سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449341

زرلښت حفیظ ، دلوی افغانستان په تاريخ کې د مینې او سولې ژوندی اولمړنې علامت


2014/02/02

  زرلښت حفیظ ، دلوی افغانستان په تاريخ کې د مینې او سولې ژوندی اولمړنې علامت
 
پښتو یوه لویه او ډېره قدیمه ژبه ده ، دا خبره نه یوازې پښتانه کوي بلکې ژبپوهان هم له دې دعوې سره پوره پوره اتفاق لري خو خبره دلته بلا شکمنې مفروضې هغه وخت د سیالانو په مزغو کې  پیدا کړي چې کله موږ په خپل تاریخي همت او عظمت ویاړنه شروع کړو او د شپېشتو په ډانګ ختلي وایو ، چې زموږ نیکه ګانو څو څو لسیزه پېړیانو دلته هلته حکمراني کړې دي او داسې آسې توري یې د غېرت او عزمت وهلي دي .. کوم چې من وعن رښتیا هم دي خو د مخته وتو ژبو د سیالانو ژبمینانو دا راپورته کړل شوی سوال موږ که وهم غواړو نه شو رسولای چې ګنې زموږ د دې دومره ماړه تاریخ پرته هم د دې قام ژبه یانې پښتو ولې د یو سو سوه کلونو ترشا تر تاریخه محدوده پاته شوه
خو پتمنې زرلښت حفيظ دخپل  پښتون تاريخ دبيا بيا ژوندی کولوکې سترنقش لوبولې شعرونه خو ډيرو ميرمنو ويلي يا ليکلي مګر د اغلې زرلښت حفيظ شعرونه نړۍ ته چلنج ورکوي که مونږد جنګونو پس منظر ته نظر وکړو نو
 
