سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286225

دزرلښت حفيظ دسولې اواز


2014/31/01

دزرلښت حفيظ دسولې اواز 

 
 هغه ښځينه شاعره چې د خپل ويرځپلي پښتنوته او د افغانستان په خونړيو جنګونو کې خپل مظلوم اولس د پاره تل  يې دسولې اواز پورته کړې ده داوياړ نه يواځې دشاعرې دپاره بلکه دپښتنوپه ټاټوبی کې دهر پښتون وياړده چې  زرلښت حفيظ د هيواد دتاريخ په بيا ژوندې کولو کې او په تيره بيا د وطن پرستې د ولوولو نه ډکه رنګينه شاعرې کړيده  زرلښته يواځې شاعره نه بلکې يوه ښه ليکواله او ښه ژباړونکې هم ويلې شو . که تاسې اوريدلې وي کله چې د باز بچې الوتل زده کوي نو د مور شاته وخيژي د پرواز کولو چل زده کړي خو زه اوس دغه څه نه هغه پورته ګڼمه دا ځکه چې زرلښته  اوس  د ادب د اسمان په لوړو هوا ګانو کې پروازونه کوي دا نو دباز بچې غوندې نه غورځي بلکه د پښتو د ادب په تاريخ کې نازو انا په څير يوه انا شي څوک هم د اولې نه انا او بابا نه وي کله چې دپښتنولي احساسات پرې غالب شي د وطنپرستي احساساتو سره سم عمل وکړي نو کارنامې وپينځوي او خپل تاريخ رنګين کړي او خلکو ته  غيرت،پښتنولي ،سوله او ورور ولي ور زده کړي چې پښتون څوک او دنده يې څه ده مادزرلښتۍ په ليکنو کې ډيره رنګيني ليدلې ده زرلښته په کراتو کراتو دسولې اواز پورته کولو تر څنګ  په لراوبرو پښتنو دپاره دسولې د جرګۍ دبللو غوښتنه کړيده دبلګۍ په ډول تاسې ته يو څو شعرونه مخې ته ږدمه. دسولې جرګه
 
شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټولي را ښکاره شئ
 
د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ
 
ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي د غيرت هسکه شمله شئ
 
دوختنو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
 
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ
 
د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شی جرګه شئ
 
دسولۍ جرګه
شمله وروپه جرګوسره يي جوړکړئ
دپښتون قام په دودوسره يې جوړکړئ
زمانې پرمونږ ډيري نادودي وکړی
په کلک هوډدپښتنوسره يي جوړکړئ
****
باچاخان غوندی دسولې په قانون شئ
دوختونو تقاضا ته کلک پښتون شئ
لرو برو پښتنو لاسونه ورکړئ
بيادسولې دکاروان ملي تړون شئ
****
داسې نه چې خړطوفان موسره يوسي
لکه لعل دبدخشان مو سره يوسي
دپاريس انجنوته بيادغاړې هارشي
پښتنې به تر ليلامه پورې يوسي
****
جنګ نوربس دی يوې سولې ته رضاشئ
ټوپک پريږدئ يودبل سره پخلا شئ
جهاني وايي "١*بيړۍ مونورډوبيږي"
قلم پورته کړئ د پوهي سپين رڼاشئ
****
دحفيظ دزړه رضا پلورې لاړ شئ
دژوندون دارتقا په لورې لاړ شئ
دوطن دموردويرټغر نور ټول کړئ
ميليتونو تقاضا په لورې لاړ شئ
****
نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ
ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ
سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی
بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ
١*دجهاني صاحب يوشعر څخه يادونه شوی
دی ته ورته ډير نور شعرونه
 
 

وږمه - 2010/02/07

بېرته شاته