښتنو زنانه ؤ وخت پۀ وخت دَ عصري تقاضو سره سم پۀ زړۀ پورې ادب تخليق کړی دی او دَ پښتو ادب پنګې کښې يې ګټورې اضافې کړي دي ـ دَ خپل تانده قلم پۀ ذريعه يې  دَ دې ټولنې دَ اصلاح، دَ پښتون اولس دَ بېدارۍ او بيا رغونې هڅې کړي دي چې پښتانۀ به پرې تل وياړي ـ پۀ نني مادي دور کښې چې هر ليکونکی او شاعر دَ خپل ضرورت، فايدې او شهرت دپاره لګيا دی ليکنې کوي يا دَ يوې خاصې ډلې دَ موقف پۀ تائيد کښې لګيا دی له کومې سره چې يې مفاد تړلي دي، داسې شاعران هم شته چې بې دَ څۀ لالچ او غرضه صرف او صرف  دَ پښتون اولس دَ بېدارۍ او رغونې هڅې کوي، پۀ تباهۍ يې خفه کېږي او پۀ کاميابۍ يې دَ خوشحالۍ اظهار کوي او حوصله يې زياتوي ـ پۀ دغه رقم شاعرانو کښې يوه ليکونکې محترمه زرلښت حفيظ بشريار هم ده ـ دا خوږ ژبې شاعره، دَ پښتون اولس نبض شناسه ، پۀ پښتو او پښتنو مئينه،  تکړه ليکونکې دَ هېواد خواخوږې او دَ قام پۀ دړد غمژنه دَ وطن نه لرې يو غربي هېواد کښې ژوند کوي  ځکه نو دَ وطن نه دَ لري والي احساس، دَ هېواد غمونه، دَ جنګ غميزې،  دَ اولس تکليفونو او دَ بې وسۍ دَ څړيکو  ترجماني دَ خپل فن پۀ ژبه کوي او دَ دې دَ اظهار دپاره يې دَ شعر لاره خوښه کړې ده ــ
زرلښته دَ يو حساسه ذهن لرلو پۀ وجه دَ خپل فن په ذريعه دا کوشش او هلې ځلې کوي چې ژوند دَ امن، راحت او دَ شرافت نه ډک انساني اقدارو په ذريعه مزين کړي. هغې دَ دې ښائست لاس ته راوړلو دپاره دَ يوې ناقلاره مرغۍ پۀ شان چغې سُورې جوړې کړي دي چې خپل هېواد وال دَ سولې او پرامنه ژوند پۀ افاديت پوهه کړي ـ هغه اولس دَ جنګ دَ تاوژن ماحول نه ژغورل، دَ غفلت لۀ خوبه رابېدارول،سولې طرف ته بوتلل او هغوي ته خپل پړقېدونکی ماضي ورښکاره کول خپل اولنی فرض او نصب العېن ګڼي لکه چې وائي:
زما هدف خو ويښول دَ قام دي
خپلو وعدو باندې وفا پښتو ده بدقسمته پښتون اولس دَ تېرو سو لسيزو راهسې دَ يو شمېر ستونزو او جنګونو سره مخ دی دَ کومو لۀ وجې چې دَ دوي پۀ زرګاؤ کاله زوړ تاريخ، کلتور، ثقافت او هېواد ته بې شانه زيان رسېدلی او لګيا دی رسي ـ زرلښته دَ ننني دور دَ هاغه کمو مګر پوهه او نبض شناسه ليکونکو او شاعرانو دَ صف شاعره ده څوک چې پۀ ښۀ او بد کښې فرق کولې شي او دَ قام پۀ نبض پوهه دي، څوک چې دَ خپلې زورورې شاعرۍ پۀ ذريعه خپلې ټولنې کښې دَ اخلاقي اقدارو دَ بيا رغونې او انسانيت دوستۍ سبق ورکوي او دَ نوي کُل دَ اصلاح او روزنې کار کوي او دا لوئي او مهم کار هغه دَ خپلې مشهورتيا يا دَ ميډيا دَ توجه حاصلولو دپاره نۀ کوي بلکې هغه دَ خپلو سترو اتلانو هغه هڅو او کوششونو ته دوام ورکوي کومې چې هغوي دَ خپل اولس دَ ترقۍ او پرمختګ دپاره پېل کړې وې لکه چې وائي : زۀ دَ نازو پۀ پله روانه يمه