په لوی او خواږه افغانستان چې په تېرو درینیمو لسیزو کې څنګه تودې او سړې تېري شوې هغه چې یادومه نو ژړا راځي – کوم کوم او څنګه څنګه ظلمونه په دې خاوره نه شول روا ؟
خو زه چې ځان د پښتو ادب وړه طالبه ګڼم خو پیدا هم په سره اور کې شومه ، لویه هم د بارودو په امبارونو شومه او اوس لا ګوره چې مرم به هم په دغه ویر کې که به دا اورونه یو ورځ مړه کېږي ؟
 نو ځکه څوک که له ما پوښتنه وکړي چې زما په ماشوموالې کې کومه د ماشومانو لوبه خوښه وه، نو زه به  ورته په ژړا په دې شمه  چې ما خو بې د ویره، بې د ژړاګانو، بې د سلګیانو چې نور څه لیدلي دي هغه د خپلې کورنۍ د ځوانانو مشرانو او خپلوانو په وینو سره مړي دي چې هره ورځ به په کور او کوڅه کې ما لیدلو ـ خولې د هر چا تړل شوې وې .. مابه تپوس کولو چې دا څوک او ولې دغه خلګ وژني ؟ مور به مې راته ویل لورې په داسې خبرو سر مه ګرځوه ولې چې هیچاته هم هیڅ پته نه ده چې دا کور په کور او کلي په کلي جنګونه ولې او څوک کوي .. بس ځان غلی ساته چې ژغ دي د چا تر غوږونو نه ورسېږي – خو ددې هر ځناورتابه په چپه هم یو څو نومونه ؤ چې زما تر غوږونو به رارسېدلو، او ښځو به ورته ډېر احترام درلودلو.. او یو په کې د زرلښت نوم هم یادېدو او ویل کېدو به چې هغه شاعره ده او په شعرونو کې له خلکو نه تپوسونه کوي چې دا تاسو د مرګ او ژوبلې په څنګه غوبل اخته شوې یاست ؟ د چا په زد او د چا دپاره جنګونه کوی ؟ خدایه ته وګورئ نور جنګونه نه .. نور جنګونه نه ، خو خپل مشران مې په کور کې وشرمول – بیا نه یمه خبره چې چا د هغې په داسې خبرو عمل کولو که نه ، خوما یې د لیدلو اشتیاق په زړه کې درلودلو او د دې په هکله به مې خبرې په خوند خوند اورېدلې -
هغه یوه داسې ورځ وه ، چې زما به کله هم نه شي هېره ، چې کله ما په لومړي ځل دغه فرښته صفته زرلښت د خپلې کونډې مورکۍ او نورو افغاني کارینده ښځو په ځای کې ولیده – ولې چې په هغه ورځ چې ما د دې وضحه او سلوک د ښځوسره د یوې مینناکې مسؤلې په بڼه ولیده نو مې یقین شوه چې مورکۍ مو کومې کومې درنې خبرې د دی په هکله کړي وې هغه ټولې رښتیا دي – زما په سترګو کې اوښکې دنګې ودرېدې چې کله  دې زما په سر لاس کښېښؤ او راته ویل یې ته دې خپل سبق وایه او ژر عالي تعليم دې خلاس کړه چې د مور او کور ټولې ستونځې هوارې کړې – بس د هغې ورځې بیا تر ننه پورې زه د زرلښت په  قدمونو چې څنګه قدم ږدمه نو داسې محسوسومه لکه زه چې هم هغه جوړېدل غواړمه او د هغې په بڼه هر څه پښتو، او پښتني چوپړ ته سپارل غواړمه – خو چرته زه، چې په هیڅ کې نه یمه او چرته هغه چې خدای پاک د ځمکې په سر فرښته رالېږلې ده لاکن بیا هم چې د هغې پېښې کومه نو روحاني او قلبي تسکین مومه – هغه زما محسنه ده، هغه زما د خوبونو یو داسې تعبر دی چې زه یې د هغې په موجودګې کې ویمنه، هغه زما د زړه آواز ده، هغه زما د روح سکون او هر څه هرڅه .. زه کله کولای شمه چې هغه خفه ووینم، ماته یې موسېدلې څېره بیا بیا مخې ته راځي او بیا چې زما مخته ودرېږي نو زه داسې ګڼمه لکه هغه چې زما حقیقي راهبره وي او ده هم – خدای دي ورته ډېر زیات عمر او ډېري خوښالیاني ورکړي آمین - 
زرلښت یوه مئینه جنۍ ده، څنګه مینه کوي او په چا مئینه ده ؟ دا خبره کیدای شي ډېرو ته په مزغو کې رقم رقم سوالونه پورته کوي خو تر څو چې یې زه پېژنمه ، هغه کلکه پښتنه ده، پښتو یې د پښتونولۍ پورې د ځان برخه ګڼلې ده ، هغه د یوې خبرې جنۍ ده ، د حق د لارې ملګرې ده، د ظلم په زد ولاړ دېوال دی ، د جبر مخ نیوای کول یې یوازینی ارمان دی – د هغې خوبونه که څه هم په ښکاره مجازي بڼې لري خو د هغې په مینه کې حقیقي سوز او ساز غږونې کوي – هغه د هر چا دړد په زړه اخلي ، ځان انسانه اول بیا مسلمانه پښتنه ګڼي نو ځکه خو یې په شعرونو کې هرکله د سیمه ایزو منافرتونو نه ډډه کړې ده ، د زړه خبرې په خلې او قلم کولو داسې هنر لري چې زه ورته حقه حیرانه پاته شمه چې دا څومره په خوند او ښایست د زړونو تخنولو خبرې د شعر په ژبه کوي – کومه خبره چې ما په زرلښت حفیظ کې زیاته خوښه ده هغه د دې عملي ثبوت دی، هغه چې څه واي او یا څه لیکي هم په عمل کې یې هغسې ښکاره کوي – منافقت نه ډېر بد کېږي ، هغه واي چې هر څه چې وي نو مخامخ دي وي ، د پسې شا له خبرو د هغې له قوله تاوانونه راپورته کېږي – سپیني خبرې کوي او سپینې خبرې یې خوښې هم شي – مینه یې د سولې په غرض لوګی کیدو ته زړه غواړي ځکه خو پخپل دې شعر کې داسې واي
زمادسولې ارمان
 