تصوير يې نۀ وۀ، نوم يې وۀ لېونی زرلښته هم دَ هغې ټولنې يو حساسه بنيادم دی پۀ کومه ټولنه کښې چې ژوند سلګۍ وهلې، تُوره تېرۀ خو قلم زنګ پاتی شوے، دَ ټوپک تېرۀ اواز خو پورته کېږي ولې دَ شپېلۍ پۀ غږ قدغن وي چرته چې کور کلي او ژبې خاموشه، ونې بوټي مړاوي، ګلونه او باغونه تالا ترغه شوي، ژبې ،موسمونه، ولې او ګودرونه وچ کړس شوي ـ چرته به چې پخوا لويو سيندونو چپې وهلې هلته سپېرۀ ايرې والوتې، پۀ کومه زمکه به چې بارانونه ورېدل هلته اور اوورېد،ښايسته ابادۍ ورانې شوې او کهنډرې جوړې شوې، چرته به چې جونو يو بل پۀ سرو ګلو ويشتل هلته دَ ګولو او بمونو ګوذارونه وشو او چرته نه چې ژوند کډه وکړه دَ زرلښتې شاعري پۀ هغه خاوره دَ سولې او امن دَ سپينې کوترې چورلکونه غواړي هغه هاغه زاړۀ منظرونه لټوي چرته به چې ژوند حقيقي سکون او ارام موندۀ او چرته چې دَ هغې دَ ماشوالي يادونه دفن دي ـ هغه دَ دې تاوژن چاپېرچل او لمبه شوي هېواد دَ خلقو دَ جذباتو او احساساتو ترجماني کوي او دَ هغې فرياد دَ هغې دَ شعر پۀ ژبه څۀ پۀ دا رنګ مخې ته راځي : ميرات شې جنګه څنګه زړۀ باندې مې غم تېروم
دَ ژوند ګړۍ مې پۀ سلګو او پۀ ماتم تېروم
دلته چوپتيا ده دلته زړونو کښې سازونه نشته
زرلښت دَ ځان سره مشغوله مجلسونه نشته يا دا: زۀ دَ ښکليو دَ کاکل يو سپين ګلاب
تا ستي کړمه دَ جنګ پۀ لمبه ګۍ هغه دَ جنګ دَ نقصاناتو نه ښه خبر ده ځکه چې هغه خپله دَ جنګ دَ غميزو ښکار ده ـ دَ ټولنې دَ يو حساسه وګړي په طور هغې دا هر څۀ ډېر لۀ نزدو نه محسوس کړي او ليدلي دي ـ هغه پۀ دې پوهه ده چې جنګ صرف او صرف بربادي لري، جنګ چرې هم دَ مسئلو او ستونزو حل نۀ دے، جنګ صرف کونډې رنډې، يتيمان، مات ګوډ، پرهر پرهر نيمګړي وجودونه او بې سر و سامانه مهاجر انسانان زېږوي چې لې پۀ لې او در پۀ ديکه لۀ خپل هېواد نه نورو نااشنا هېوادونو ته مخه کوي او لويو غميزو او شخړو سره مخ کېږي ـ ځکه هغه دَ سولې پۀ  انتظار او هيله ده او دَ ټولې نړۍ دَ انسانانو دپاره دَ سولې سوال او خواست کوي : سوله دَ نړۍ هر يو انسان غواړي
سوله دې وطن ته هر افغان غواړي
سوله ده جنګونو ته دَ پاې ټکی
دا سوي باغونه يو باغوان غواړي يا چې دَ اسيا پۀ زړۀ کښې وکړي پرواز
زرلښت دَ سولې سپين کوتر يادوي خپل اولس او خپلې خاورې سره مينه، دَ ټولنې دَ خرابو احساس، دَ اولس غم دړد محسوسول، دَ مسافرۍ جذبات او دَ وطن دَ بيا ودانۍ عزم دا ټول کېفيات دَ دوي دَ شاعرۍ پنګه ده ـ لهجه يې دړد نه ډکه، همدردانه او مخلصانه ده چې پکښې دَ ژوند ترخو لمحو او ستونزو يو سوز او تاثير پېدا کړی دی دَ دوي دَ لهجې تازګي او خود اعتمادي لوستونکی ځان پله راکاږي ـ دَ زرلښت اواز دَ نن اواز دی  قام چې نن دَ کومو ستونزو، حادثو او پېښو سره مخ دی دا اواز دَ دغې پېښو دَ دړد او سوز نه راپورته شوی اواز دی ـ ما دَ ژوند بهار ونۀ ليدو هېڅکله
تړمو اوښکو سرو لمبو کښې اموخته يم پۀ کومه ټولنه کښې چې ژوند کول ګران شي ، چرته چې دَ مکر و فريب او رياکارۍ پړدې راخورې شي او دَ سپينې کونترې ځائی ورک شي او چرته چې دَ بارودو بوئي فضا الوده کړي او نښترې او چينارونه لمبه شي نو بيا دَ معاشرې دَ داسې حالت پۀ ليدو دَ هر حساس زړۀ او دماغو لرونکی پۀ چغو چغو دَ خلقو پۀ رويو تنقيد شروع کړي ـ زرلښته داسې ماحول کښې کله چپ پاتې کېږي هغه دَ مثالونو او علامتونه نه کار نۀ اخلي بلکې پۀ ساده او روانه لهجه کښې دَ حالاتو تريخوالی او سنګيني بيانوي او دَ ازادۍ خواهش څرګندوي ـ هغه دَ خپلې ازادۍ دَ اظهار کولو نه هېڅکله نۀ ويرېږي او هرې قربانې ته غاړه ږدي : کۀ دَ سر پۀ بيه کېږي قربانۍ ته يم ولاړه
ازادۍ باندې مئينه حماسه مې کړه پښتو ته  د زرلښتې دَ شاعرۍ د ټولو نه لوئی او اهم اړخ د هغې د مسافرۍ، هجر او غريب الوطنۍ له احساسه زېږېدلې، له درده ډکې هغه نغمې دي چې يو خوا پکښې د وطن نه د لرې والي شدت او مينه څړيکې وهي بل خوا پکښې  دَ وران وطن دَ بيا رغونې ارمانونه موجزن دي او دغه هر څۀ هغې په دومره دردېدلي انداز او صداقت سره په خپل شعر کښې ځائی کړي دي چې د هغې شاعري پرې په دغه حواله نوره هم  پارونکې او زوروره شوې ده دَ مثال پۀ توګه دَ يو نظم دا ښائسته بېتونه: ما سرې اوښکې تويولې
ما سلګۍ سلګۍ وهلې
خپل وطن مې يادولو
لۀ زړګي مې وينې تللې يا دا شعرونه چې دَ وطن نه دَ لري والي احساس پکښې پۀ ډېر ښۀ شان ځائی شوی دے: لۀ هغه وخته چې زۀ اوسم رڼاګانو ښار کښې
ما ته دَ ژوند هره لحظه پيکه پيکه ښکارېږي
دَ ننګرهار دَ ګلو باغ هوا پۀ سر مې لګي
پردی وطن راته زندان ، راته پنجره ښکارېږي  هر څو کۀ شاعره دَ خپل کلي او وطن نه لرې يو ښکلي مغربي هېواد کښې دَ ژوند شپې سبا کوي او هلته مېشته ده ولې هغه هره ورځ دَ تخيل پۀ نيلي سَوره دَ خپل هېواد دَ کونډو رنډو، وږو تږو ماشومانو، غم ځپلي اولس او دَ کلي دَ خړو پړو کوڅو سېل کوي او دَ وطن مينه، دَ خلقو ويرونه فريادونه او دَ بې کچه مينې شدت دَ هغې پۀ شعرونو کښې يو سوز او تاثير لۀ وده ورکوي او هغه نوي کول او زلمو پېغلو ته دَ وطن دَ بربادۍ قيصه، دَ حالاتو سنګيني ، دَ اسلافو دَ مېړانو څهره دَ شعر پۀ ژبه مخې ته کوي او دَ هېواد دَ سردوباره دَ ودانۍ نصيحت ورته کوي : مټې ونغاړئ پرهار ته زخمي شوې پۀ ټټر يم