زما دسولې ارمان  داميدونو غوټۍ
دهر شهيددوينی د ارمانونو غوټۍ
دهرزانګوماشوم ته ارام او خوب دپاره
د بشريت نړۍ ته  دګلابونو غوټۍ
*****
دجنګ دګرمولمبوداختتام په هيله
دبشريت ژوندون ته د ښه ارام په هيله
په ټوپکيانو باندې اوازدسولې کوي
دنړۍ ټول خلکو ته داحترام په هيله
****
چې دنړۍ ميندې جنګوکې بورې نه شي
لکه افغانې ښځې ويرته مجبورې نه شي
جنګ خوبلاده خلکوجنګ تباهي راولي
جنګ بشريت لره تل ستربدمرغي راولي
****
زما دسولې ارمان خواږه خيالونه غواړي
دجنګ معيبو لره خپي او لاسونه غواړي
چې په بمونو باندې کورونه يې ونړيدل
داسې بی کورو لره نوې کورونه غواړي
****
زما دسولې ارمان دهرانسان دپاره
دطبعيت غږه کې دښکلاګان دپاره
چې نه دژبۍ فرق وي اونه تعبيض دنژاد
دپيوستون زيرې وي دټول جهان دپاره
****
زما دسولې ارمان هرپښتون ځوان دپاره
زما د سولې ارمان پښتونستان دپاره
زما دسولې ارمان ټول ماشومان دپاره
د دريدلوميندو ښکلي بچيان دپاره
****
زمادسولې ارمان دهرا فغان دپاره
راځئ چې يوشوسره نوم دانسان دپاره
په نړۍ غږ وکړوچې مونږه سوله غواړو
زرلښت هم سوله غواړي د ټول جهان دپاره
 
 دا د سولې په ارمان کې د مینې په لار روانه زرلښت حفیظ هغه ميرمن ده چې ځان ورنه په جهان کې نه بلکې جهان یې په ځان کې داسې ور نښتلای دی چې تر اوسه لا هم د دې یو عکس هم د میډیا په برخه نه شو، یانې هغې ځان د خپل نیک او ایماني مقصد په خاطر داسې هېر کړې دی چې هغه په دې یقین لري چې څیره هیڅ عمر نه لري او نه ښایست د څېرې ، هغه د اندرون ښایست د بیرون نه ښه ګڼي – ځکه خو نن تر خپل پرونه هم د ځبل اصولي مرم په لاره کلکه ولاړه ده، د ښځو د حقوقو د غږ نه بیا د سولې تر ارمان پورې هغه خپلې جذبې د خدای ورکړي ډیرو صلاحتونو سره ملګري د انساني سوکالۍ او پښتني رنځ ته په ډېر همت لوګی کوي – زه خو وایمه چې که زرلښت جانه زما خوندکۍ نه هم وای نو به زما د هر خوب تعبیر له دې سره تړلای وای ولې چې هغې د افغانستان په دې درست ځناوري غوبل کې د یوې ماته نه وغوړله او په نیغه یې د سولې اواز په شعرونو کې د خلکو تر غوږونو پورې رسولای دی – لکه د هغې دا نظم
 
نظم-د ادم (ع)او هوا روح ته
 
 مونږ ديوه مورکۍ له غيږې نه پيدا انسانان
مونږدادم اود هوا دپاکې غيږې  بچيان
 
 ادم مو پلاراوهم يوکورکې لوې شوي کسان
مونږدنړۍ په هريو کورکې ټوکيدلي ګلان
 
ولې نو يو دبل نه کرکه کوو جنګ غواړو
کله دژبۍ توپيرنه ، ا ودرنګ غواړو
 
عيسی پيدا دخپل مذهب موسی دخپل لره دي
ولې اسلام امت دپاره ژوند دجنګ غواړو
 
ای د نړۍ دجهالت او دوحشت جنګيالو
ای د ادم او د هوا د يو مالت ښه بچو
 
راځئ چې سوله کې ژوندون لره ښکلا ورکړو
بيا دادم اودهوا روح ته خندا ورکړو
د زرلښت حفیظ په باب به نور څه وایمه ، زه خو غواړمه چې دا خپل ټول عقل ورباندې وخورم خو دلته زه غواړمه چې د زرلښت په هکله د پښتنو شاعرانو ځینی رایې رقم کړم چې د هغې د شخصیت سمه وازنه وشي نوربيا  
2012/22/07کابل افغانستان

نیازګله پښتنه شوق

بېرته شاته