نظر وکړئ ننګرهار ته زۀ ښايسته کابل کنډر يم
نن پردي راغلي دلته چا ويشتلي پۀ ځيګر يم
پېغورونو کښې راګېر يم دَ پردو دَ جنګ سنګر يم
دَ احمد دَ ننګ کوډله زۀ خو تاج دَ خوشحال خان يم
خپلو بچو لره غېرت يم زۀ ازاد افغانستان يم  هغه دَ پښتون تاريخ دَ پاڼې پاڼې نه خبر ده او دا يقين يې پوخ دی چې پښتانۀ دَ هر قسمه ستونزو او مشکلاتو نه دَ بهر راوتو صلاحيت او همت لري ـ دَ هغې پۀ نيز پښتانۀ دومره کمزوري او ناتوانه نۀ دي چې دَ دې امتحان او ازمېښت نه به ونۀ وځي ـ هغه نوي کُول ته خپل شاندار ماضي مخې ته ږدي او حوصلې يې تودوي: ما ليدلي پښتانۀ کمزوري نۀ دي
دَ تاريخ زرينو پاڼو کښې ښکاره شئ يا دا شعرونه چې اودې جذبې راپاروي : پاڅه پاڅه وزر ماتې مرغۍ پاڅه
لکه باز بيا پۀ پرواز دَ پښتونخوا شه
لرو برو پښتنو ته سوله راوړه
هر قدم کښې دَ ړاندۀ دَ لاس امسا شه دَ برټرنډ رسلز وېنا ده چې څوک سياسي شعور نۀ لري هغه دې ځان ته شاعر اديب نۀ وائي ـ نو هرکله چې "رسلز" دَ يو عام ليکونکي دپاره دا ټکي پکاروي نو دَ زرلښتې غوندې يوه حساسه شاعره څنګه دَ سياسي شعور نه محرومه پاتې کېدې شي؟ هغه سياسي شعور هم لري او دَ خپلې نظريې او قام پرستې جذبې پرچار هم پۀ ډېر ښۀ شان کوي ولې دَ هېواد سياست نه کرکه کوي او دَ سياست پۀ نوم کېدونکې دغه ناوړې لوبې نه وېزاره ښکاري ـ هغه دَ خپل قام خدمت دَ خپل وس مطابق دَ خپل فن او خپلو سپېځلو جذبو پۀ ذريعه کوي ځکه چې هغه سياست دَ شېطانانو، خودغرض سوداګرو او حوس ناکو لالچي خلقو لوبه ګڼي: دَ سياست ډګر ته نۀ دانګمه ځکه
هم بېزاره لۀ لعين او هر شېطان يم دَ زرلښت حفيظ شاعري دَ ژوند عکاسه، ترجمانه هغه هنداره ده چې پکښې دَ هغې رومانويت، مقصديت، پښتو، پښتونولي، قام پرستي او دَ دې خاورې دَ خوشبو سره سره پکښې دَ خپلو اسلافو اتلانو او مشرانو سره دَ زړۀ مينه څرګنده ده ـ دَ پښتون قام لوئی مبارز او ستر لار ښود خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان، پښتنو اتلانو او شاعرانواو دَ هغۀ دَ قافلې سُور پوشو خدائي خدمتګارانو ته پېرزوئينې ځائی پۀ ځائی دَ دوي شاعرۍ کښې پۀ نظر راځي: بيا دَ وياړونو ها سپين غر يادوي
دَ "اسفنديار ولي" خېبر يادوي
چې لر و بر پښتانۀ يو کړي سره
بيا دَ "ولي" بابا ټبر يادوي
دَ سر پړونی به جنډه کړي ورته
فخر افغان دَ هوډ نظر يادوي
يا بيا دَ غني دَ شعر ديوان سره موجونه وهم
زۀ دَ ولي بابا ارمان اټک، خېبر يادوم دَ زرلښت شاعري، هېواد سره دَ بې کچه مينې،  او خوږو يادونو شاعري ده چې پۀ لوستو يې دا تاثر رامخې ته کېږي چې دَ هغې پۀ نيز دَ بشريت، انسانيت او خاورې سره مينه دَ ژوند اصل نوم دی ـ هغه خپل هېواد کښې دَ سولې، سوکالۍ او خوشحالۍ داسې فضا جوړول غواړي چرته چې نۀ څوک ازارېږي، نۀ څوک ځورېږي چرته چې دَ فطرت حسن وي، سپرلی وي، ګلونه وي، دَ څوارلسمې دَ سپوږمۍ ځلا وي، پۀ هوا کښې خوشبوئي او دَ امن او سرور نشه خوره وي او دَ مينې کولو ټوله ازادي ترلاسه وي ـ چرته چې فطرت دَ خپل ټول حسن او ښايست سره ځلېږي، دَ نُور او سرور باران ورېږي، ولې او سيندونه نڅا کوي او دَ فطرت پۀ دې دلفرېبه او زړۀ پورې وادۍ کښې دَ دنيا غمونه او اذيتونه نۀ وي ـ  دَ هغې شاعري پۀ رومانوي انداز کښې دَ قامولۍ، امن، مينې، او اشتراکيت يو ښکلی امتزاج دے. ژبه يې ساده، روانه او اسانه ده نظمونه او غزلې يې دَ زړۀ دَ وارداتو او دَ مينې محبت دَ مختلفو کېفياتو سپېځلې نمونې دي، او دَ خيال او فکر دَ ګلونو زړۀ راښکونکې ګلدستې دي: دَ غېرت وينا مې ګرځي پۀ رګو کښې
دَ وطن مينه کښې سوې پروانه يم دَ زرلښتې ليکونه دَ هغې دَ تعميري سوچ او قام پرستۍ ائينه ده چې دَ هغې حب الوطني او دَ قام درد پکښې ښکاره دے. بشر دوستي،دَ نړۍ دَ ټولو انسانانو سره مينه او وسيع القلبي يې دَ شاعرۍ خدوخال دي او دَ ښۀ ژوند تېرولو سليقه او دَ ادميت او سړيتوب قرينه لري. بايد چې مونږ يې په شاعرۍ کښې دَ فن نه زيات فکر ته اهميت ورکړو او خپل عملي ژوند له ترې څۀ حاصل کړو چې دَ دې مقصدي او افادي شاعرۍ مقصد او افاديت دَ ټول انسانيت پکار راشي.
دَ هغې شاعرى کۀ ځينې هُښيارو او پوهه نقادانو ته هر څنګه وښکاري خو دَ خپل وخت پۀ تناظر کښې يې لوستل ناګزير دي. زما پۀ خيال هغه يوه رومانی او پښتنه قام پرسته شاعره ده چې دَ خپلو قلبي وارداتو، احساساتو او جذباتو پۀ رَو کښې دَ خپل وطن او اولس دَ ساندې ساندې ژوندون سره سمه دَ غم او درد نه ډکه داسې شاعری کوي چې سوز او ګداز هم لري او دَ عصری غُښتنو څرک او درک پکښې هم لګي بايد چې دا وګړي او لوستونکي دَ هغې قدر وپېژني ـ زرلښت به پښتنو لره دَ سولې پېغام راوړي
دا وخت او دا وګړي مې پۀ قدر نۀ پوهېږي دَ جنورۍ شپږ ويشتمه
دَ اتوار ورځ
کلے ، مردان 2014ء

توقير احمد يوسفز ی

بېرته شاته